تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'په یوه ورځ کې د تورخم له لارې له ۱۳ زرو ډېر کډوال ستانه شوي'
یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو د ایستل شویو افغانانو پرمخ د تورخم دروازې له پرانېستل کېدو راهیسې او د دې رپوټ تر چمتو کولو پورې نژدې ۱۳ نیم زره افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.
بلخوا راپورونه وايي، د پاکستان په پنجاب، سېند او بلوچستان ایالتونو کې پاتې افغان کډوال له دوی سره د امنیتي چارواکو له ناوړه چلند شکایت کوي.
د پنجاب ایالت چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې خپل کورونه افغان کډوالو ته په کرایه ور نه کړي، دوکانونه یې وتړي او پولیسو ته د افغان کډوالو په اړه خبر ورکړي او که څوک له دغه خبرداري سرغړونه وکړي پرضد به یې جنايي دوسیه ثبت شي.
په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکېب ویلي چې اوسمهال په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو وضعیت تر بل هر وخت ناوړه دی او په وینا یې حکومت پولیسو ته امر کړی چې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړي.
خو له دې سره سره د تورخم دروازه چې له نژدې درېیو اونیو راهیسې تړل شوې وه، د نومبر پر لومړۍ نېټه د ستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانیستل شوه او د کډوالو په کډو بار سلګونه لارۍ پرې افغانستان ته واوښتې.
پاکستان چارواکو دا نه ده په ډاګه کړې چې د تورخم لاره یې په موقتي ډول پرانېستي که څنګه، خو له کډوالو پرته نورو مساپرو ته اجازه نه ورکول کېږي چې افغانستان ته واوړي.
هغه افغانان چې د درملنې او نورو چارو لپاره پاکستان ته تللي غوښتنه کوي چې دوی ته دې هم له لیکې افغانستان ته د بېرته اوښتو اجازه ورکړل شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د ستنېدونکو کډوالو پرمخ د تورخم دروازې له پرانېستل کېدو سره یې د ډیورنډ کرښې دې غاړې جوړ شوي کمپ کې اسانتیاوې ډېرې کړې دي. چارواکي وايي د اسانتیاوو د څارلو په موخه یو پلاوی له کابله تورخم ته استول شوی دی.
په ورته مهال د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدګۍ کمېسیون وايي، تېره ورځ (شنبه) ۱۴۳۶ کورنۍ چې نژدې اته زرو کسانو ته یې شمېر رسېږي، په کندهار کې د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي. دې کمېسیون تر اوسه پورې پر ېکشنبه د ستنو شویو کسانو شمېر نه دی یاد کړی.
د پاکستان په پنجاب، سېند او بلوچستان ایالت کې د افغان کډوالو د نیولو د لړۍ له چټکېدو او افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو پرمخ د تورخم دروازې له پرانېستل کېدو سره هممهال، د طالبانو د حکومت چارواکو له پاکستانه غوښتي چې د کډوالو او سوداګرۍ پر مخ لارې پرانیزي. په دواړو هېوادونو کې سوداګرو هم پرلپسې غوښتنې کړې، چې د لا نور اقتصادي زیان د مخنیوي لپاره دې لارې بېرته پرانېستل شي.
تېره ورځ د طالبانو حکومت چارواکو ویلي و، پاکستان د شنبې پر ورځ له افغانستان سره د تورخم لاره په محدود ډول پرانیستله چې دغلته پر ډیورنډ کرښه زرګونه بند پاتې افغان کډوال خپلو کورونو ته ستانه شي.
بي بي سي ته یوه ځايي چارواکو ویلي چې لوی شمېر هغه کورنۍ پر تورخم اوښتي چې په لنډي کوتل او نورو سیمو کې د تېرو څو ورځو راهیسې بند پاتې وو. تېرو څو ورځو کې سلګونه کورنیو پر لاره د اوږده انتظار له امله سر ټکاوه چې ګواکې له کورونو وتلو ته اړ شول او خپل ټاټوبي ته د ستنېدو لارې یې تړل شوي.
په تېرو څلورو ورځو کې هلته د یوې افغانې مېرمنې او درېیو ماشومانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی و.