په کابل کې د هوا ککړتیا څومره خطرناکه ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبیدالله رحیمي مشواڼی
- دنده, کابل
د نړیوالو معیارونو په نسبت د کابل ښار هوا څو وارې ککړه شوې چې د ښاریانو ژوند یې د خطر سره مخ کړی.
په افغانستان کې تر ننه د هوا ککړتیا خطر ته پام وړ پاملرنه نه ده شوی، بلکې د چاپیریال په اړه خورا ډیر تمرکز د طبیعی منابعو د بې قانونه استخراج امنیتي اړخونو ته شوی.
ځکه خو نوي اټکلونه ښیي چې ککړه هوا هر کال زرگونه کسان وژني او ممکن اوس په افغانستان کې ککړتیا د وسله والو شخړو پرتله ډیر خلک وژني.
د چاپیریال ساتنې ملي اداره (NEPA) خبرداری ورکوي چې په کابل ښار کې د هوا ککړتیا زیانمنوونکي کچې ته رسېدلې.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اټکل له مخې په افغانستان کې ۲۶ سلنه مړینې د هوا ککړتیا له وجې رامنځ ته کیږي.
بل پلو ته، د ګلوبل هوایي پروژې د روغتیا اغیزانسټیټیوټ وروستي راپور اټکل کړی و چې په ۲۰۱۶م کال کې به په افغانستان کې ککړه هوا ۵۱،۶۰۰ وګړي ووژني، چې دا به په نړۍ کې د هوا ککړتیا ترټولو بدترین حالت وي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، په کابل کې د هوا ککړتیا هر کال د ۳۰۰۰ څخه ډیرو خلکو ژوند اخلي.
کوم شیان هوا ککړوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د چاپیریال ساتنې لپاره د سیاسي ارادې نه شتون ،جغرافیايي موقعیت، په کابل ښارکې د چاپیریال په برخه کې د هوا ککړتیا ته کمه پاملرنه، د بریښنا کمښت او د نفوسو ډيروالی د دې لامل شوی چې دا ښار د ککړو ښارونو په لیسټ کې یاد شي.
د کابل ښار غونډۍ او تپې چې باید د ښار د شېن والې او ښکلا موجب ګرزېدلې وی نن په بې پلانه او بې معیاره کورونو پوښول شوې.
هوایی نظریه (Air Visual) بنسټ د تازه څېړنې په اساس کابل د هوا د پاکوالي له امله د نړۍ په کچه ککړ ښار یاد کړی، چې د ککړتیا عوامل یې د نفوسو زیاتوالی او په یوشمېر فابریکو کې د خرابو موادو موجودیت بلل شوی دی.
څیړنې ښیې چې د معلقو ذرو غلظت په څنګ کې شین کوریز ګازونه، لیډ، کاربن مون اکساید، سلفر ډای اکسایډ، نایتروجن ډای اکسایډ، سرب او اوزون د کابل د هوا د ککړېدو لاملونه دي.
چې دا ګازونه ، په موټرو کې د ټیت کیفیت تیلو کارولو ، په ښار کې د سړکونو خرابوالي، د خښتو د بټیو موجودیت، فابریکو، حمامونو او هوټلونو کې د لرګیو او نورو بې کېفیته شیانو سوځول، کورني جنریټرونه، د فاضله موادو سوځول لکه پلاسټیک، سکاره او ربړونو سوځولو سره دا خطرناک ګازونه هوا ته خارجیږي چې بیا ورسره هوا ککړیږي.
بل پلو ته د وګړو ډيروالي ته په کتو د ښار جوړونې نیمګړی پلان، د شنو سيمو نشتوالى، نامناسب ښاري کلتور، نه کاناليزاسيون، ځاى ځاى نامناسب ګاز پلورنځي هم د هوا ککړتیا لامل دي.
د متحد ایالتونو د چاپیریال ساتنې ادارې معیار له مخې، په هر متر مربع کې ۱۵ (ميكرون) ذراتو ته اجازه ده چې انسان ته زیان نه رسوي، خو د راپورونو له مخې اوس په کابل کې دا اندازه ۷۰۰ میکرون ته رسېدلې چې دا په نوره نړۍ کې یو خطرناک بحراني حالت دی.
څیړونکې وایې دا بڅري (ذرات) مستقیما د انسان د روغتیا سره تړلي دي چې دا د جسامت له پلوه خورا کوچني وي چې د ساه اخيستنې په مهال د پوزې او خولې له لارې بدن ته داخليږي په ننوتو د وینې جریان سره یوځای کېږي چې دا د سرطان، ساه لنډۍ، ليکيوميا، پنيموينيا، پيدايښي ناروغۍ، اتزم، زړه ناروغۍ، مخکې له زيږيدا د نوي ماشوم مړينه او ورته نورو مرضونو لامل هم ګرځي.
د هوا ککړتیا د مخنیوي لارې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ناروغیو د له منځه وړلو لپاره زموږ د هېواد هر وګړی مکلف دی چې چاپیریال ساتنه کې له هیڅ ډول هڅو نه ځانونه وه نه سپموی.
د هوا ککړتیا د مخنیوي تر ټولو اساسي حل دا دی چې د ککړتیا ټول اصلي لاملونه باید ختم کړل شي، د سکرو او ټیت کیفیت تیلو پرځای پاکه (رینیوبل) انرژي، لمر او باد وکارېږي.
همداسې د لویو پروژود چاپیریال ارزونې پرمهال د هوا کیفیت ته ډیر پام وکړل شي، د بیلګې په توګه، د الوتکو او نوري لویې لارې باید له استوګنځیو ډېرې لرې وي.
د چاپیریال ساتنې څیړونکی انجنیر کبیر په دې باور دی چې د لاندې وړاندیزونو پلي کولو سره د ښار چاپېریال بېرته پخواني خپل حالت ته راوستلی شو، باید پسرلي ته د ښار چاپيره ۱ ميليارد نيالګي کېنول شي.
د دولتې ترانسپورت منظم کولو سره باید په ښار کې د شخصي موټرانو تعداد کم کړی شي او د تېلو په واردولو کې دې کیفیت کنټرول شي.
د ښار شا اوخوا چې کومې د خښتو بټۍ په زوړ تخنیک تولید کوي، مالکین يې باید دې ته مجبور شي چې خپلې بټۍ د نوي تخنیک سره عیارې کړي او د دود د تصفیې لپاره ځانګړي استندردونه مراعات کړي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
باید په هر کچه عامه پوهاوي ته کار وکړل شي، ښاریانو ته د چاپېریال ساتنې ارزښت او اړتیا او مسوولیتونه وروښودل شي.
په مکتبونو، لېسو او پوهنتونو کې د چاپېریال ساتنې ورځې ولمانځل شي، سېمېنارونه، ورکشاپونه ترتېب شي، د چاپېریال ساتنې رضا کار تربیه شي.
د لیکوال په اړه:
عبیدالله رحیمي مشواڼی د جاپان له میازکي پوهنتون هیدرولوژۍ برخه کې ماسټري لري.د باران د اوبو ذخیره کولو یا کښت او افغانستان کې د هغې د وړتیاو په اړه یې څېړنې کړې دي.دا مهال د پلازمېنې زون د پراختیا اداره کې د باران د اوبو کښت پلانر په توګه کار کوي.








