افغانستان کې له ککړې هوا سره تړلې مرګونې ناروغۍ: حل څه کېدای شي؟

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نفوس ګڼوالي ته په کتو، د کابل هوا له کلونو راهیسې ډېره ککړه وي.
    • Author, عبدالله الهام او راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي

په افغانستان کې یو شمېر ډاکتران وايي، په وروستیو کې په هېواد او په ځانګړې توګه په کابل کې د هوا له ککړتیا سره تړلې ناروغۍ ډېرې شوې دي. خو د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، پلازمېنه کابل کې د هوا ککړتیا کچه تر اندېښمنوونکې کچې خطرناکه نه ده.

په افغانستان کې معمولا د ژمي له راتګ سره د بې کیفیته سون توکو کارېدل د هوا د ککړتیا لوی لامل ګڼل کېږي.

روغتيايي اغېزې

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مني چې د هوا له ککړتیا سره د تړلو ناروغیو اړوند دقیق شمېر او معلومات نه لري. خو هغه ډاکتران چې بي بي سي ورسره خبرې کړې وايي، د هوا له ککړتیا سره تړلې ناروغۍ ډېرې شوې دي.

په کابل کې په اتاترک ماشومانو روغتون کې د زدکړو او روزنې آمر او د ماشومانو او داخله ناروغیو متخصص ډاکتر انوارالحق یوسفزی وايي، دا ډول ناروغۍ ډېری تنفسي او د زړه دي.

د هغه په وینا، "هغه ناروغۍ چې د هوا د ککړوالي له امله منځ ته راځي، اکثرآ د تنفسي سیستم او التهابي ناروغۍ دي، چې له قلبي ناروغیو سره هم تړاو لري او له دې کبله د قلبي ناروغیو پېښې هم ډېرېږي."

نوموړی دا هم وايي، چې "د تېرو کلونو پرتله دا ناروغۍ نسبتآ زیاتې شوې دي."

ښاغلی یوسفزی په ځانګړې توګه ښارونو او پلازمېنه کې "د بې‌کېفیته تېلو او سون توکو مصرف" د هوا د ککړتیا او د ناروغیو د ډېرېدو ستر لامل بولي.

ککړتیا

د عکس سرچینه، @UNICEFAfg

د عکس تشریح، ډاکتران وايي د هوا له ککړتیا سره تړلې ناروغۍ تر نورو ډېر ماشومان زیانمنوي.

په کابل کې بل ډاکتر، د داخله او ماشومانو ناروغیو متخصص اجمل احمدي، وايي، په کابل ښار کې تنفسي ناروغان ډېر شوي.

د هغه په وینا په دې کې د سکاروي (سینه‌بغل)، مزمن برانشیت، نفس تنګي، د ستوني ناروغۍ، ځان درد، تبه او نورې بېلابېلې ناروغۍ شاملې دي.

ښاغلي احمدي وايي، "تعداد د خلکو بیخي ډېر دی. په کابل کې میلیونونه نفوس ژوند کوي. دا کورونو کې چې زغال [سکاره] سوزوي، یو هم د تصفیې ماشینونه نه لري... دا ټول د هوا د ککړتیا لامل ګرځي."

ډاکتران وايي، ماشومان، مېندوارې مېرمنې او د لوړ عمر لرونکي وګړي د هوا له ککړتیا سره تړلې ناروغۍ تر نورو ډېر زیانمنوي او د ځینو حالت یې داسې وي چې د بستري کېدو وي.

د روان کال دوبي کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یونیسف ویلي وو چې، په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو له امله له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو له ۴۰ سلنې زیاتې مړینې د هوا له ککړتیا سره تړلې دي.

د طالبانو حکومت د هوا د ککړتیا مخنیوي لپاره څه کوي؟

Kabul

د عکس سرچینه، Baryalai

د عکس تشریح، افغانستان کې په ژمي کې د هوا ککړتیا ډېرېږي.

