طالبان وايي د کوکنارو کښت د مخنيوي لپاره بايد بديل وموندل شي

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، د کوکنارو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې بدیل کښت وموندل شي او نړيوال له افغانستان سره دې برخه کې مرسته وکړي.
د ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې له هغو رپوټونو وروسته کېږي چې وايي افغانستان کې سږ کال د طالبانو په راتګ سره د کوکنارو کر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. خو ښاغلی مجاهد د زیاتوالي خبره ردوي.
کندهار کې بزګر وايي طالبانو تر اوسه د کوکنار کر نه دی منع کړی. خو وايي اصلي ستونزه د کروندګر له مالي پلوه بې وسي ده او د مالي عاید له پلوه د کوکنار کر د خپلو کورونیو لپاره تر ټولو ښه کښت بولي.
څو ورځې وړاندې په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست د بدیل معیشت د څانګې مشر پژواک خبري اژانس ته ویلي وو، چې په تېرو کلونو کې کندهار کې ډېر لږ کوکنار کرل کېدل خو سږ کال دغه کچه د دوی د اټکل له مخې ۷۵ سلنه زیاته شوې ده.
له ځینو نورو سیمو په رپوټونو کې ویل شوي چې سږکال د پخوا پر تله ډېر کوکنار کرل شوي لکه د ننګرهار ځینې لرې پرتې ولسوالۍ.
خو د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد د کوکنارو د کر د زیاتوالي خبره رد کړه.
نوموړي بي بي سي ته وویل چې د کوکنارو د کرکیلې د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې بدیل کښت برابر شي او نړۍ هم دې لړ کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د نېک محمد په نامه کروندګر د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې طالبانو هم د تېرو کلونو په اوږدو کې د تریاکو له کروندو عاید تر لاسه کاوه او د کوکنار د کر له امله دي وايي افغانستان کې لوی شمېر ځوانان په نشه روږدې شوي دي.
افغانستان په نړۍ کې تر ټولو ډېر تریاک تولیدوي د یوه اټکل له مخې افغانستان کې د نړۍ اتیا سلنه تریاک تولیدېږي. ویل کېږي چې د طالبانو لومړي واکمنۍ پرمهال افغانستان کې د کوکنار کر صفر ته راټیټ شوی وو.
که څه هم ځینو طالب چارواکو ویلي، لکه د تېر په څېر به افغانستان کې د کوکنارو کر له منځه وړي خو دا ځل د طالبانو حکومت تر اوسه د کوکنار د کر د مخنیوي او د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو پر وړاندې ظاهرا جدي اقدام نه دی کړی. خو پر هیروینو د اخته کسانو د درملنې او مخنیوي پراخ کمپاین پیل شوی دی.
د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي وویل چې په تېرو څو اونیو کې دوه زره او ۷۱۸ پر نشه روږدي کسان د کابل له بېلابېلو سیمو راټول کړل شوي او روغتونونو ته وړل شوي دي.
نوموړي وویل چې له دې ډلې د ځینو درملنه بشپړه شوې او ځینې لا هم تر درملنې لاندې دي.










