څوک د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په غوراوي کې ونډه لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, د بيبيسي د حقیقت موندنې څانګه
روان کال د افغانستان ملي لوبډله ځینو لوبو کې ښه ونه ځلېدله او د اسیا جام سیالیو کې له نیمه پایلوبې پاتې شوه.
په ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې له ماتو وروسته افغان لوبډلې بنګله دېش ته د ۲۰اوریزو لوبلړۍ هم وبایلله او د زمبابوې پر وړاندې یې په ټسټ سیالۍ کې هم ماته وخوړله. له دغو لوبو وروسته د افغان ملي لوبډلې د غوراوي پر بهیر بحثونه راپورته شوو.
د بيبيسي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې له باخبره سرچینو سره د ملي لوبډلې د غوراوي پر بهیر، له روزونکي جانتن ټرات سره د قرارد د پای ته رسېدو پر دلایلو او د نوي روزونکي لپاره پر شرایطو خبرې کړې دي.
تېره اکتوبر میاشت، کې له زمبابوې سره په ټسټ لوبه کې د افغانستان له لویې ماتې وروسته د افغان لوبډلې روزونکي جانتن ټرات وویل چې له اسیا کپ وروسته له ده سره د لوبډلې په جوړښت کې مشوره نه وه شوې.
که څه هم ده وروسته وویل چې له کرېکټ بورډ سره یې خبرې وکړې، ناسم پوهاوی را منځته شوی و چې اوس حل شوی.
خو د نومبر پر ۳مه نېټه د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې له نړیوال جام وروسته له جانتن ټرات سره تړون پای ته رسوي.
بي بي سي ته باخبرو سرچینو وویل د کرېکټ بورډ څو استازو په شارجه کې د افغانستان او بنګله دېش له شل اووریزې لوبلړۍ وروسته (د اکټوبر ۶) له جانتن ټرات سره ځانګړې او پرېکړه کوونکې ناسته لرله. هغه درې واړه لوبې افغانستان بایللې وې.
په دغه ناسته کې له روزونکي سره د سرچینو په وینا "د ده پر تړون او راتلونکي بحث وشو". د کرېکټ بورډ استازو ښاغلي ټرات ته هغه نوې تګلاره روښانه کړه چې غواړي د افغانستان د ټولو لوبډلو لپاره بهرني "روزونکي باید افغانستان ته تګ راتګ وکړي".
استدلال یې دا و چې "په بهر کې د لوبډلې پر کمپونو لګښتونه ډېر دي، اضافي لوبغاړي نه چمتو کېږي او د لوبغاړو مهارتونه هم د پام وړ نه ښه کېږي".
له افغان لوبډلې سره د دندې په موده کې جانتن ټراټ افغانستان ته سفر نه دی کړی. سرچینې وویل چې ښاغلي ټرات اوس هم نه غوښتل افغانستان ته لاړ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په ملي لوبډله کې ځینو لوبغاړو، د نوم نه ښوولو په شرط له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې جانتن ټرات تر ډېره له هغو لوبغاړو سره کار کوي چې په ۱۱ کسیزه لوبډله کې لوبېږي او له پاتې لوبغاړو سره هومره کار نه کوي.
یو علت یې ښايي دا وي چې په روزنیزو کمپونو کې د څو ورځو لپاره لوبډله او روزونکی سره یو ځای کېږي او تر ډېره د روزونکي تمرکز پر لوبېدونکو لوبغاړو وي.
د جانتن ټراټ په لارښوونه افغان لوبډلې ځینو پیاوړو سیالانو ته ماتې ورکړې او د ۲۰۲۳ نړیوال جام له ښو لوبو وروسته یې د ۲۰۲۴ شل اووریزه نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.
د معلوماتو پر اساس د جانټن ټراټ د تړون غځېدو په لاره کې دواړه غاړې په نویو شرایطو سره نه دي جوړ شوي. په همدې دلیل یوازې د ۲۰۲۶ نړیوال جام تر پایه د هوکړه لیک پر غځولو هوکړه وشوه.
