تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران پر پوله له یخنۍ ځینې افغانان مړه شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، درې افغانان چې له هرات ولایته په قاچاقي ډول ایران ته د تګ په تکل وتلي وو، کُهسان ولسوالۍ کې پولې ته نژدې د ډېرې واورې او یخنۍ له کبله مړه شوي دي.
په داسې حال کې چې د ځینو رسنیو په رپوټونو کې د مړو شویو افغانانو شمېر ۳۰ تنه یاد شوی، په هرات کې د اطلاعات او کلتور رییس او د بېرته ستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي کمیسیون ویاند احمد الله متقي بيبيسي ته وویل چې یوازې ۳ افغانان چې په قاچاقي ډول ایران ته تلل، یخنۍ وژلي دي.
هغه وویل "درې لسیزې کېږي چې افغانان په قاچاقي ډول بهرنیو هېوادونو ته ځي، چې یو پکې ایران دی. له بده مرغه تېره شپه درې کسان چې ایران ته یې په قاچاقي ډول سفر کاوه، سختې یخنۍ او واورې په لاره وژلي دي. هلته یو بل پوونده (شپون) هم مړ شوی چې مالونه یې پوول، ټول مړه شوي څلور تنه دي."
ښاغلی متقي وايي، دغه کسان د ایران له پولې سره نژدې د افغانستان په خاوره کې مړه شوي، خو دوی تر پولې هاخوا له ایرانه معلومات نه لري چې هلته به وضعیت څنګه وي.
نوموړي وویل امنیتي او د بهرنیړ اړیکو مسؤلان له ایراني چارواکو سره په اړیکه کې دي.
ښاغلي متقي زیاته کړه، په دغو شپو او ورځو کې چې دغه افغانان هلته ایران ته روان وو، ډېره واوره او ګردله ده او موسم ډېر سوړ دی.
له ایرانه راستنېدونکي کډوال
ښاغلي متقي زیاته کړه، د هوا له سړېدو سره سره له ایرانه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ نه ده درول شوې.
د نوموړي په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې یو میلیون او دوه نیم سوه زره افغانان له ایرانه د اسلام کلا بندر له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دی وايي، غوښتنه یې دا ده چې په دې سړو شپو کې افغان کډوالو او مساپرو لپاره اسانتیاوې برابرې شي:
"غوښتنه مو دا ده چې د مهاجرینو او مسافرو لپاره په دې شپو کې سهولتونه برابر شي او مزاحمت ونه شي، ځکه چې اوس د سرحد دواړو غاړو ته یخ او هوا سړه ده".
د طالبانو دغه چارواکي وویل، په تېره یوه میاشت کې له ایرانه معمولا دوه تر دوه نیمو زرو افغانان راستانه شوي.
تازه، د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې (یکشنبه/تله ۳۰مه) د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو اټکل شوی دی.
ایران ته انساني قاچاق
د طالبانو حکومت ۲۰۷ الفاروق قول اردو لوېدیځ زون ویلي د انسان قاچاق کې څو ښکېلو کسانو په تېرو دوو ورځو کې هڅه کړې وه، چې د هرات له سرحده یو شمېر هېوادوال ګاونډي هېواد ته په ناقانونه ډول واړوي، خو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو لسمې سرحدي لوا ځواکونو ونیول.
د دغې قول اردو د رسنیو دفتر وايي: "له بده مرغه، د سړې هوا له امله د څلورو هېوادوالو جسدونه، چې ژوند یې له لاسه ورکړی و، د سرحدي ځواکونو لهخوا هرات ولایت ته ولېږدول شول."
ایران د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېواد دی
د کډوالو نړیوالې ورځې سره هم مهاله بي بي سي یوې څېړنه کې موندلې چې افغان کډوال د نړۍ له سلو ډېرو هېوادونو کې مېشت دي. په دې څېړنه کې معلومه شوې چې د افغان کډوالو لوی شمېر په ایران، پاکستان او جرمني کې دی.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او د وروستي جمهوريت له پرځېدو وروسته له ۶ اعشاریه ۴ میلیونو ډېر افغانان له خپل ټاټوبي کډه شول.
تر هغې مخکې لږ شمېر کسان د زدکړو یا کار لپاره بهر ته تلل، ډېری یې بیرته ستنېدل او دا چې اروپایي هېوادونو او متحدو ایالتونو هم افغانانو ته په اسانۍ وېزې ورکولې.
ایران لاهم د افغان کډوالو ترټولو لوی کوربه دی، چې شمېر یې نژدې دوه نیم میلیونو ته رسېږي.
ورپسې پاکستان کې یو میلیون ۷ سوه زره افغان کډوال مېشت دي. دغو دواړو هېوادونو په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا پنځه میلیونه افغانان ستنېدو ته اړ کړي، چې د افغانستان وګړي یې شاوخوا لس سلنه زیات کړي دي.