تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تورخم کې پر تازه مېوو او سبزۍ بار سلګونه لارۍ لا هم ایسارې دي
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
رپوټونه وايي لا هم په تورخم کې افغان غاړې ته ګڼې پر تازه مېوو او سبو بار لارۍ دې ته په تمه دي چې پاکستاني پوله ساتي پښتونخوا ته د اوښتو اجازه ورکړي.
په خیبرپښتونخوا کې د افغان باري موټرو چلوونکو ټولنه وايي، په تورخم کې د ځینو محدودیتونو او یو لړ ستونزو له امله د باري موټرو تګ راتګ له کړاو سره مخامخ شوی. د افغان سوداګرو سلګونه بار لارۍ د تګ په تمه ولاړې دي.
ګڼو ایسارو موټرو کې سبزي او تازه مېوې بار دي چې د موټر چلوونکو په وینا، په تورخم کې د زیات ځنډ له امله په ځینو موټرو کې بار تازه مېوې او ترکارۍ خرابې شوې چې سوداګرو او د باري موټرو لرونکو ته یې زیان اړولی دی.
له تورخمه د باري لارۍ یو چلوونکی بي بي سي ته په استولې ویډیو کې وايي، رومیان یې بار کړي او غواړي پښتونخوا ته یې یوسي، خو په تورخم کې له څو پرلپسې ورځو ایسار دی چې له امله یې رومیان خراب شوي دي.
د باري موټرو چلوونکي او سوداګر وايي، په تورخم کې پاکستاني لوري ته د موټرو د اوښتو بهیر پڅ دی.
بي بي سي ته په استول شوي یوه بل غږ کې د خیبر پښتونخوا د تازه مېوې یو سوداګر چې ظاهرا یې په لارۍ کې بار مېوه په تورخم کې ځنډېدلې، د باري موټر چلوونکي ته وايي، ټوله پانګه یې له منځه تللې ده:
"له پنځو ورځو راهیسې ته (موټروان) په تورخم کې یې، انګورو اوبه کړي او له موټره روانې دي، لارۍ همدغلته چپه کړه یا بېرته جلال اباد ښار ته یوسه. زه اوس په دغو انګورو اوه لکه (کلدارې) کسټم (ګمرک) نه شم ور کولی. هیڅوک مې غږ نه اوري."
په ننګرهار کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، ستونزه تورخم ته د زیاتو بار وړونکو موټرو د راتلو او پاکستاني لوري کې د باري موټرو د اداري پړاوونو د پڅ بهیر له امله را منځ ته شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي یې په اړه بي بي سي ته وویل: "مثلا په تورخم کې د ۱۰۰ موټرو د تېرېدو ظرفیت شته، خو زموږ سوداګر له ۳۰۰ تر ۴۰۰ باري موټر راولي چې طبعا هلته بېروبار جوړېږي او موټر په ورځو ورځو انتظار کوي. "
ښاغلي قریشي زیاتوي، که د ظرفیت مطابق او مهالوېش سره سم باري موټر تورخم ته لاړشي، نو د زیات انتظار او توکو د خرابېدو احتمال کم دی.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان باري موټرو د ټولنې مشر حاجي حکیم الله بي بي سي ته وویل، له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ د نورو لارو د تړل کېدو له امله پر تورخم دروازه د باري موټرو ګڼه او ګوڼه زیاته شوې ده:
"د غلام خان خرلاڅي لارې له څو میاشتو بندې دي چې له امله یې په تورخم دروازې د موټرو بېروبار زیات شوی دی. په تورخم کې زرګونه موټر ایسار دي."
د ښاغلي حکیم الله په خبره، د پاکستان حکومت د پاکستاني پلېت لرونکو لاریو افغان موټر چلوونکو او کلینرانو ته په اسانۍ ویزې نه ور کوي، چې دې کار هم په تورخم کې د باري لاریو بېروبار ته لاره هواره کړې ده.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان موټرو ټولنې مشر وايي، په تورخم کې د باري موټرو د بېروبار ستونزه تر ډېره د پاکستان له خوا را ولاړه شوې ده: "پرون پاکستان ته د تورخم له لارې ۳۶۸ باري موټر را اوښتي چې د دغومره موټرو د اوښتو اداري پړاوونه باید په دوو ساعتونو کې خلاص شي. ستونزه پاکستاني لوري کې ده چې کله یې سکېنر خراب وي او که بله ستونزه وي."
ښاغلي حکیم الله وايي، په تورخم دروازه کې له پاکستاني لوري څخه افغانستان ته د تلونکو لاریو د ادارو پړاوونو بهیر نسبتا چټک دی.
حاجي حکیم الله د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په بهیر/ په ځانګړي ډول د باري موټرو په تګ راتګ کې شته ستونزې هوارې کړي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مسافرو او باری موټرو د تګ راتګ لارې ډېر کله د سیاسي، امنیتي او نورو لاملونو له کبله د بندښت او محدودیتونه شاهدې وي.
سوداګر ادعا کوي چې پاکستاني لوری تر ډېره داسې وختونو کې ورته ستونزې را ولاړوي چې افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیو فصلونه رسېدلي وي.
پاکستاني چارواکي معمولا دغسې ادعاوې نه مني.
د سوداګرو په خبره، د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي ترینګلتیا مخامخ د دوی پر سوداګرۍ او کاروبار ناوړه اغېز کوي.