"کابل کې ۵۰،۰۰۰ فعال جنراتورونو د هوا ککړتیا لا ډېره کړې"

د عکس سرچینه، MoI
د افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره وايي، اوسمهال په کابل کې په شپه او ورځ کې له ۵۰ زرو زيات جنراتورونه فعال دي او دې د هوا ککړتيا ډېره کړې ده.
دغه اداره وايي، تېر کال دا مهال کابل کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ جنراتورونه فعال وو.
په وروستيو مياشتو کې د اورښت نه کېدو د هوا ککړتيا کچه زياته کړې او دې د کابل ښاريان اندېښمن کړي دي.
په دې ورځو کې د کابل ډېری اوسېدونکي د ککړې هوا له امله له پيدا کېدونکو ناروغيو سرټکوي او ډېرې لږې داسې کورنۍ پيدا کېږي چې تنفسي ناروغۍ دې په کې نه وي.
د افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره وايي، په وروستيو مياشتو کې د اورښت نه کېدو او له بې کيفيته سون توکو کار اخيستل د هوا د لا ډېرو ککړتيا لامل ګرځيدلي دي.
ددغې ادارې مرستيال غلام محمد ملکيار وايي، يوازې په کابل ښار کې له ۵۰ زرو زيات جنراتورونه فعال دي او دا پخپله د هوا په ککړتيا کې مهم رول لري.
افغانستان د هوا د ککړتيا د ارزولو اړين وسايل نه لري، چې معلومه شي د هوا ککړتيا څومره زياته شوې، خو ښاغلی ملکيار په وروستيو اوونيو کې دغه ککړتيا د اندېښنې وړ بولي.
د اورښت له نه کېدو پرته، په کابل کې د نفوسو او موټرو ډېروالی، د کثافاتو د لرې کولو لپاره کم امکانات، په فابريکو، نانوايانو او د خښتو په بټيو کې د لوګي لرونکو توکو کارول د هوا د لا ککړېدو مهم لاملونه په ګوته شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters








