ژمی او د کابل ککړه هوا - کیسه یې په تصویرونه کې لیدلی شئ

د عکس سرچینه، EPA
د کابل ښار هوا په وروستیو اوونیو کې په شدیده توګه ککړه شوې او د پلازمېنې ډېر اوسېدونکي یې اندیښمن کړي دي.
د ژمي له پیل سره د سونتوکو لکه د ډبرو سکرو، لرګیو او تېلو سوځول زیات شوي او د کارپوهانو په وینا، د نورو لاملونو تر څنګ دا هم د هوا د ککړتیا په ډېرېدو کې بنسټیز رول لري.
همداراز، د کابل په دوړو او خټو ډکو کوڅو او سړکونو کې د موټرو تګ راتګ د دې لامل شوی چې دوړې او خاورې هوا ته خپرې شي.
په وروستیو میاشتو کې د بارانونو کمښت هم د دې سبب شوی چې د هوا ککړونکي مواد د ښار په فضا کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

د عکس سرچینه، EPA
که څه هم په افغانستان کې د هوا د ککړتیا له امله د مړینو کره شمېرې نهشته، خو ډاکتران وايي، په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د تنفسي ناروغیو پېښې زیاتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د شمېرو له مخې، تېر کال په افغانستان کې له پنځو کلونو د کمعمره ماشومانو له ۴۰ سلنې زیاتې مړینې د تنفسي ناروغیو سره تړلې وې چې د هوا له ککړتیا سره اړیکه لري.

د عکس سرچینه، EPA
په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د هوا ککړتیا عموماً نوره هم ډېرېږي.
ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو کورونو د تودولو لپاره د ټایرونو، پلاستیک او یا هم له ټیټکیفیت سکرو کار اخلي.
له دې سره سره، په وسایطو کې د غیرمعیاري سونتوکو کارول هم ستونزه لا پسې زیاته کړې ده.

د عکس سرچینه، EPA
که څه هم د کابل د هوا د ککړتیا کره کچه معلومه نهده، خو راپورونه ښيي چې دا ښار په وروستیو کلونو کې د نړۍ د تر ټولو ککړو پلازمېنو په نوملړ کې شامل شوی دی.

د عکس سرچینه، EPA
د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په وروستیو کلونو کې یې یو شمېر اقدامات کړي چې پکې د سړکونو اسفالټ کول، د شنو کمربندونو جوړول، له ښاري سیمو د فابریکو لېږد او د ټیټ کیفیت سونتوکو د کارونې د کمولو هڅې شاملې دي.
خو ځینې څارونکي باور لري چې دا اقدامات د هوا د ککړتیا د مهار لپاره بسنه نهکوي او دا ستونزه هر کال د ژمي په رارسېدو بیا تکرارېږي.

د عکس سرچینه، EPA
د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي اقلیمي بدلونونه، اوږدمهاله وچکالي او د ښاري نفوس زیاتوالی هم په هېواد کې د هوا د ککړتیا د ډېرېدو له مهمو لاملونو بولي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، EPA











