د پاکې هوا نړیواله ورځ؛ 'روغتیا ته له ټولو ستر ګواښ ککړه هوا ده'

د هوا ککړتیا اقليمي بدلون چټکوي او د اقتصادي زیانونو او د ښېرازۍ د له منځه تګ لامل کېږي.

ملګري ملتونه هر کال د سپټمبر اوومه د پاکې هوا او شنه اسمان د نړیوالې ورځې په توګه نمانځي چې خلک، دولتونه او شرکتونه دغې مهمې موضوع ته متوجه شي او پانګونه پرې وکړي.

ملګري ملتونه وايي، مدني ټولنه او خلک کولی شي د هوا له ککړتیا سره مبارزه وکړي او د سالمې هوا د لرلو په لور بدلون کې اغېزناک رول ولري.

د سپټمبر په اوومه ملګري ملتونه له هېوادونو، بنسټونو او خلکو غواړي چې پوه شي د روغ اقلیم او هوا او اوبو لرلو په لور بدلون په ډله‌ييزو او بې پولې هلو ځلو پورې تړلی دی.

ملګري ملتونه وايي ګډه پانګونه او د ګډو سرچینو کارول او ټولیزه هڅه کولی شي پاکې هوا او پاکو اوبو ته د انسانانو په لاسرسي او ساتنه کې مرسته وکړي.

په دې ورځ چې ملګري ملتونه يې شنه آسمان ته د پاکې هوا نړیواله ورځ بولي، د انسانانو پر روغتیا د هوا د ککړتیا پر ناوړو اغېزونو ډېر تمرکز کېږي.

ډېرې وړې او په سترګو نه لیدل کېدونکې ذرې رګونو او د انسان د وینې جریان ته ننوځي.

دا د مغزي سکتې، مزمنو تنفسي ناروغیو او د وینې د سرطان له دریو د یوې او د زړه درېدو د پېښو له څلورو د یوې برخې لامل ګڼل کېږي.

کارپوهان وايي، په تېره بیا مخ پر وده هېوادونو کې د هوا ککړتیا په نامتناسب ډول پر ښځو، ماشومانو او لوړ عمر لرونکو وګړو اغېز کوي او د لږ عاید لرونکې ټولنې بیا تر نورو ډېرې د هوا له ککړتیا سره له تړلو ناروغیو او ستونزو کړېږي.

د چاپېریال ساتنې کارپوه کاظم همایون وايي، د افغانستان ښارونه د نفوس د چټکې ودې، بیروبار او د ډبرو سکرو او پلاستیک په څېر له بې کیفیته سون توکو او د کانونو د ناسم استخراج او د چاپېریال د وچوالي له امله له سترو ننګونو سره مخ دي.

د نوموړي‌ په وینا "د اوبو له ککړتیا نیولې د خاورې او غږیزې ککړتیا تر اقليمي اندېښنو، دا ټولې ککړتیاوې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي چې د زړه او سږو ناروغۍ، بېلابېل ډوله نس ناستي، روحي او رواني ستونزې، د اولاد ضایع کېدل، جلدي ستونزې او د سرطانونو بېلې بڼې يې د یادولو وړ دي".

نړیواله ټولنه مني چې د هوا د کیفیت ښه کېدل اقلیم ښه کولی شي.

همدغه مهم ټکي ته د پام ګرځولو په خاطر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د سپټمبر اوومه شنه آسمان ته د پاکې هوا ورځ نومولې.

د پاېيدونکي پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو د کنفرانس په وروستي سند کې راغلي چې هېوادونه د پاېدونکي پرمختګ د سیاستونو دودېدو ته ژمن دي چې په ښارونو او نورو انساني مېشت ځایونو کې د سالمې هوا د کیفیت ښه کېدو ملاتړ یې يوه برخه ده.

د ۲۰۳۰ کال د پاېدونکي پرمختګ د موخو تر لاسه کېدو کې هم د هوا د ککړتیا کموالی مهم ټکی بلل شوی.