افغانستان کې مرګوني سېلابونه؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شو

افغانستان کې د سېلاب له کبله زیانمن شوی کلی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په دا وروستیو کې سېلابونو او زلزلو له کبله په افغانستان کې د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي چمتووالي ادارې اعلان کړی چې د تېرو درېیو ورځو په ترڅ کې د واورې او باران د ورېدو او ورپسې د سېلابونو له امله ۱۶ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد نن جمعه (د جدي/مرغومي ۱۲مه) بي‌بي‌سي ته ویلي چې دغه مرګ‌ژوبله د کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه ولایتونو کې ثبت شوې ده.

د ښاغلي حماد په وینا، د سېلابونو له کبله ۲۷۴ استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او یو زر او ۵۵۸ نور کورونه په جزوي ډول زیانمن شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې یو شمېر جوماتونو، دوکانونو، لویو لارو او پلچکونو ته هم زیان اوښتی دی.

دغه راز ویل شوي چې نژدې ۱۴ زره جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وایي چې د دې بارانونو او سېلابونو له کبله په ټولیزه توګه یو زر او ۸۵۰ کورنۍ زیانمنې شوې او له ۲۰۰ څخه زیاتې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د سېلابونو له کبله د تلفاتو د لوړوالي لاملونه څه دي؟

د یادې ادارې په وینا، فراه ولایت د افغانستان په لوېدیځ کې تر ټولو ډېر مالي زیان لیدلی دی.

د یادې ادارې مسوولینو زیاته کړې، د دوی ولایتي ټیمونه د زیانمنو سیمو د ارزونې لپاره رسېدلي او بېړنۍ مرستې یې اړمنو کسانو ته برابرې کړې دي.

طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول پرلپسې‌ سېلابونو او زلزلې، په وروستیو کلونو کې افغانان سخت اغېزمن کړي او د پراخو ځاني او مالي زیانونو لامل شوي دي.

له درې ورځې تړل کېدو وروسته د سالنګونو لارې پرانیستل کېدل

سالنګ لویه لار د درنو واورو ورښت له کبله درې ورځې مخکې تړل شوې وه.

د عکس سرچینه، MOPW

د عکس تشریح، سالنګ لویه لار د درنو واورو ورښت له کبله درې ورځې مخکې تړل شوې وه.

بل لور په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت مسوولین وايي، د سالنګ مهمه لویه لاره چې د درنو واورو له امله له تېرو درېیو ورځو راهیسې تړل شوې وه، پر پنجشنبه د مسافرو وړونکو وسایطو پر مخ بېرته پرانیستل شوې ده.

که څه هم دغه وزارت ویلي چې د درنو بار وړونکو موټرو ته لا هم پر دې لارې د تګ راتګ اجازه نه ده ورکړل شوې، خو د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست کارکوونکي هڅه کوي چې «د تریلري باروړونکو موټرو د تګ راتګ زمینه هم برابره کړي.»

د ټولګټو وزارت پر اېکس یوه پیغام کې لیکلي چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې ټولې مهمې نښلونکې لارې، لکه بامیان، غور، غزني، بلخ، فاریاب، لوګر، نورستان او بدخشان کې هغه لارې هم چې د وروستیو واورو له امله تړل شوې وې، اوس بېرته پرانیستل شوې دي.