BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • افغانستان وردګ سالار

    افغانستان کې د واورې او ورښتونو له امله ۱۱ تنه مړه شوي او مالي زیانونه اوښتي

    د افغانستان پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ډېرې واورې ورېدو له امله د سالنګ لویه لار او له کابله د مرکزي ولایتونو پر لور ټولې لارې د دویمې ورځې لپاره تړلې پاتې دي. له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وايي، د دوو ورځنیو ورښتونو له امله پروان، بامیان،‌ وردګو، کندهار، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ۱۱ تنه مړه شوي، درې تنه ټپیان، نهه کورونه په نیمه ډول ویجاړ شوي او ۵۳۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

  • عکس

    'یوه ورځ کې ووځئ'؛ پاکستاني پولیسو مانسېره کې د افغان کډوالو د کورونو نړولو لړۍ پیل کړې

    مانسېره کې څو مېشتو افغان کډوالو بي‌بي‌سي ته ویلي: "له څو ورځو راهیسې ګړۍ په ګړۍ لسګونه پولیس او د نورو ادارو مامورین د کډوالو پر مېشت ځایونو ګرځي او د کډوالو مېنې ورانوي." بي‌بي‌سي ته ویل شوي له چارشنبې راهیسې "د افغان کډوالو پنډغالو کې لسګونه کورونه په زور په بېلډوزرو ویجاړ شوي دي." پناه‌ غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستاني چارواکو داسې جدي پرېکړه د اندېښنې وړ بللې ده.

  • Cricket

    وېسټ‌اینډیز افغانستان ته ۱۵۲منډې هدف وټاکه، ایا افغانستان به درېیمه لوبه هم وګټي؟

    د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د متحدو عرب اماراتو په دوبۍ کې له وېسټ‌اېنډیز سره د درېیو شل اووریزو لوبو د دوه‌اړخیزې لوبلړۍ د درېیمې او وروستۍ لوبې پچې له ګټلو وروسته د پخوانیو لوبو خلاف دا ځل لومړۍ توپ اچوونې کوي. افغانستان دا لوبلړۍ وار له مخه ګټلې او ښايي دا ځل یې لومړی توپ اچوونه ځکه غوره بللی وي، چې د لوبغاړو د هدف پوره کولو مهارت لوړ کړي.

  • خدیجه احمدزاده

    د طالبانو ستره محکمه: خدیجه احمدزاده له ۱۳ ورځو بند وروسته خوشې شوې ده

    د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، په هرات کې نیول شوې خدیجه احمد‌زاده له ۱۳ ورځو بند وروسته خوشې شوې ده. د سترې محکمې د بهرنیو عامه اړیکو او مطبوعاتو مشر مولوي عبدالرحیم راشد بي‌بي‌سي ته وویل، "د خدیجې په نوم نجلۍ چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له قانون څخه د سرغړونې په جرم د امر بالمعروف او نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د محتسبینو له خوا نیول شوې او دوسیه یې د هرات ښاري ابتدائیه محکمې ته سپارل شوې وه".

  • trump

    ټرمپ: د ګرینلډ خپلولو لپاره به 'له حد ډېر زور' ونه کاروم

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له هغه وروسته چې له ناټو سره یې خبرې وکړې او له هغه پلانه لاس پر سر شو، چې پر اروپايي متحدینو به تعرفې ولګوي، چې د ګرینلنډ ترلاسه کولو لپاره یې د ده هڅې رد کړې وې، هېواد یې د ګرينلند په تړاو د یوې احتمالي موافقې ارزونه کوي.

لنډې ویډیوګانې

  • ټرمپ
  •  راشد خان او انالین فورستر
  • BBC
  • سالنګ
  • اروپا کې افغاني شیریخ جوړوونکې
  • افغانستان کې یو سړی چې پنبه پرې نښتې ده
  • سړی لامبي
  • د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي باور لري چې نړیوال جام ګټلی شي
  • له اوښکو ډکه یوه سترګه
  • اسپانیا
  • کرسټینا کوک/کوخ

ځانګړي مطالب

  • د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان په نومبر کې سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره لیدلي وو.

