د تورخم لارې تړل کېدو درېیمه ورځ؛ له خلکو غوښتل شوي چې پر دغه لار دې سفر نه کوي

ننګرهار کې د طالبانو حکومت ځايي سرچینې وايي چې له پاکستاني ځواکونو سره د تېرې چهارشنبې ورځې تر نښتې وروسته نن درېیمه ورځ هم پر ډيورنډ کرښه د تګ راتګ لار تړلې پاتې ده.

د ننګرهار د رسنیو دفتر خلکو ته خبرداری ورکړی چې پر دې لاره له سفر کولو ډډه وکړي.

دې ادارې پر اېکس یا ټوېټر همدا راز لیکلي، "د ستونز حل په موخه د دواړو لورو تر منځ خبرې روانې دي، هیله ده چې ښه پایله به ولری"

تورخم لار پر ډيورنډ کرښه د خلکو د اوښتو راوښتو تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره هم یوه مهمه لار ده.‌

ګڼ افغانان د درملنې لپاره هم پېښور او یا نورو سیمو ته ځي او په ځانګړي ډول د لر او بر پښتنو تر منځ د کرښې دواړو غاړو ته خپلوۍ او عزیزۍ هم شته چې پر دې لاره تګ راتګ کوي.

خو که تېر پرځول شوی جمهوري نظام و او که اوس د طالبانو حکومت، دغه لار وخت نا وخت د پاکستان او افغانستان حکومتونو تر منځ د لانجونو او بېلابېلو ستونزو له کبله تړل شوې ده.

دا ځل یې د لامل او د نښتې پیلېدو په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي یو څه او پاکستانی لوری بل څه وايي.

نښته ولې رامنځ ته شوه؟

د نښتې په ورځ (تېره چهارشنبه) د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وویل چې، "نښته د پاکستاني پوځیانو لخوا پر افغان ځواکونو د ډزو له پیلولو سره رامنځته شوه چې افغان ځواکونو د پاکستان بريد ته ځوابي غبرګون وښود او نښته وشوه."

خو پاکستاني‌ چارواکو بیا ویلي وو چې "طالب سرتېرو په هغه ځای پوسته جوړوله" چې پاکستانی لوری پرې خوښ نه و.‌"

خو ننګرهار کې بیا د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي بي بي سي ته وویل چې دغه پوسته له کرښې نژدې ۵۰۰ مترې لېرې د افغانستان خاروه کې ده او د ده په ټکو "نوې نه ده."

پاکستان لا په دې نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو حکومت یوه ځايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي چې "دوه کسان د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي" چې یو یې "موټر چلوونکی او بل طالب سرتېری" و.

د سوداګرو اندېښنې

د رپوټونو له مخې د کرښې له کوزې غاړې هم خلک او ګاډي تورخم ته نه ور پرېښودل کېږي چې پاکستان ته په درملنې پسې تللي ګڼ افغانان هم پکې شته.

پرون د کوزې پښتونخوا په خیبر سيمه کې یوه ځايي خبریال محراب شاه اپریدي وویل چې پاکستاني ځواکونه له جمرود سيمې هاخوا لویې لارۍ نه پرېږدي او په وینا یې،‌ داسې ناروغان هم د کرښې هغې غاړې ته ایسار دي چې "تازه یې عملیات کړی او غواړي افغانستان ته ستانه شي."

دا پېښه داسې مهال رامنځ‌ ته کېږي چې همدا شاوخوا لس ورځې مخکې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکوموف په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره تورخم بندر ته تللی و او دا یې د ټرانزيټ لپاره یوه مهمه اساسي لار بللې وه.

دا پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لومړی جګپوړی ازبکستانی پلاوی و چې دا ټرانزيټي لار ګوري.

په ورته مهال د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته سوداګرو هم اندېښنه څرګنده کړې چې په پاکستان کې وروستیو نا امنیو یې وار د مخه سوداګري اغېزمنه کړې ده او افغان سوداګر وايي، په پاکستانیو سیمو کې د دوی پر ټرانزيټي ګاډو او توکو د "وسله‌والو" بریدونه په زیاتېدو دي.