د کابل ښار ککړه هوا؛ په ژمي کې د خلکو ستونزې او شکایتونه بیا ډېر شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان پلازمېنې کابل ښاریان له کلونو راهیسې له ساه بندوونکې ککړې هوا سخت شکایت لري. دوی وايي، پوهېږي چې بېلا بېلې تنفسي ناروغۍ د هوا له ککړتیا سره نېغه اړیکه لري.
د کابل ښار هوا په هر ژمي کې د کال د نورو موسمونو پرتله څو چنده خرابه، ککړه او تیاره وي. د هوا ککړتیا له امله په ژمي کې تنفسي ناروغۍ هم ډېرېږي.
د کابل ځینو ښاریانو بي بي سي ته وویل چې د موسم له سړېدو سره د هوا د ککړتیا کچه هم ډېره شوې او له ماښام وروسته آن هوا نه شي تنفس کېدای.
دوی وايي چې که اړین کار ونه لري، د ککړې هوا ګواښونو له امله له کوره بهر نه وځي.
د هوا د ککړتیا مخنیوی د چا مسئولیت دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د چاپېریال ساتنې ادارې د روان کال په پيل کې خبر ورکړی و چې د تازه جوړو شویو تګلارو په عملي کولو به وتوانېږي چې د هوا ککړتیا کچه راټيټه کړي. خو اوس مني چې په پراخو اصلاحاتو سربېره لا هم نه دي توانېدلي چې د کابل هوا د ککړتیا مخه ونیسي.
د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مرستیال عزت الله صدیقي وايي، د پاکې هوا لپاره باید ځینې نورې دولتي ادارې هم لاس په کار شي.
بي بي سي د دغو نورو ادارو له ډلې له دوو سره یې خبرې وکړې. د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وايي چې د چاپېریال ساتنې ادارې سره یې په همغږۍ داسې تګلاره جوړه کړې چې له مخې یې د ټرانسپورټي فعالیتونو له امله چاپېریالي ستونزې حل کېدای شي.
د دغه وزارت ویاند حکمت الله قوانچ بي بي سي ته وویل، د دغې تګلارې د عملي کېدو بهیر څارلو لپاره یې کارکوونکي هم ګمارلي دي.
سره له دې چې دولتي ادارې د هوا ککړتیا د مخنیوي په برخه کې د خپلو فعالیتونو ریپوټونه وړاندې کوي او اغېزمن یې بولي، خو لا هم د کابل ښار په ککړه هوا کې د ښه والي ښکاره نښې نه لیدل کېږي.
حکومت تر اوسه په دې اړه څه کړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
کابل ښار په طبعي ډول پراخې شنې ساحې نه لري. له همدې امله د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي چې کابل ښاروالي د شنو ساحو جوړولو تر څنګ باید خراب سړکونه هم ورغوي. یاده اداره مني چې د کابل هوا له معیاري کچې ډېره ککړه ده.
افغان حکومت د بېلا بېلو ادارو یو ګډ جوړښت رامنځته کړی چې په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي.
د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې ۱۶۶ هغه لوړپوړیزې ودانۍ یې بندې کړې دي چې د دوی سپارښتنې یې نه ديعملي کړې.
کابل کې چې معمولا د هوا له سړېدو سره د ګازو بیې لوړېږي او برېښنا هم کمېږي، خلک دې ته اړ کېږي چې له نا معیاري سون توکو ګټه واخلي.