    اووه نورو هېوادونو د ټرمپ له 'سولې بورډ' سره د یوځای کېدو موافقه وکړه

    اووه هېوادونو چې سعودي عرب، ترکیه او مصر هم پکې شامل دي، په یوه شریکه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د غزې لپاره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ''د سولې بورډ'' سره یوځای شي. بل لور سعودي عرب وايي، د مسلمان اکثریت لرونکو هېوادونو دا ډله، چې سعودي عرب، ترکیه، مصر، اردن، اندونیزیا، پاکستان او قطر هم پکې دي، د غزې د دایمي اوربند ټینګښت، د بیا رغونې د ملاتړ، او د هغه څه د پرمخ وړلو ملاتړ کوي چې دوی یې ''عادلانه او تلپاتې سوله'' بولي.

  • A collage of a protester on the streets of Tehran, Iran in black and white but it is clear there is a fire burning behind them. On the right-hand side of the image leaked photos are presented in a gridded face wall showing some of the 392 faces sent to BBC Verify. The photos of dead victims show close up images of their blurred faces in the colour blue..

    بي بي سي ته افشا شويو عکسونو کې د ایران د خونړيو لاریونونو پر مهال د سلګونو وژل شویو کسانو مخونه ليدل کېږي

    په سلګونو هغه عکسونه چې د ایران د حکومت ضد لاريونونو پر مهال د تاوتریخوالي په ترڅ کې د وژل شويو کسانو څېرې ښيي د بي بي سي وریفای ډلې ته افشا شوي دي. دا عکسونه چې ډېر بوږنونکی دي له تت او بلر کېدو پرته نشي ښودل کېدی. په دوی کې د لږترلږه ۳۲۶ قربانيانو وينلړلې، پړسېدلې او وهل شوې څېرې ليدل کېږي چې په دوی کې ۱۸ مېرمنې هم شاملې دي.

  •  د ۱۹۳۴ کال په اپریل کې، د اوښانو یوه قافله په ګوادر کې د "امپیریل ایرویز" اړوند د هینډلي پیج ایچ.پي ۴۲ (Handley Page H.P.42) ډوله مسافر وړونکې الوتکې، چې نوم یې 'هانو' و، تر څنګ تېرېږي. ګوادر هغه وخت د عربو بحیرې پر غاړه د عمان تر واک لاندې یوه بهرنۍ خاوره وه. ګوادر په ۱۹۵۸ کال کې د پاکستان برخه شو.

    ګوادر: هند ته وړاندیز شوی بندر چې پاکستان وپېره

    ګوادر بندر چې له عرب نړۍ سره د چین او منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره اوس ستراتیژیک اهمیت لري، یو وخت د عمان له لوري اداره کېده. هند دې بندر ته زړه ښه نه کړ، پر ځای یې سیال پاکستان وپېره او بل اقتصادي او سیاسي سیال یې چین له دې لارې له عرب نړۍ سره نښلېدو ته مټې نغښتې دي.

  • محکمې ته ویل شوي، ملا امام د حق الزحمې په توګه ۵۰ پاونډ اخیستي وو. اشرف عثماني له محکمې د وتلو په حال کې.

    ولې برېتانیا کې د جومات یو ملا د بند په سزا محکوم شوی؟

    د برېتانیا یوې محکمې هغه ملا امام په زندان سزا محکوم کړی، چې د کم عمره جینۍ او هلک نکاح یې تړلې وه. په ۲۰۲۳ کال کې چې دا نکاح کېده، د هلک او نجلۍ عمرونه یوازې ۱۶ کاله و. د جومات ملا اشرف عثماني نارتهمپټن شاهي محکمې ته وویل، ده ته معلومه نه وه، چې د نکاح تړلو له نېټې نهه میاشتې مخکې په انګلنډ کې د واده لپاره لږ تر لږه قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی و.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي