سروې: تېر کال افغانستان کې د کوکنارو کرکیله ۳۷ سلنه ډېره شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د یوې تازه سروې پر اساس په افغانستان کې په تېر لمریز کال کې په ۲۲۴ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي. د دې څېړنې له مخې تر ډېره په سویلي ولایتونو کې ډېر کوکنار کرل کېږي چې هلمند ولایت یې په سر کې ځای لري.
دغه موندنې د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي ادارې او د ملګرو ملتونو له نشه يي توګو او جرمونو سره د مبارزې دفتر یا يو اېن او ډي سي (UNODC) په یوه څېړنه کې خپرې کړې دي.
د دې سروې د موندنو له مخې افغانستان کې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کوکنارو تولید ۶ زره او ۳۰۰ ټنه ته رسېدلی دی.
د احصایې او مالوماتو ملي ادارې مشر احمد جاوید رسولي وايي، د په لاس راغلو شمېرو له مخې په افغانستان کې د کوکنارو په تولید کې د ۱۳۹۸ کال پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی. نوموړی وایي:
"د دغه سروې پر اساس په ۱۳۹۹ کال کې په شاوخوا ۲۲۴ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي. دا اټکل د ۱۳۹۸ کال پرته ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي. دغه راز د یادې سروې د پایلو له مخې د کوکنارو تولید ۶۳۰۰ ټنه اټکل شوی دی".
د دغه رپوټ له مخې په ۲۲ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي او په سر کې د افغانستان په جنوب کې هلمند ولایت راځي چې پر ۱۱۵زره هکتاره ځمکه یې کوکنار کرل شوي.
په ټوله کې جنوب لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه چې هلمند، بادغيس، کندهار، ارزګان، فراه او نیمروز په کې راځي، د افغانستان د هغو سیمو ۸۳ سلنه تشکیلوي چې کوکنار ورباندې کرل کېږي.
رپوټ ته د افغان حکومت غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
د کورنیو چارو وزارت چې له نشه يي توکو سره د مبارزې یوه له مسؤلو ادارو ده وايي، د کوکنارو د کرکیلې او تولید د مخنیوي برخه کې لاسته راوړنې هم لري.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین بي بي سي ته وویل، دوی دا سروې ارزوي او له خپلو مالوماتو سره تر پرتلنې وروسته به پایلې خپرې کړي. نوموړي زیاته کړه:
"موږ په تېره یوه کال کې د نشه يي توکو د کښت د مخنیوي په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلې. یو شمېر قاچاقیان چې په دې برخه کې فعال وو، نیول شوي. دغه رپوټ چې خپور شوی ارزوو او ګورو چې څومره په حقیقتونو ولاړ دی، نو د همدې رپوټ موندنې به له خپلو ارزونو سره پرتله کړو او بیا به یې پایلې اعلان کړو".
په دغه سروې کې دغه راز راغلي دي چې په ختیځو ولایتونو او جوزجان، بلخ او دایکنډي کې د تېر کال پرتله د کوکنارو کښت کم شوی دی. د احصایې او مالوماتو ملي اداره په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا سروې یې له نوې ټکنالوژۍ او وروستیو احصاییوي موډلونو څخه په ګټې اخیستنې ترسره کړې چې پایلې يې کره دي.
له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر د څېړنې برخې غړې انجلا مي وايي، په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا وېروس له ننګونو سره یې دا هر اړخیزه څېړنه کړې، چې د دې په وینا پر حقیقتونو ولاړه ده او نړیوالې تولنې ته یې وړاندې کوي.










