د افغانستان وژونکې ککړه هوا: د طالبانو حکومت یې د کنټرول لپاره څه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
نړیوال بانک وايي، د هوا ککړتیا په نړیواله کچه په کال کې شاوخوا ۵.۷ مېلیونه انسانان وژني چې د دغو مړینو شاوخوا دوه مېلیونه يې په سوېلي اسیا سیمه کې دي.
په افغانستان کې که څه هم له ککړې هوا د مړینو دقیق شمېر نه دی معلوم، خو یو شمېر ډاکټران وايي، په وروستیو کلونو کې په هېواد او په ځانګړې توګه په کابل کې د هوا له ککړتیا سره تړلې ناروغۍ ډېرې شوې.
افغانستان او د هوا له ککړتیا سره تړلې ناروغۍ
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مني چې د هوا له ککړتیا سره د تړلو ناروغیو اړوند دقیقې شمېرې او معلومات نه لري، خو هغه ډاکټران چې بيبيسي خبرې ورسره کړې وايي، د هوا له ککړتیا سره تړلې ناروغۍ ډېرې شوې دي.
په کابل کې د اتاترک د ماشومانو روغتون کې د زدهکړو او روزنې امر او د ماشومانو او داخله ناروغیو متخصص ډاکټر انوارالحق یوسفزی وايي، "دا ډول ناروغۍ ډېرې تنفسي او د زړه دي."
د ډاکټرانو په خبره، ماشومان، مېندوارې مېرمنې او د لوړ عمر لرونکي وګړي د هوا له ککړتیا سره تړلې ناروغۍ تر نورو ډېر زیانمنوي او د ځینو حالت داسې وي چې د بستري کېدو وي.
تېر کال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یونیسف ویلي و، "په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو له امله له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو له ۴۰ سلنې زیاتې مړینې د هوا له ککړتیا سره تړلې دي."
افغانستان کې په ژمي کې د هوا د ککړتیا له امله پېښېدونکو ناروغیو کچه له څو کلونو راهیسې لوړه پاتې شوې.
پر افغانستان د سیمې د ککړې هوا اغېز

د عکس سرچینه، Getty Images
کارپوهان او چارواکي وايي، د سیمې د هېوادونو د هوا ککړتیا پر افغانستان هم اغېزه لري او د ناروغیو سبب کېږي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د هوا ککړتیا برخې د تنظیم او کنټرول امر انجنیر طوفان جبران وايي، افغانستان تر ډېره له ګاونډیو هېوادونو د ککړې هوا جریان او د نورو هېوادونو له خوا د هوا ککړتیا له ننګونو سره مخامخ کړی.
دی زیاتوي، "افغانستان خپله د اقلیم بدلون او د هوا ککړتیا کې رول نه لري، په اقلیمي بدلون کې ۰.۰۸ سلنه ونډه لري خو ډېری له ګاونډیو او نورو هېوادونو زیانمنېږي او له بده مرغه کورنۍ بودجه دومره نهلرو چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې پانګونه وکړو."
د چاپېریال ساتنې او اقليمي بدلون المان مېشتی څېړونکی نجیب الله سديد هم په دې اند دی چې د بنګله دېش، پاکستان او هند له لورې د ککړې هوا څپې د افغانستان د هوا په ککړتیا کې رول لري.
ښاغلی سدید زیاتوي "ان ننګرهار کې چې د کابل شرایط په کې نهشته ځينې ورځې په کې تر کابل هوا بدترېږي. لامل يې دا دی چې په پاکستان، هند او بنګله دېش کې د کرنیزو پاتې شونو د سوځېدلو له امله ککړه شوې هوا دې خوا ته راځي."
هغه زیاتوي، که کابل ته د پاکې انرژۍ سرچينې هم پیدا کړو، بیا به هم د هند له نیمې وچې د هوا ککړتیا د هېواد په ختیځ او کابل اغېز کوي.
په افغانستان کې د هوا ککړتیا اړوند اندېښنې په وروستیو کلونو کې، په تېره بیا، د ژمي په راتګ ډېرېږي او په ځانګړي ډول یې د روغتيايي اغېزو په اړه خبرداری ورکول کېږي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره: د هوا ککړتیا د عواملو د کنټرول هڅه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، په وروستیو کلونو کې د سړکونو پخېدل او زرغونو کمربندونو جوړېدل او دغه راز له ښارونو د فابریکو ایستل کېدل او د بې کیفیته سون توکو د مخنيوي هلې ځلې هم د هوا د ککړتیا د کچې ټیټېدو لامل شوي.
اوس د اقلیمي بدلون اغېزې، د نفوس ډېرېدل او وچکالۍ هم په افغانستان کې د هوا د لا ککړتیا په لاملونو کې شمېرل کېږي.
د چاپېریال ساتنې ادارې د هوا ککړتیا برخې د تنظیم او کنټرول امر انجنیر طوفان جبران وايي، که څه هم په ښارونو کې نفوس ډېر شوی او دا په عمومي توګه د هوا ککړتیا ډېروي خو دی ټینګار کوي چې په پلازمېنه کابل ښار کې د نورو کلونو پرتله د هوا ککړتیا لږه شوې.