جانتن ټرات په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان سر روزونکی وټاکل شو چې د ده په مدیریت کې له ۱۱۰ نړیوالو لوبو افغان لوبډلې څه د پاسه ۴۵ سلنه ګټلې دي.
د نوي رزونکي لپاره د کرېکټ بورډ شرایط څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
بي بي سي موندلې چې د افغانستان د ملي لوبډلې د روزونکي دندې ته افغان کرېکټ بورډ ته تراوسه ۴۰ غوښتنلیکونه سپارل شوي دي او دا بهیر به د نومبر تر ۲۴مې روان وي.
سرچینو بي بي سي ته ویلي چې له هر نوي ګومارل کېدونکي روزونکي سره افغانستان ته د تګ موضوع له مخکې روښانوي او هغه روزونکی چې افغانستان ته له تګه ډډه کوي، ښایي د کامیابۍ ډېره هیله ونه لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ غواړي چې نوی روزونکی په کور دننه لوبغاړي وګوري او د ملي لوبډلې د لوبغاړو تر څنګ د احتیاطي لوبغاړو او نویو استعدادونو پر مهارتونو هم کار وکړي.
سرچینې وایي: "کرېکټ بورډ غواړي چې په کورني کرېکټ کې د روزونکي رول وي او د کورني کرېکټ لوبغاړي وګوري. په بهر کې روزونکی یوازې څو لوبغاړي ګوري او له لوبډلې سره ډېر وخت نه شي تېرولی."
که څه هم د نوي روزونکي د ګومارلو په بهیر کې به د هغه تنخواه بېل بحث وي، خو کرېکټ بورډ "د داسې روزونکي په لټه کې دی چې مالي غوښتنې یې د دوی له مالي امکاناتو پورته نه وي."
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د جانتن ټرات اوسنۍ میاشتنۍ تنخواه ۱۹زره ډالر ده.
د ملي لوبډلو لپاره د روزونکو ګومارلو بازار تجارتي لېګونو سخت کړی دی. ډېر روزونکي غواړي چې تجارتي لېګونو کې هم بوخت وي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د نوي روزونکي د ګومارلو لپاره داسې کس غواړي چې لېګونو کې ډېر نه وي بوخت او ډېر وخت له افغان ملي لوبډلې سره وي.
خو د کرېکټ د ودې لپاره یوازې یو روزونکی بسنه نه کوي. د افغانستان له کرېکټ بورډه یوه بله باخبره سرچینه وايي چې د افغانستان کرېکټ په داسې حال کې دی چې باید د کورني کرېکټ په جوړښت او عملیاتي ادارو کې بهرنيان وګومارل شي.
"د ملي لوبډلې روزونکی که هر څوک وي، اغېز به یې دومره نه وي، خو مهمه دا ده چې های پرفارمنس سنټر (HPC) او نورو عملیاتي جوړښتونو ته بهرني روزونکي راوستل شي.
له دې سره به ملي لوبډلې ته چمتو لوبغاړي پیدا شي. د هر رول لپاره به څو لوبغاړي وي. د کورني کرېکټ ځوان استعدادونه به پیدا کړي او کار به ورسره وکړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ملي لوبډلې د غوراوي پر بهیر نیوکې
د ملي لوبډلې لپاره ټولو ته منلی سکواډ جوړول ښايي شونی نه وي، ځکه هر لوبغاړی خپل مینه وال لري او په ملي لوبډله کې د لوبېدو لپاره یې ممکن د غوره کېدو غوښتنه وکړي.
خو د کرېکټ بورډ د غوراوي په بهیر هغه وخت نیوکې لا ډېرې وي چې وار د مخه له نیوکو سره مخامخ لوبغاړي بیا بیا لوبډلې ته غوره شول.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د سیلیکشن یا غوراوي تګلارې له مخې د لوبډلې ټاکنه د غوراوي کمېټې مسؤلیت دی او لوبډلمشر او روزونکی پکې د مشورې رول لري.
بي بي سي ته یوې سرچینې چې د غوراوي په بهیر کې ښکېل پاتې شوی، وویل، د لوبډلې په ټاکنه کې د لوبډلمشر تله خورا درنه ده او د غوراوي کمېټه یې غوښتنې نه شي ردولی.
