تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته؛ "دوه کسان وژل شوي"، د تګ راتګ لار هم تړل شوې
د طالبانو حکومت دوو سرچینو بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، چې د طالب ځواکونو او پاکستاني سرتېرو له نښتې وروسته په تورخم کې د تګ راتګ لار تړل شوې.
د طالبانو د حکومت یوه ځايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، چې دوه کسان د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.
د دغې سرچینې په وینا، وژل شویو کې یو موټر چلونکی او بل طالب سرتیری شامل دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، جګړه اوس درېدلې او د مرګژوبلې په اړه کره مالومات نه لري.
دغه وزارت په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي، "یاده نښته د پاکستاني پوځیانو لخوا په افغان ځواکونو د لومړيو ډزو په پايله کې رامنځته شوه، چې افغان ځواکونو د پاکستان بريد ته ځوابي غبرګون وښود او نښته رامنځته شوه."
خو د پاکستان لخوا په دې اړه لا څه نه دي ویل شوي.
طالب چارواکي وايي، د دواړو لوريو چارواکي له دې نښتې خبر دي او "هڅه کېږي چې د دې نښتې عوامل او په راتلونکي کې د داسې پيښو د تکرار مخنيوی وکړي."
هغه ویډیوګانې چې ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي ښيي، چې د دواړو خوا ترمنځ ډزې روانې دي او ټپیان په کې لیدل کېږي.
په تورخم کې یو ځايي خبریال وايي، پاکستاني ځواکونه د هغې پوستې پر جوړېدو خوښ نه وو چې طالبانو جوړوله.
تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ دتلو را تلو مهمه لار ده چې هره ورځ زرګونه کسان پرې تګ راتګ کوي. پر دې کرښه د طالب ځواکونو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ د بېلا بېلو لاملونو له کبله پخوا هم نښتې شوې دي.