'کابل هوا د معیاري حالت درې برابره ډېره ککړه شوې'

د ښار په حمامونو، نانواییو او کورونو کې د غیر معیاري سونتوکو کاروول د هوا د ککړتیا مهم لاملونه ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ښار په حمامونو، نانواییو او کورونو کې د غیر معیاري سونتوکو کاروول د هوا د ککړتیا مهم لاملونه ګڼل کېږي.
    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د ژمي په پیلېدو سره په کابل کې هوا له خپل معیاري حالته درې برابره ډېره ککړه شوې ده. د دغې ادارې په وینا وروستۍ څېړني یې ښيي، چې د کابل په یو شمېر سیمو کې هوا چې معیاري حالت یې ۵۰ درجې ګڼل کېږي، اوس یې د ککړتیا کچه تر ۲۰۰ درجو پورې لوړه شوې ده.

پروسږکال ژمی وروسته له هغه چې د هوا ککړتیا په هکله شکایتونه ډېر شول، ولسمشر د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه یو کمېسیون جوړ کړی چې مشري یې خپله کوله. خو له یو کال تېرېدو وروسته بیا هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ژمې په را رسېدو د هوا ککړتيا ستونزه پر ځای پاتې ده.

نژدې یوه اونۍ کېږي کابل کې هوا سړه شوې ده او ډېرو خلکو د کورونو تودولو لپاره د لرګو او ډبرو سکرو بخارۍ ایښي دي، ځکه په کابل او ولایتونو کې د برېښنا له کمښت سره مخامخ دي او د ګازو بیه هم لوړه ده.

دلته د لمر له لوېدو سره سم له ډېری کورونو لوګي پورته کېږي او د اسمان مخه لوګي ونیسي.

بل لور ته هر ژمی د کابل په یو شمېر لوړی پوړو ودانیو کې د مرکز ګرمیو او د ښار په حمامونو، نانواییو او کورونو کې د ډبرو سکرو، لرګیو او ان پلاستکو، ټایرونو او نورو توکیو سوځول د هوا د ککړتیا مهم لاملونه ګڼل کېږي.

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال عزت الله صدیقي تاییدوي چې د ژمي له پیلېدو سره هوا ډېره ککړه شوې ده او وايي تازه څېړنې یې ښيي، چې دا وروستیو ورځو کې په کابل کې د هوا د ککړتیا درجه له خپل معیاري حالته درې برابره ډېره شوې ده.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي صدیقي وايي، سږ کال یې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره ځیني ګامونه پورته کړي دي. نوموړي وايي، په کابل کې نژدې۶۰۰ داسې لوړې ودانۍ شته، چې په ژمي کې د تودخي لپاره مرکز ګرمي سسټم کاروي او زیاتوي چې یو شمېر هغو اوس د لوګي د مخنیوي لپاره معیاري فلټرونه لګولي دي.

کابل د نړۍ د هغو ښارونو په ډله کې راځي، چې د هوا ککړتیا کچه پکې ډېره لوړه ده. د کارپوهانو په وینا د هواککړتیا د سږیو، پوستکي، د زړه او یو شمېر نورو ناروغیو لامل کېږي.

روغتیا نړیواله اداره د هوا ککړتیا روغتیا او چاپېریال ته ستر ګواښ بولي چې د زړه او مغزي سکتو، د زړه د ناروغیو، مزمنو ناروغیو، د سږو د سرطانونو او نورو تنفسي ناروغيو لامل کېږي.