افغانستان کې په ژمي کې د هوا د ککړتیا له امله پېښېدونکو ناروغیو کچه که څه هم له څو کلونو راهیسې لوړه پاتې شوې، خو د طالبانو په حکومت کې د چاپېریال ساتنې اداره وايي، سږ کال د تېرو کلونو پرتله د هوا د ککړتیا کچه ډېره لوړه نه ده.

د چاپېریال ساتنې ادارې د څارنې او پلټنې مشر احمد فیصل بریالي بي بي سي ته وویل، د ژمي تر راتګ وړاندې يې د ډېر دود توليدوونکي منابع لکه کارخونې، حمامونه او موټر کنټرول کړي او په ورځني ډول پرې څار کوي.

نوموړی وايي یوازې هغه سون توکي دي چې د کورونو او اپارتمانونو د تودولو لپاره وي.

ښاغلی بریالی زیاتوي، "یو هغه اپارتمانونه دي چې مرکز ګرمي لري. بل هغه واړه کورونه دي چې شخصي یا انفرادي بخارۍ لګوي. د هغوی کنټرول په دې طریقه دی چې بلندمنزلو لپاره زموږ کاري ګروپونه په ساحه کې شته. د ورځې یو شفټ دی او د شپې بېل شفټ ګرځي. هغه بلندمنزل چې مرکز ګرمۍ لري او فلټر ورسره نه لري، د هغوی کنټرول کوي."

نوموړی وايي "تېرکال او سږکال، زه دا اطمنان او ډاډ درکولی شم، چې [د هوا ککړتیا] په کنټرول کې ده او لا تر اوسه پورې ډېره خطرناکه نه ده."

د کابل د هوا په اړه د چاپېریال ساتنې ادارې راټول شوي معلومات ښيي چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۳ کلونو کې د ۲۰۲۰ کال پرتله په هوا کې د معلقو ذرو کچه، چې د هوا ککړتیا ترې معلومېږي کمه ده.

د بېلګې په توګه د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر (تله/میزان) کې په هوا کې د معلقو ذرو کچه د ۱۹۳ او ۲۳۳ تر منځ ده په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ کال په همدې میاشت کې دا کچه د ۸۶ او ۱۶۲ تر منځ او د روان کال تله/اکتوبر کې د ۷۰ او ۲۱۸ تر منځ وه.

Kabul

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، احمد فیصل بریالی، د چاپېریال ساتنې ادارې د څارنې او پلټنې مشر.

ښاغلی بریالی زیاتوي، هغه وسایل چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د هوا ککړتیا معلومولو لپاره لګېدلي وو، اوس له کاره لوېدلي او یوازې په مرکزي اداره کې يې یوه دستګاه فعاله ده.

"پخوا زموږ څو قسمه دستګاوې وې، د کابل بېلابېلو ساحو او نقطو کې وې. متاسفانه چې هغه ټولې خرابې شوې او له کاره لوېدلې دي. فعلآ لپاره موږ یوه دستګاه د محیط زیست ادارې په احاطه کې لرو، له هغې څخه وخت په وخت، ورځ په ورځ ارقام اخلو او خپل ډېټابېس ته یې رسوو."

نوموړی زیاتوي، د دې په تکل کې دي پلازمېنه او نورو ښارونو کې پخوانۍ دستګاوې بېرته فعالې کړي او نوې او پرمختللې دستګاوې هم ولګوي.

په افغانستان کې د ډبرو سکرو کارول او د سون لپاره د زړو ټایرونو، پلاستيکونو او سوزېدلو موبلایلو او یا هم کثافاتو په څېر بې کېفته توکو کارول او د لوګي کوونکو موټرو ګرځېدل د هوا د ککړتیا ستر لاملونه بلل کېږي. د کارخانو دود يې هم د چټلۍ بل عمده لامل بلل کېږي.

په کلیوالو سیمو کې که څه هم د ښارونو پرتله د موټرو او کارځایونو شمېر کم دی او هوا يې تر ښارونو پاکه ده، خو هلته بیا په کورونو کې دننه د زیان اړوونکو سون توکو کارېدل په تېره بیا ښځې او ماشومان اغېزمنوي.

د نورو هېوادونو د هوا اغېز

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د چاپېریال ساتنې او اقليمي بدلون څېړونکي نجیب الله سديد تازه پر ټولنیزو شبکو لیکلي چې په افغانستان کې دننه د هوا ککړتیا پر سرچینو سربېره، د سټلایټ تصویرونه ښيي چې د بنګله‌دېش، پاکستان او هند له لوري د ککړې هوا څپې هم د افغانستان د هوا ککړتیا کې رول لري.

ښاغلي سديد لیکلي: "ان ننګرهار کې چې د کابل شرایط په کې نشته، ځينې ورځې تر کابل هوا بدترېږي. لامل دا دی چې زموږ د هېواد د ختیځ هوا هم ککړېږي او په پاکستان، هند او بنګله دېش کې د کرنیزو پاتې شونو د سوزېدو له امله ککړه هوا دې خوا ته راځي".

هغه زیاته کړې، حتی که وکولی شو چې کابل ته د پاکې انرژۍ سرچينې پیدا کړو نو بیا هم د هند له نیمه وچې د هوا ککړتیا د هېواد په ختیځ او کابل اغېز کوي.

تحلیلګران څه وايي؟

Kabul

د عکس سرچینه، Ab. A

د عکس تشریح، عبدالهادي اڅکزی - د چاپېریال ساتنې فعال

د چاپېریال ساتنې کارپوه او فعال عبدالهادي اڅکزی چې د اقليمي بدلون په اړه یې د ملګرو ملتونو په کنفرانسونو کې هم بیا بیا ګډون کړی وايي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې د هوا د ککړتیا له کبله ډېر اغېزمن شوي.

نوموړی وايي د هوا ککړتیا دوه ډوله وي، متحرکه او غیرمتحرکه، او دا چې د افغانستان ډېر مرکزي ښارونه غرني دي، نو هوا یې هم تر ډېره غیر متحرکه ده.

دا په دې معنی ده چې ککړتیا تر ډېره هوا کې پاتې کېږي او بل خوا نه لېږدي.

ښاغلی اڅکزی وايي، په ښارونو کې ګڼې لوړپوړې ودانۍ او بلند منزلونه هم بې پلانه/غېر منظم دي او په داسې سیمو کې جوړ شوي چې د هوا تحرک یې درولی دی.

په ژمي او سړه هوا کې د ګڼو سړو ولایتونو اوسېدونکي بې‌کیفیته سون توکي سوځوي، خو بلند منزلونه، فابریکې، د خښتو بټۍ، حمامونه، نانوایانې او نور ډېر لوګي تولېدوي.

حل لارې څه کېدای شي؟

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د چاپېریال ساتنې کارپوه عبدالهادي اڅکزی وايي د هوا ککړتیا ستونزې ته د رسېدو لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله ګامونو ته اړتیا ده.

د نوموړي په وینا په لنډ مهال کې باید د هوا ککړتیا په جدي ډول کنټرول شي او په دې لړ کې بلندمنزوله، فابرېکې، حمامونه، نانوایان او نور معیاري فلترونو ولګوي. ښاغلی اڅکزی وايي، اوسمهال ګڼ لګول شوي فلترونه معیاري نه دي او لوګي سم نه تصفیه کوي.

دی همدا راز خلکو د ککړې د هوا د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي په ورکړه ټینګار کوي او وايي، خلک باید وپوهول شي چې د ارزانه او بې کیفیته سون توکو سوزول د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي او دا چې دوی په ارزانه د اخیستو سون توکو پیسې بېرته پر درملنه لګوي.

ښاغلي اڅکزي وايي، د اوږدمهاله حل لارې په توګه غټو ښارونو او په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې داسې مختلفې ټېکنالوژۍ لګول کېدای شي، چې دغه ککړه هوا جذبوي.