'په خیبر پښتونخوا کې هم پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې'

په پاکستان کې افغان کډوالو بي بي سي ته ویلي، له نورو ایالتونو وروسته اوس په خیبر پښتونخوا کې هم د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل شوې ده. تر دې وړاندې په دې ایالت کې له افغان کډوالو سره نرم چلن کېده او چارواکو یې پولیسو ته لارښوونه کړې وه، چې افغان کډوال ونه ځوروي.

په داسې حال کې چې د پاکستان مرکزي یا فدرالي حکومت له مخکې امر کړی و، چې ټول غیر قانوني کډوال، چې اوس پکې د پي او ار او اې سي سي کارډ لرونکي هم شامل دي، له دې هېواده باسي.

پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله وايي، اوس په خیبر پښتونخوا ایالت کې هم کډوال نیول کېږي، د کاروبار اجازه نه ورکول کېږي او د هغو ښوونځیو مسوولینو ته چې افغان زدکوونکي په کې زده کړې کوي امر شوی، چې افغان زدکوونکي له خپلو ښوونځیو وباسي.

د بي بي سي خبریال وايي، له دې مخکې به هغو افغان کډوالو، چې په پنجاب یا نورو ایالتونو کې به پولیسو ځورول، په خیبر پښتونخوا ایالت کې به یې یو ډول پناه اخیسته، په پنډغالو کې به پاتې کېدل یا به یې کورونه په کرایه موندل، خو اوس پر خیبر پښتونخوا حکومت د مرکزي حکومت له لوري فشار دی.

هغه وايي د دغه فشار دلیل د امنیت موضوع یادېږي او د فدرالي چارواکو له لوري ویل کېږي، چې د اساسي قانون له مخې دا د دوی د واک موضوع ده او صوبايي حکومت ته لارښوونه کوي، چې تاسې باید د مرکزي حکومت له لوري له یوې پلې شوې تګلارې سرغړوونه و نه کړئ.

له دې مخکې پاکستان کې د کډوالو کمپونو تړل کېدو امر شوی و، په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې چارواکو ویل، د دوی تګلاره بېله ده، خو د بي بي سي خبریال وايي، په دې ایالت کې هم اوس ټول پنډغالي او پخواني کمپونه تړل شوي او هلته ځايي چارواکو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د یادونې ده، چې د پاکستان فدرالي حکومت کورنیو چارو وزارت له مخکې امر کړی، چې کډوالو ته به نه څوک کور په کرایه ورکوي، نه به ورسره څوک کاروبار کوي او که څوک داسې وکړي، قانوني سزا به ورکول کېږي.

خبریالانو ته ویل شوي، ځینې کډوال شکایت کوي، چې پولیس یې د بډو-رشوتونو لپاره په بېلابېلو پلمو نیسي او ځوروي یې.

بل لور د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د هغو افغانانو پرمخ اوس تړلې دي چې په قانوني اسنادو او ویزو یې سفر کړی دی. دواړو هېوادونو کې ګڼ شمېر خلک ایسار پاتې دي او غوښتنه کوي چې د دوی پرمخ دې لارې پرانستل شي.

د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو وروستۍ نیټه ورکړل شوې وه چې لسګونه زره یې په جبري ډول او څه په خپله خوښه خپل ټاټوبي ته ستانه شول.

دا ترینګلتیا هله ډېره شوه چې د اکټوبر پر یولسمه افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ډیورنډ کرښه د "غچ" بریدونه وکړل، له هغه راهیسې لارې تړلي، دیپلوماتیکې اړیکې خړې پړې او تر ټولو ډېر فشار د کډوالو پر ایستلو لیدل کېږي.