د طالبانو حکومت د اسرائیلو له خوا د سومالي لنډ په رسميت پېژندل غندلي

د سومالي لنډ بيراغ

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې د اسرائیلو لخوا د خپلواک دولت په توګه د سومالي لنډ په رسميت پېژندل "په کلکه غندلي" دي.

د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د "اسرائیلي رژیم" لخوا دا ګام د "یوه اسلامي هېواد د تقسيمولو هڅه ده."

په اعلامیه کې دا کار له نړيوالو قوانينو سره په ټګر او د سوماليا له ځمکنۍ بشپړتيا "نقض" بلل شوی چې په وينا یې "د سيمې د سولې او ثبات لپاره به منفي پايلې ولري."

اسرائیلو د جمعې په ورځ (د ډسمبر ۲۶) لومړنی هېواد شو چې په رسمي ډول یې سومالي لنډ د "یوه خپلواک دولت" په توګه وپېژانده.

د اسرائیلو لخوا د سومالي لنډ په رسمیت پېژندلو وروسته، سومالیا، مصر، ترکیې، جيبوتي او افریقایي ټولنې هم دا ګام په کلکه غندلی دی.

د اسرائیلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو اعلان وکړ جې هېواد به یې د کرنې، روغتيا او ټېکنالوژۍ په برخو کې له سومالي لنډ سره خپله همکاري پراخه کړي.

نتنياهو د سومالي لنډ له ولسمشر سره د ويډيو له لارې د ټيليفوني اړیکي تصویرونه او د ګډې اعلاميې لاسلیک پر ټولنيزو رسنيو خپور کړی دی.

د سومالي لنډ ولسمشر عبدالرحمان محمد عبدالله د اسرائیلو له خوا د دولت په توګه په رسمیت پېژندل "د تاريخې شېبې په توګه بيان کړل" او دا یې د "ستراتيژيکو همکاریو" پیل وباله.

خو د اسرائيلو دا ګام د سوماليا، مصر، ترکیې، جيبوتي او افریقايي ټولنې له سخت غبرګون او غندنې سره مخ شوی دی.

د مصر د بهرنيو چارو وزير بدر عبدالعاطي د يادو دريو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په بېلابېلو ټليفوني خبرو کې د اسرائيلو له خوا د سومالي لنډ په رسمیت پېژندلو په اړه خبرې کړې دی. لکه څنګه چې د مصر د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې ویل شوي، دوی ټولو د "اسرائیلو له خوا د سومالي لنډ سيمې په رسميت پېژندلو د ګام بشپړ مخالفت او غندنه" کړې ده.

د مصر، ترکیې، جیبوتي او سومالیا د بهرنیو چارو وزیرانو، د سومالیا د یووالي، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره پر خپل بشپړ ملاتړ بیا ټينګار کړی او د هر هغه "یوه اړخیز عمل" سره یې مخالفت ښودلی چې ښايي د هېواد حاکمیت ته زيان ورسوي او یا په هېواد کې د ثبات بنسټونه زیانمن کړي.

د دغو هېوادونو وزيرانو ويلي چې د خپلواکو هېوادونو د برخو په رسمیت پېژندل به په نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو منشور کې يوه خطرناکه بېلګه رامنځته کړي.

په بيانيه کې راغلي چې د څلورو هېوادونو وزيرانو "همدارنګه له خپلو ځمکو د فلسطينيانو بې ځايه کېدو هر ډول پلان سره خپل مخالفت بيا تازه کړ".

د سوماليې لومړي وزير حمزه بعدي بري ويلي چې هېواد یې "په کلکه او څرګند ډول" هغه څه رد کړي چې ده د سوماليا پر حاکميت د اسرائیلو "قصدي برید" بللی دی. سوماليا دغه سيمه د خپلې خاورې يوه نه جلا کېدونکې برخه ګڼي.

افریقايي ټولنې ويلي، "د اسرائيلو دا ګام کولی شی يوه خطرناکه بېلګه رامنځته کړي او د تولې وچې د سولې او ثبات لپاره خطرناکې پایلې ولری."

فلسطينۍ ادارې هم د دې ګام سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

عبدالرحمن محمد عبدالله، د سومالي لنډ ولسمشر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سومالي لنډ ولسمشر عبدالرحمان محمد عبدالله د اسرائیلو له خوا د دولت په توګه په رسمیت پېژندل "د تاريخې شېبې په توګه بيان کړل" او دا یې د "ستراتيژيکو همکاریو" پیل وباله.

د سومالي لنډ ولسمشر عبدالرحمن محمد عبدالله په یوه بیان کې ويلي چې دغه هېواد به د "ابراهیم تړون" سره یوځای شي.

دا تړون د ډونلډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال شوی، چې له اسلامي هېوادونو سره د اسرائیلو د اړیکو عادي کولو لپاره اعلان شوی و. د ابراهیمي تړونونو لاندې، متحده عربي اماراتو او مراکش له اسرائیلو سره خپلې اړیکې عادي کړې، او وروسته نور هېوادونه هم ورسره یوځای شول.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سار په ټولنیزه رسنۍ اېکس یوه بیان کې ویلي چې دواړو هېوادونو د بشپړو ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړولو هوکړه کړې، چې په هغو کې د سفیرانو ټاکل او د سفارتونو پرانیستل هم شامل دي.

اسرائیل له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د منځني ختیځ او افریقا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، خو د غزې او په ایران برید، په ګډون جګړې د دې پروسې پر وړاندې خنډونو بلل شوي دي.

شنونکي وايي، اسرائیل ښايي په سیمه کې د خپلو امنیتي ګټو په پام کې نیولو سره سومالي لنډ په رسميت پېژندلی وي.

په اسرائیلو کې د ملي امنیت مطالعاتو انسټیټیوټ تېره میاشت یوه مقاله خپره کړې وه چې پکې ویل شوي وو، "اسرائیل د سره سمندر په سیمه کې له حوثيانو سره د راتلونکې احتمالي جګړې په ګډون د مختلفو دلایلو لپاره متحدینو ته اړتیا لري."

سومالي لنډ د عدن خلیج کې ستراتیژیک موقعیت لري. دا په شمال لویدیز کې له جیبوتي، په جنوب او لوېدیځ کې له ایتوپیا او په ختیځ کې له سومالیا سره پوله لري.

له سومالي لنډ سره د ډیپلوماتیکو اړیکو په جوړولو، اسرائیل به د عدن خلیج کې اوږده ساحل ته مستقیم لاسرسی ولري.

سومالي لنډ خپل پولي واحد، پاسپورټ او پولیس ځواک لري.

دا سیمه په ۱۹۹۱ کې د پخواني سومالیایي دیکتاتور جنرال سیاد بري پر وړاندې د خپلواکۍ جګړې وروسته جوړه او له سومالیا بېله شوه. له هغه راهیسې، دا جلا شوې سيمه، هېڅ هېواد د خپلواک دولت په توګه نه ده پېژندلې. له همدې کبله دا بهرنیو پورونو، مرستو او پانګونې ته لاسرسي نه لري.

د خپلواک دولت په توګه د اسرائیلو له خوا د سومالي لنډ پېژندنه کولی شي د جلا شوې سیمې ډیپلوماتیک اعتبار لوړ کړي او نړیوالو بازارونو ته یې لاسرسی زیات کړي.

دغه سيمه چې ځان خپلواک دولت بولي، نږدې شپږ میلیونه نفوس لري.