تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې امنیتي پېښو د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته سوداګر اندېښمن کړي
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
د افغانستان او بلوچستان سوداګرۍ خونې وایي، په پاکستان کې د افغان سوداګرو پر ترانزیټي سوداګریزو توکو د بریدونو دوام به دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه کړي.
په پاکستان کې د ناامنیو د پیښو له زیاتوالي سره سم د افغان سوداګرو پر ترانزیټي سوداګریزو توکو ، چې له دغه هېواد نه تېریږي د وسلوالو د بریدونو پیښي هم په زیاتېدو دي.
څو ورځې وړاندې د پاکستان بلوچستان ایالت کې د افغان سوداګرو په اینځرو بار لارۍ، چې د هندوستان واګا بندر ته پر لاره وه د ناپېژاندو وسلوالو له خوا سوځول شوې ده. د پېښي عیني شاهد او د یادي لارۍ چلوونکي وایي، پېښه د پاکستاني پولیسو د پوستې په څو مترۍ کې شوې ده:
'' شاوخوا ۱۲ بجې وې چې یو فیلډر ټویوټا موټر راغی او پکې کسانو ډزې پیل کړې. موټر چلوونکي ته مې وویل چې ودریږي، د ګاډي څلور خواوو اور اخیستی و.''
د سوداګرۍ نړیوال سازمان (ډبلیو ټي او) د خپلو اصولو له مخي غړو هېوادونو ته سپارښتنه کوي، چې ترانزیټ ته د اسانتیاو د برابرولو تر څنګ د هغوی خوندیتوب ته باید ژمن پاتې شي.
د افغانستان د سوداګرۍ خوني مرستیال خان جان الکوزی وایي، له تېرو دوو میاشتوراهیسې په پاکستان کې د افغان سوداګرو پرسوداګریزو توکو وسلوال بریدونه کېږي، چي په وروستۍ پېښه کې یو افغان سوداګر ته ۳۰۰ زره ډالره زیان اوښتی دی:
'' دا لومړی ځل نه دئ، تر دې وړاندي دوه ځله نور هم د افغان سوداګرو پر ګاډو وسلوال بریدونه شوي دي، له هغه وړاندې د ډبرو د سکرو پر ګاډو برید او سوځل شوي وو، دا ډول کړنې به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري اغېزمنه کړي.''
ښاغلی الکوزی وایي ددغه ډول پیښو دوام ممکن افغان سوداګر اړ کړي، چې نور د پاکستان دلاري صادرات او واردات ترسره نه کړي او پر بدیلو لارو فکر وکړي.
ورته اندېښني د ډېورنډ کرښي ها غاړه د بلوچستان د سوداګرۍ خونه هم لري او ددغې خونې مشر عبدالله خان اڅکزی پرته له دې ، چې د کوم چا یا ډلي نوم واخلي وایي، دا دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پر وړاندي دسیسه ده.
نوموړی وايي:
''موږ له افغانستان سره د شاوخوا درې دري نیم میلیارده ډالرو سوداګري لرو، همدا راز هغه وچه مېوه، چې له افغانستانه راځي او بیا له همدې ځای نه نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي او ګټه یې پاکستان ته رسېږي دا ټول به له دغه ډول بریدونو اغېزمن شي.''
ښاغلی اڅکزی وایي، د ایالتي او مرکزي حکومت څخه یې غوښتي، چې د افغان سوداګرو د ترانزیټ مالونو د خوندیتوب تر څنګ دي زیانمنو ته تاوان هم ورکړي.
نوموړي ددې پوښتني ځواب کې، چې ایا له پاکستانه د افغان سوداګرو ترانزیټي توکي بیمه لري، وویل عموماً د کرښي د دواړو خواو سوداګر له بیمي پرته سوداګري کوي.
تر دې وړاندي په تېره جون میاشت کې د بلوچستان هرنایي سیمه کې ناپېژاندو وسلوال د ډبرو سکرو شپږ ګاډي سوځولي وو.
د طالبانو د حکومت د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال سلاکار عبدالله عزام وروستۍ پېښي ته اشاره کړې او ویلي یې دي، داسې پېښي د منلو نه دي او که پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ د ودي برخه کې ښه نیت لري باید ددغه ډول پېښو مخه ونیسي.
ښاغلي عزام پر ایکس (ټوېټر) ددغه پېښي ویډیو خپره کړې او د خپلو سرچینو په حواله یې لیکلي دا هر څه د لیویز پولیس له پوستې نه په خورا لږ واټن کې ترسره شوي دي.
په کندهار کې د پاکستان کونسل طارق علي بیا له افغان سوداګرو سره د لیدني پر مهال هغوی ته ژمنه ورکړې، چې نه یوازي د وروستۍ پېښي په اړه پلټني پیل شوې، د بیا تکرار د مخنیوي لپاره به یې هم ګامونه واخیستل شي.