BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ټرمپ-خامنه يي

    ژوندۍ پاڼه, د ايران لاريونونه؛ ټرمپ وايي هر هېواد چې له ایران سره سوداګرۍ ته دوام ورکړي ۲۵٪ نوره تعرفه پرې لګوي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل وروستي حکم کې، چې متن یې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، د نړۍ ټولو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که دوی له ایران سره سوداګرۍ ته دوام ورکړي، د امریکا له خوا به پرې ۲۵ سلنه نوره تعرفه ولګول شي. په ایران کې د وروستیو لاریونونو له پیل راهیسې، ښاغلي ټرمپ څو ځله ایران ته ګواښ کړی چې که لاریون کونکو ووژني، پر وړاندې به یې ګام پورته کړي.

  • د ايران لاريونونو پر مهال اور لګېدلی او خلک راټول دي

    د افغانانو له نظره د ایران لاريونونه؛ خواخوږي، خبرداری، او د افغانستان د تجربې د تکرارېدو وېره

    په ايران کې د اعتراضونو او لاريونونو له پيل دوې اوونۍ زیات وخت تېر شوی خو دغو بدلونونو د افغان سياسي څېرو، مدني فعالانو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو تر منځ پراخ او بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. د لاريونوالو له ملاتړ نيولې تر دې اندېښنې پورې چې دا به د افغانستان پر وضعيت څه پايلې ولري.

  • Sunday AI's Memo robot holds a plate in the kitchen and prepares to place it in the dishwasher

    د نړۍ په کچه د غوره کورني روبوټ د جوړولو سیالي

    په کور کې به یو دوستانه روباټ نوکر وي، د کور ټول ستړي‌کوونکي کارونه به کوي، له انسانانو سره دا فکر له لسیزو و. خو اوس، د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برکت، دا تصور په رښتیا عملي‌کېدونکی شوی او سږ کال به د بېلابېلو دندو ترسره‌کوونکي کورني روباټونه د خلکو کورونو ته داخل شي.

  • یوه ماشومه د ای‌پېد پر سکرین ګوته کشوي.

    څېړنه: د سکرین ډېر کارول د ماشومانو د لغتونو زده‌کړه محدودوي

    نوې څېړنې ښيي چې د ماشومانو له لورې د موبایل، ټلویزیون او کمپیوټر د سکرین ډېر کارول د هغوی د خبرو او لغتونو پر وده منفي اغېز کوي.

  • د ایران مظاهرې

    ولې د ایران اوسني احتجاجونه بې‌ساري دي؟

    د ګڼو کارپوهانو او عیني شاهدانو په وینا، په ایران کې د حکومت‌ ضد لاریونونه داسې پړاو ته رسېدلي چې د اسلامي جمهوریت په ۴۷ کلن تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې خلک واټونو ته راوتلي. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې که ایراني چارواکي مظاه‌چیان ځپي نو "هغه ځای ته به سخت ګوزار ورکړي چې ډېر درد کوي" او په وینا یې، امریکا "د [احتجاجیانو] مرستې ته چمتو ولاړه ده."

لنډې ویډیوګانې

  • ایمن
  • داود شاه جلالزی
  • ایران
  • ښځې
  • England
  • BBC
  • سحرش او ماه نور
  • بلوچستان
  • PAK-USA B J Ex
  • iran

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۳ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي