"د کابل ککړې هوا د خلکو ژوند ته جدي ګواښ پېښ کړی"

د ویډیو تشریح، "د کابل ککړې هوا د خلکو ژوند ته جدي ګواښ پېښ کړی"

د افغانستان د روغتیا وزارت وایي د هوا له ککړتیا سره د تړلو ناروغیو له امله روغتونونو ته د خلکو مراجعه ډېره شوې.

دغه وزارت وايي په تېره یوه اونۍ کې له اتو زو ډېر کسان د کابل روغتونونو ته ورغلي چې ستر لامل يې د هوا د ککړتیا له امله رامنځ ته شوې تنفسي ستونزې دي.

د اړوندو نړیوالو ادارو د شمېرو له مخې اوسمهال د کابل د هوا د ککړتیا درجه په غیرصحي حالت کې ده او ځینې وخت تر ناورين زیږوونکې کچې رسېږي.

د چاپېريال ساتنې کارپوه او د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې پخوانی مرستیال عبدالولي مدقق وايي که دغې ننګونې ته لازم پام ونشي د کابل هوا له دې هم خرابېدی شي.

د روغتیا نړیواله اداره د هوا ککړتیا روغتیا او چاپېریال ته ستر ګواښ بولي چې د زړه او مغزي سکتو، د زړه د ناروغیو، مزمنو ناروغیو، د سږو د سرطانونو او نورو تنفسي ناروغيو لامل کېږي.

د کابل هوا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په کابل کې هر ژمۍ ککړه هوا د خلکو په خوله وي خو چارواکي بیا د عملي ګامونو خبره کوي.

دغه اداره وايي هر کال په ټوله نړۍ کې اووه مېلېونه کسان د هوا له ککړتيا سره تړلې ناروغۍ وژني چې د دغو مرګونو ډېره برخه په سوېل ختیځه آسیا او لوېدیځ پاسیفیک سیمو کې ده.

یاده نړیواله اداره دولتونو ته په خپله سپارښتنه کې وايي چې د صنعتي فعالیتونو، انرژۍ د سرچينو، ترانسپورت، ښاري پلان جوړونې، سون توکو او د ضایعاتو د مدیريت په برخه کې اغېزناکې پاليسۍ جوړې کړي.

دغه سازمان وړاندې ویلي وو، په افغانستان کې ۲۶ سلنه مړینې د هوا ککړتیا له وجې رامنځ ته کېږي.

په کابل کې هر ژمی ککړه هوا د خلکو په خوله وي خو چارواکي بیا د عملي ګامونو خبره کوي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د ککړې هوا د خطر د مخنیوي او د دغې وضعیت د کابو کولو لپاره په وروستیو کې پنځه کلنه طرحه چمتو او وروسته بیا کابیني هم تصویب کړه.

د کابل هوا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د هوا ککړتیا د مخنیوي تر ټولو اساسي حل دا دی چې د ککړتیا ټول اصلي لاملونه باید ختم کړل شي، د سکرو او ټیت کیفیت تیلو پرځای پاکه (رینیوبل) انرژي، لمر او باد وکارېږي.

د دغې طرحې له مخې ۲۵ وزارتونه او دولتي ادارې مکلفې ګرځول شوې چې د چاپیریال ساتنې ادارې سره په ګډه د هوا د ککړتیا مخه ونیسي.

وړاندې، د کابل پر اسمان یاد تور رنګه چتر، د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره اندېښمنه کړې او خبرداری یې ور کړی چې دغه لوخړې به ناوړه پایلې ولري.

که څو دقیقې په دغې هوا کې وګرځئ سترګې به موښئ اوښکې به ترې روانې وي، داسې هوا ده چې ساه هم په اسانۍ نه اخیستل کېږي.

د ژمي په سړو کې د لرګیو لوړې بیې د برېښنا نشتوالی، د خلکو بې وزلي او د خونو د تودولو لپاره د نورو ټیټ بیه سون توکو کمښت د ډبرو د سکرو لګښت ډېر کړی، چې تر ډېره د هوا د ککړیدو لامل کېږي.

کوم شیان هوا ککړوي؟

د چاپیریال ساتنې لپاره د سیاسي ارادې نه شتون ،جغرافیايي موقعیت، په کابل ښارکې د چاپیریال په برخه کې د هوا ککړتیا ته کمه پاملرنه، د بریښنا کمښت او د نفوسو ډيروالی د دې لامل شوی چې دا ښار د ککړو ښارونو په لیسټ کې یاد شي.

د کابل ښار غونډۍ او تپې چې باید د ښار د شېن والې او ښکلا موجب ګرزېدلې وی نن په بې پلانه او بې معیاره کورونو پوښول شوې.

هوایی نظریه (Air Visual) بنسټ د تازه څېړنې په اساس کابل د هوا د پاکوالي له امله د نړۍ په کچه ککړ ښار یاد کړی، چې د ککړتیا عوامل یې د نفوسو زیاتوالی او په یوشمېر فابریکو کې د خرابو موادو موجودیت بلل شوی دی.

څیړنې ښیې چې د معلقو ذرو غلظت په څنګ کې شین کوریز ګازونه، لیډ، کاربن مون اکساید، سلفر ډای اکسایډ، نایتروجن ډای اکسایډ، سرب او اوزون د کابل د هوا د ککړېدو لاملونه دي.

بل پلو ته د وګړو ډيروالي ته په کتو د ښار جوړونې نیمګړی پلان، د شنو سيمو نشتوالى، نامناسب ښاري کلتور، نه کاناليزاسيون، ځاى ځاى نامناسب ګاز پلورنځي هم د هوا ککړتیا لامل دي.

د هوا ککړتیا د مخنیوي لارې

د ناروغیو د له منځه وړلو لپاره زموږ د هېواد هر وګړی مکلف دی چې چاپېریال ساتنه کې له هېڅ ډول هڅو نه ځانونه وه نه سپموی.

د هوا ککړتیا د مخنیوي تر ټولو اساسي حل دا دی چې د ککړتیا ټول اصلي لاملونه باید ختم کړل شي، د سکرو او ټیت کیفیت تیلو پرځای پاکه (رینیوبل) انرژي، لمر او باد وکارېږي.

همداسې د لویو پروژود چاپیریال ارزونې پرمهال د هوا کیفیت ته ډیر پام وکړل شي، د بیلګې په توګه، د الوتکو او نوري لویې لارې باید له استوګنځیو ډېرې لرې وي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څیړنې ښیې چې د معلقو ذرو غلظت په څنګ کې شین کوریز ګازونه، لیډ، کاربن مون اکساید، سلفر ډای اکسایډ، نایتروجن ډای اکسایډ، سرب او اوزون د کابل د هوا د ککړېدو لاملونه دي.

د چاپیریال ساتنې څیړونکی انجنیر کبیر په دې باور دی چې د لاندې وړاندیزونو پلي کولو سره د ښار چاپېریال بېرته پخواني خپل حالت ته راوستلی شو، باید پسرلي ته د ښار چاپيره ۱ ميليارد نيالګي کېنول شي.

د دولتې ترانسپورت منظم کولو سره باید په ښار کې د شخصي موټرانو تعداد کم کړی شي او د تېلو په واردولو کې دې کیفیت کنټرول شي.

د ښار شا اوخوا چې کومې د خښتو بټۍ په زاړه تخنیک تولید کوي، مالکین يې باید دې ته مجبور شي چې خپلې بټۍ د نوي تخنیک سره عیارې کړي او د دود د تصفیې لپاره ځانګړي معیارونه مراعات کړي.