د پاکې هوا نړیواله ورځ؛ 'روغتیا ته له ټولو ستر ګواښ ککړه هوا ده'

د عکس سرچینه، Getty Images
د هوا ککړتیا اقليمي بدلون چټکوي او د اقتصادي زیانونو او د ښېرازۍ د له منځه تګ لامل کېږي.
ملګري ملتونه هر کال د سپټمبر اوومه د پاکې هوا او شنه اسمان د نړیوالې ورځې په توګه نمانځي چې خلک، دولتونه او شرکتونه دغې مهمې موضوع ته متوجه شي او پانګونه پرې وکړي.
ملګري ملتونه وايي، مدني ټولنه او خلک کولی شي د هوا له ککړتیا سره مبارزه وکړي او د سالمې هوا د لرلو په لور بدلون کې اغېزناک رول ولري.
د سپټمبر په اوومه ملګري ملتونه له هېوادونو، بنسټونو او خلکو غواړي چې پوه شي د روغ اقلیم او هوا او اوبو لرلو په لور بدلون په ډلهييزو او بې پولې هلو ځلو پورې تړلی دی.
ملګري ملتونه وايي ګډه پانګونه او د ګډو سرچینو کارول او ټولیزه هڅه کولی شي پاکې هوا او پاکو اوبو ته د انسانانو په لاسرسي او ساتنه کې مرسته وکړي.
په دې ورځ چې ملګري ملتونه يې شنه آسمان ته د پاکې هوا نړیواله ورځ بولي، د انسانانو پر روغتیا د هوا د ککړتیا پر ناوړو اغېزونو ډېر تمرکز کېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ډېرې وړې او په سترګو نه لیدل کېدونکې ذرې رګونو او د انسان د وینې جریان ته ننوځي.
دا د مغزي سکتې، مزمنو تنفسي ناروغیو او د وینې د سرطان له دریو د یوې او د زړه درېدو د پېښو له څلورو د یوې برخې لامل ګڼل کېږي.
کارپوهان وايي، په تېره بیا مخ پر وده هېوادونو کې د هوا ککړتیا په نامتناسب ډول پر ښځو، ماشومانو او لوړ عمر لرونکو وګړو اغېز کوي او د لږ عاید لرونکې ټولنې بیا تر نورو ډېرې د هوا له ککړتیا سره له تړلو ناروغیو او ستونزو کړېږي.
د چاپېریال ساتنې کارپوه کاظم همایون وايي، د افغانستان ښارونه د نفوس د چټکې ودې، بیروبار او د ډبرو سکرو او پلاستیک په څېر له بې کیفیته سون توکو او د کانونو د ناسم استخراج او د چاپېریال د وچوالي له امله له سترو ننګونو سره مخ دي.
د نوموړي په وینا "د اوبو له ککړتیا نیولې د خاورې او غږیزې ککړتیا تر اقليمي اندېښنو، دا ټولې ککړتیاوې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي چې د زړه او سږو ناروغۍ، بېلابېل ډوله نس ناستي، روحي او رواني ستونزې، د اولاد ضایع کېدل، جلدي ستونزې او د سرطانونو بېلې بڼې يې د یادولو وړ دي".

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیواله ټولنه مني چې د هوا د کیفیت ښه کېدل اقلیم ښه کولی شي.
همدغه مهم ټکي ته د پام ګرځولو په خاطر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د سپټمبر اوومه شنه آسمان ته د پاکې هوا ورځ نومولې.
د پاېيدونکي پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو د کنفرانس په وروستي سند کې راغلي چې هېوادونه د پاېدونکي پرمختګ د سیاستونو دودېدو ته ژمن دي چې په ښارونو او نورو انساني مېشت ځایونو کې د سالمې هوا د کیفیت ښه کېدو ملاتړ یې يوه برخه ده.
د ۲۰۳۰ کال د پاېدونکي پرمختګ د موخو تر لاسه کېدو کې هم د هوا د ککړتیا کموالی مهم ټکی بلل شوی.











