BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت وایي په هرات کې یې د تیکواندو یوه روزونکې نیولې ده
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت تایید کړې خدیجه احمدزاده، چې په هرات ښار کې د تیکواندو ښځینه روزونکې ده، نیول شوې او دا مهال محکمې ته معرفي شوې ده. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې "نوموړې نجونو ته په تلخونه کې د تیکواندو روزنه ورکوله، هغه کار چې د طالبانو له نظره غیرقانوني بلل کېږي".
پاکستان کې ولې بهرنۍ پانګونه کمه شوې؟
رسمي شمېرې ښيي چې په پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۴۳ سلنه کمه شوې ده. د پاکستان مرکزي بانک (سټېټ بانک آف پاکستان) لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي، چې د روان مالي کال له جولای میاشتې تر دسمبر پورې د بهرنۍ پانګونې ټول حجم نږدې ۸۱۰ میلیون ډالره و، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې بهرنۍ پانګونه یو میلیارد او ۴۲۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه.
افغانستان کې د پنبې سوړ بازار؛ بنګلهدېش یې پېرلو ته لېوالتیا ښودلې
په داسې حال کې چې د بيبيسي د مخکېنۍ موندنې پربنسټ په تېرو دوو کلونو کې افغانستان کې د پنبې تولید ډېر شوی، خو عاید یې بیا برعکس کابو څلوېښت سلنه ټیټ شوی، د بنګله دېش د البسې تولید او صادراتو ټولنې د افغانستان د پنبې پېرلو لپاره لېوالتیا ښودلې ده. د طالبانو حکومت وايي له دغې اتحادیې سره د افغان پنبې د پېر او پلور سربېره د ټوکر د تولید په باب هم د پانګونې پر میکانیزم خبرې وشوې.
بي بي سي ته افشا شويو عکسونو کې د ایران د خونړيو لاریونونو پر مهال د سلګونو وژل شویو کسانو مخونه ليدل کېږي
په سلګونو هغه عکسونه چې د ایران د حکومت ضد لاريونونو پر مهال د تاوتریخوالي په ترڅ کې د وژل شويو کسانو څېرې ښيي د بي بي سي وریفای ډلې ته افشا شوي دي. دا عکسونه چې ډېر بوږنونکی دي له تت او بلر کېدو پرته نشي ښودل کېدی. په دوی کې د لږترلږه ۳۲۶ قربانيانو وينلړلې، پړسېدلې او وهل شوې څېرې ليدل کېږي چې په دوی کې ۱۸ مېرمنې هم شاملې دي.
ګوادر: هند ته وړاندیز شوی بندر چې پاکستان وپېره
ګوادر بندر چې له عرب نړۍ سره د چین او منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره اوس ستراتیژیک اهمیت لري، یو وخت د عمان له لوري اداره کېده. هند دې بندر ته زړه ښه نه کړ، پر ځای یې سیال پاکستان وپېره او بل اقتصادي او سیاسي سیال یې چین له دې لارې له عرب نړۍ سره نښلېدو ته مټې نغښتې دي.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
ولې برېتانیا کې د جومات یو ملا د بند په سزا محکوم شوی؟
د برېتانیا یوې محکمې هغه ملا امام په زندان سزا محکوم کړی، چې د کم عمره جینۍ او هلک نکاح یې تړلې وه. په ۲۰۲۳ کال کې چې دا نکاح کېده، د هلک او نجلۍ عمرونه یوازې ۱۶ کاله و. د جومات ملا اشرف عثماني نارتهمپټن شاهي محکمې ته وویل، ده ته معلومه نه وه، چې د نکاح تړلو له نېټې نهه میاشتې مخکې په انګلنډ کې د واده لپاره لږ تر لږه قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی و.
پر چینایي وګړو بریدونه افغانستان، تاجیکستان او پاکستان کې د چین پروژې ګواښلی شي؟
د دوشنبې پر ورځ د جنورۍ پر ۱۹مه پلازمېنه کابل کې د (لېنزا بېف نوډل) په نامه پر یوه خوړنځي برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، ویل کېږي دغلته تر ډېره بهرني وګړي ورځي چې چینايي خواړه په کې تیارېږي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کابل پوليسو ویاند خالد ځدراڼ په وينا په چاودنه کې د یوه چينايي وګړي تر څنګ شپږ تنه افغانان وژل شوي دي. بريد د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) منلی دی. په تېر کې هم د یادې ډلې خراسان څانګې د دا وړ بریدونو مسولیت قبول کړی چې یو یې په ۲۰۲۲ دېسمبر کې په کابل کې د چینايي وګړو پر میلمستون برید و.
ولې افغانۍ د ډالر پر وړاندې د پاکستاني روپۍ او ایراني تومان پرتله ډېره باثباته ده؟
افغانستان څنګه وتوانېد چې په تېرو دوو لسیزو کې د ډالرو او د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت باثباته وساتي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د اسعارو له بې ثباتۍ او سختو بدلونونو ځورېږي. موږ د دغه څه لاملونه د افغانستان بانک له پخوانیو لوړپوړو چارواکو، د مالیې وزارت له مسؤلینو او افغان اقتصادي کارپوهانو سره شریک کړل.
ولې موږ ژاړو؟ ساینس په دې اړه څه وايي؟
موږ هغه وخت ژاړو چې خپه، اوتره، غوسه او ان خوشاله شو. خو ایا پوهېږئ چې انسانان یوازېني پېژندل شوي مخلوقات دي چې د عاطفي احساساتو له امله اوښکې تویوي؟ که څه هم ګڼ شمېر ژوي د کوچنیوالي پر مهال د ستونزې د څرګندولو لپاره په لوړ غږ ژاړي، خو داسې ښکاري چې د دوی په مغز کې هغه عصبي لارې نشته چې له مخې یې د پېچلو احساساتو په غبرګون کې اوښکې توی کړي. ساینسپوهان پوهېږي چې اوښکې څه ډول کار کوي، خو دا چې انسانان ولې ژاړي او د عاطفي اوښکو موخه څه ده، لا هم په بشپړه توګه نه ده روښانه شوې.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۱ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۱ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۱ جنوري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۱ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.









