ښاغلی جبران زیاتوي: "لامل یې دا دی چې په دې اړه ګامونه اخیستل شوي. لکه د زرغونو کمربندونو جوړېدل، ډېری سړکونه پاخه شوي، ډېری ګاډي هڅول شوي چې له پترولو او ډیزلو ګازو ته بدل شي، فابریکې ډېری له ښاره ایستل شوې، په هغو لوړو ودانیو کې چې مرکز ګرمۍ لري یا هغه حمامونه او سقاوې چې ډبرو سکاره سیځي د دود د تصفیې فېلترونه پرې حتمي شوي."
په افغانستان کې د اقتصادي کمزورۍ له امله د زړو ټایرونو، پلاستیک یا ډبرو سکرو په څېر بېکيفیته سونتوکي او دغه راز په ښارونو کې د ګاډو بېکیفیته تېل او بیروبار د هوا د ککړتیا له عمده لاملونو ګڼل کېږي.
د هوا دا ډول ککړتيا د ژمي په راتګ سره د بېکیفیته سونتوکو د کارېدو له ډېروالي سره لا خرابېږي.
په کلیوالو سیمو کې که څه هم د ښارونو پرتله د موټرو او فابریکو شمېر کم دی او هوا يې تر ښارونو پاکه ده خو هلته بیا په کورونو کې دننه د زیان اړوونکو سونتوکو کارېدل په تېره بیا ښځې او ماشومان اغېزمنوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هر ژمی په تېره بیا په پلازمېنه کابل او سترو ښارونو کې د هوا ککړتیا کچه ډېرېږي. خو ښاغلی جبران وايي، دغه اداره ورته شپږ میاشتني عملیاتي پلانونه پلي کوي تر څو يې په ژمي کې د لا ډېر ککړېدو مخنيوی وکړي.
د دې تر څنګ دا اداره وايي، د اوږدمهالي پلان له مخې د هوا ککړتیا د مخنيوي پلان په کندهار، ننګرهار، هرات، کندز او بلخ ولایتونو کې هم پلی کوي.
دغه اداره زیاتوي اوس په کابل کې ثابتې او ګڼې ګرځندې دستګاوې لري چې د هوا ککړتیا پرې مالوموي. د دې ادارې چارواکي وايي، په ولایتونو کې چې له دې وړاندې د هوا ککړتیا د کتلو دستګاوې له کاره لوېدلې وې اوس ګرځندې دستګاوې فعالوي.
د چاپيریال ساتنې ادارې چارواکي وايي، د اقلیمي بدلون اغېزې او اوږدې وچکالۍ او دغه راز په ښارونو کې د نفوس ډېروالي دغه ستونزې لا ډېرې کړې.
ښاغلی جبران وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل کېدل د دې لامل شوي چې هغو پیسو او مرستو ته لاسرسی ونه لري چې د اقلیمي بدلون اغېزو کمولو په برخه کې يې افغانستان تر لاسه کولی شي.
د هغه په ټکو "په تېرو څلورو کلونو کې د چاپېریال ساتنې ادارې غوښتنه هم دا وه چې د چاپېریال ساتنې برخه باید سیاسي نهشي او د چاپيریال ساتنې بودجې او په افغانستان کې پلې کېدونکې پروژې باید نړیواله ټولنه قبولې کړې او پیسې يې ورکړي تر څو پلې شي او د هوا ککړتیا کچه ورسره ټيټه شي."
چارواکي او کارپوهان ټینګار کوي چې د ککړې هوا د مخنيوي لپاره په کار ده چې د سکرو او ټیتکیفیت تېلو پرځای پاکه انرژي، لمر او باد وکارول شي.
دغه راز د کابل ښار ګردچاپېره هر کال د نیالګیو په کېنولو ټینګار کېږي.
د چاپيریال ساتنې ادارې چارواکي وايي، د اقلیمي بدلون اغېزې او اوږدې وچکالۍ او دغه راز په ښارونو کې د نفوس ډېروالي دغه ستونزې لا ډېرې کړې.
سویلي اسیا د تر ټولو ډېرې ککړې هوا کور

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیوال بانک وايي، د نړۍ ډېر وګړي داسې هوا تنفس کوي چې خوندي نه ده او دا حالت يې یو خاموش مرګونی ناورین بللی چې د انسانانو عمر لنډوي، روغتیا یې اغېزمنوي او اقتصاد يې کمزوری کموي.
د هوا د ککړتیا ډېره اندېښمنوونکې کچه په سویلي اسیا کې ده چې د نړیوال بانک په وینا د نړۍ د تر ټولو ډېرې ککړې هوا لرونکو لسو ښارونو نهه یې په همدغه سیمه کې دي.
د نړیوال بانک د شمېرو له مخې هر کال ۵.۷ مېلیونه وګړي له همدې امله مري چې ډېره برخه یې په بېوزلو هېوادونو کې دي.
د نړیوال بانک د شمېرو له مخې پهدې سیمه کې چې افغانستان هم په کې راځي هر کال دوه مېلیونه له وخت وړاندې مړینې له ککړې هوا سره تړلې.