سرچینه زیاتوي، "ځینې وخت لوبډلمشر د غوراوي له پړاو مخکې د لوبغاړو نومونه په لیکلي پیغام کې د سیلیکشن کمېټې ته سپاري. ځینې لوبغاړي خو معلوم هم وي، خو ځینې چې نه وي معلوم، لوبډلمشر د خپلې خوښې کسان پکې ورزیاتوي."
کرېکټ بورډ په وار وار دا ادعاوې رد کړې دي چې ګنې د غوراوي کمېټه دې د کوم اړخ تر فشار لاندې وي.
په دې ادارې کې یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ادعا وکړه چې وار دمخه د غوراوي کمېټه، لوبډلمشر او روزونکی په ۷۰سلنه لوبډله سلا وي، خو پر ۳۰ سلنه بحثونه کېږي او کله کله دا بحثونه تر تودو او تېرو خبرو هم رسېږي.
د کرېکټ ګڼ شمېر مینه وال د ځينو لوبغاړو نومونه یادوي چې ګواګې په نړیوال کرېکټ کې ښه نه ځلېږي خو بیا هم لوبډلې ته غوره کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ بورډ یوه پخواني چارواکي بي بي سي ته ادعا وکړه چې د شل اووریزو لوبډلمشر "راشد خان تل د فرید ملک، حضرت ځاځي او کریم جنت لوبډلې ته په غوره کولو ټینګار کړی او ملاتړ یې ښکاره شوی." حضرت ځاځی اوږده موده وشوه چې له لوبډلې څنډې ته شوی دی.
تر راشد خان وړاندې هم ځینې لوبډلمشران تورن شوي چې ګواکې د ځانګړو لوبغاړو په شته والي یې ټینګار کړی دی. خپله راشد خان او مخکینیو لوبډلمشرانو دا تورونه رد کړي او وايي دوی ته د لوبغاړي وړتیا مهمه ده.
کرېکټ بورډ هر ټورنمنټ یا لوبلړۍ ته له ۱۵ تر ۲۰ لوبغاړي ټاکي، خو د لوبېدونکې ۱۱ کسیزې لوبډلې په جوړښت کې کرېکټ بورډ کار نه لري او لوبېدونکي لوبغاړي د روزونکي او لوبډلمشر په خوښه ټاکل کېږي.
د کرېکټ مبصر مشتاق رحیم وايي، که کرېکټ بورډ د غوراوي بهیر کې خپله پالیسي په بشپړه توګه عملي کړي، د سیلیکشن برخه کې به له داسې نیوکو سره نه وي مخامخ. ښاغلی رحیم زیاتوي چې اوسمهال باید د غوراوي کمېټه د حساب ورکولو بهیر پراخ کړي او هڅه وکړي چې د خلکو نیوکو ته ځواب ووايي.
دی وايي "پر لوبغاړي خلک نیوکې د ده لوبو ته په کتو کوي، خو د کرېکټ مینه وال باید په نیوکو کې انصاف وکړي. د نیوکه کوونکو معیار باید معلوم وي. اوس ځینې لوبغاړي هدف ګرځول کېږي او هر وخت یې پر وړاندې تبصرې کېږي."
زموږ د معلوماتو پر اساس، کرېکټ بورډ ډېر کله د ۱۱ کسیزې لوبډلې له ټاکنې چې د لوبډلمشر او روزونکي کار دی، راضي نه وي.
د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې یو پخوانی غړی د لوبډلشمر د پراخ نفوذ په اړه پر کرېکټ بورډ نیوکه کوي چې نور یې داسې لوبغاړي نه دي چمتو کړي چې لوبډلمشر ته قناعت ورکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ پخوا په وار وار ویلي دي د غوراوي کمېټه خپلواکه ده او د غوراوي بهیر د لوبغاړو د وړتیا او د لوبو حالت ته په کتو بشپړېږي.
اوس افغان کرېکټ بورډ د غوراوي له یوه بل مهم پړاو سره مخامخ دی. شل اووریزه نړیوال جام ته د لوبډلې غوره کول. ټاکل شوې چې دا لوبې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ میاشت کې پیل شي.








