بنګله‌دېش د را روان کرېکټ شل اووریز نړیوال جام لپاره هند ته سفر رد کړ

د بنګله‌دیش کرېکټ نارینه‌وو لوبډله.

د عکس سرچینه، Getty Images

بنګله‌دېش د ۲۰۲۶ د نارینه‌وو ۲۰ اووریز نړیوال جام لپاره هند ته سفر نه کوي. د بنګله دیش کرېکټ بورډ ویلي، د لوبغاړو د خوندیتوب او سلامتیا په اړه اندېښنې دي، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې چې هند کرېکټ بورډ بنګله‌دیشی لوبغاړی مستفیض الرحمان له کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې لیرې کړ.

بندګله‌دېش کرېکټ بورډ به دا خبر د کرکټ نویوالې شورا (ICC) ته د ایمېل له لارې واستوي.

همدارنګه به له ICC غوښتنه وکړي چې د دغه هېواد د لوبو ځای بدل کړي، ترڅو د بنګله‌دیش لوبې په سریلانکا کې ترسره شي. پاکستان به ټولې خپلې لوبې لا دمخه په سرېلانکا کې ترسره کړي.

دغه پرېکړه د یکشنبې په ورځ د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د ۱۷ غړو په غونډه کې وشوه.

د بنګله‌دیش کرکټ بورډ مشر، ناظم‌العبیدین فهیم وویل، بورډ به په دې اړه وروسته بشپړ بیان خپور کړي.

هند او سریلانکا د روان شل اووریز نړیوال جام ګډ کوربه هېوادونه دي. دغه جام د فبرورۍ پر اوومه پیلېږي.

د بنګله‌دېش لومړۍ لوبه د کلکتې پر لوبغالي د ویسټ‌انډیز پر وړاندې ده چې همدا د جام د پیل لوبه هم ده.

ستونزه له کومه پیل شوه؟

تصویر کې د کلکتې لوبډلې یو څښتن شاهرخ خان او د بنګله‌دیش لوبغاړی مستفیض الرحمان دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تصویر کې د کلکتې لوبډلې یو څښتن شاهرخ خان او د بنګله‌دیش لوبغاړی مستفیض الرحمان دي.

د ننګله‌دېش د پرځول شوي حکومت لومړۍ وزیرې شیخ حسینې واجد په هند کې پناه واخيسته او هند په دې هېواد کې نوی رامنځته شوی حکومت د دوی پرتله پاکستان ته نږدې بولي.

مستفیض الرحمان د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې له‌خوا د IPL ۲۰۲۶ لپاره د نهه کروړو هندي روپیو زیاتې پیسې ورکړل شوې وې. د دې لوبډلې یو شریک هم د بالیووډ ستوری شاهرخ خان دی.

د هند کرېکټ بورډ په وینا، دا پرېکړه د وروستیو پېښو په رڼا کې شوې او لوبډلې ته اجازه ورکول کېږي چې د مستفیض الرحمان پر ځای بل لوبغاړی شامل کړي.

د همدې لوبغاړي په شاملېدو له وړاندې، د هند ځینې ښي اړخي تنظیمونو او د BJP ځینې مشرانو د شاهرخ خان پر ضد نېوکې کړې وې او ناخوښي یې څرګنده کړې وه.

د کانګرس ځېنو مشرانو بیا د شاهرخ خان پر ضد د هدف ګرځولو سخت مخالفت کړی او ویې ویل چې دا د هند پر څو کلتوري ټولنه برید دی.

له لوبو د همدې لوبغاړي د ایستلو په اړه د بنګله‌دیش د لنډمهاله حکومت څو سلاکارانو او سپورټي تنظیمونکو غبرګون ښوولی و.

د ځوانانو او سپورټ چارو سلاکار اصف نذرول ویلي وو: "د بنګله‌دیش د لوبغاړو او هېواد ته سپکاوی به په هېڅ حالت کې ونه زغمل شي."

هغه د هند کرېکټ بورډ پرېکړه چې بنګله‌دیش چټک توپ‌اچونکی مستفیض الرحمان د IPL ۲۰۲۶ بهر کړي، په کلکه وغندله او ویې ویل: "د بنګله‌دیش کرکټ، لوبغاړو او د هېواد سپکاوی به هېڅکله ونه زغمل شي. د غلامۍ ورځې پای ته رسېدلي دي."

اصف نذرول د خپل تایید شوي فېسبوک پاڼې په بیان کې دا هم وویل "هند کرېکټ بورډ د افراطي مذهبي ډلو په فشار، کلکته نایټ رایډرز ته امر وکړ چې مستفیض له لوبډلې وباسي."

هغه د اطلاعاتو او خپرونو له سلاکاره هم غوښتنه کړې چې د IPL خپرونې د بنګله‌دیش په تلویزیونونو کې بندې کړي.

مستفیض الرحمان څه ویلي؟

لوبغاړی مستفیض الرحمان

د عکس سرچینه، Getty Images

مستفیض الرحمان په دې اړه یوازې دومره ویلي: "که دوی راته اجازه راکړي چې لاړ شم، زه څه وکړم؟"

د بنګله‌دیش کرکټ بورډ ترڅنګ، د بنګله‌دیش فوټبال فدراسیون ریس تابش هم د دې پرېکړې په اړه ژور خپګان څرګند کړی دی. هغه ویلي، "کې‌کې‌ارد مستفیض الرحمان انتخاب د هغه د کرکټ وړتیاوو پر اساس کړی و خو د سیاسي لاسوهنې له امله یې له لوبو وباسي چې ډېر ناوړه کار دی."

هغه ټینګار کړی چې ورزش د خلکو د نږدې کولو او د تفاهم د رامنځته کولو ځواک لري، نه د ټوټې کولو.

مستفیض الرحمان د بنګله‌دیش یو تېز توپ‌اچوونکی دی.

هغه د بنګله‌دیش په استازیتوب ۱۵ ټېسټ، ۱۱۶ یو ورځنۍ او ۱۲۶ شل اووریزې لوبې کړې دي.

هغه د ای‌پي‌اېل په تېرو لوبو کې د چنایي سوپر کېنګز، ډیلي کیپټلز او سن رایز حیدراباد لپاره لوبې کړي دي.

د ای‌پي‌اېل د همدې دروان لوبو لپاره اووه بنګله‌دیشي لوبغاړي د بولۍ لپاره شارټ لېست شوو وو خو یوازې مستفیض الرحمان د کلکتې لوبډلې له‌خوا واخېتسل شو.

د هند غوره کرېکټ لوبې د را روانې مارچ میاشتې پر ۲۶مه پیلېږي.