کولمبیا ته د امریکا د پوځي اقدام ګواښ

lhn,v,

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پېترو بي‌بي‌سي ته ویلي،‌ دی پر دې باور دی چې د امریکا له اړخه اوس د کولمبیا خلاف د پوځي اقدام "رښتینی ګواښ" شته دی.‌

پېترو ادعا کوي چې متحد ایالتونه له نورو هېوادونو سره د خپلې "امپراتورۍ" د برخې په توګه چلند کوي.

هغه دا څرګندونې د ډونلډ‌ ټرمپ لخوا پر پوځي اقدام د کولمبیا له ګواښل کېدو وروسته کړې.

د کولمبیا ولسمشر وویل چې امریکا پر نړۍ له واک چلولو څخه "له نړۍ د جلا کېدو" له خطر سره مخامخه ده.

هغه همدا راز د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې ‏(ایس یا ICE) مامورین د "نازي لواګانو" په څېر چلند باندې تورن کړل.

ټرمپ د هغه څه د یوې برخې په توګه چې د نوموړي اداره یې د جرمونو او متحدو ایالتونو ته په ناقانونه توګه د ورغلو کډوالو پر ضد مبارزه بولي، د ICE عملیات د پام وړ پراخ کړي دي.‌

بي‌بي‌سي د دغو څرګندونو په تړاو د غبرګون لپاره له سپینې ماڼۍ سره اړیکه نیولې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وېنزویلا کې د امریکا د هوايي عملیاتو او د نیکولاس مادورو تر نیولو وروسته ویلي، چې د کولمبیا خلاف هم پوځي عملیات کارنده یا ښه ښکاري.

ټرمپ په بیا بیا پېترو ته په خطاب کې ویلي چې "ځان ته یې پام وي". خو د کولمبیا ولسمشر د هغه دا وړ څرګندونې په کلکه غندلې دي.

دغو مشرانو د چهارشنبې پر ماښام یتلېفوني خبرې وکړې، او وروسته ډونلډ ټرمپ وویل چې په "نږدې راتلونکې" کې به په سپینه ماڼۍ کې له خپل کولمبیايي سیال سره وګوري.

ټرمپ د خپلې خواله رسنۍ 'تروت شوسیل' په یوه پيغام کې له پېترو سره تلیفوني مکالمه "لوی ویاړ" وباله.

هغه مهال د کولمبیا یوه چارواکي ویلي و، چې دا مکالمه د "دواړو خواوو" تونده ژبه کې د ۱۸۰ درجې بدلون ښودنه کوي.

خو د پنجشنبې ورځې په مرکه کې د پېترو لهجې وښوده، چې اړیکې دومره د پام وړ ښې شوې نه دي.

هغه بي‌بي‌سي ته وویل تیلیفوني خبرو تر یو ساعت دوام وکړ او "ډېری برخه یې ما ونیوه."

نوموړي زیاته کړې چې دوی د "د نشه‌يي توکو د قاچاق،" د وېنزویلا په اړه د کولمبیا پر لیدلوري او پر دې خبرې وکړې چې د متحده ایالتونو له انده "د لاتینې امریکا شاوخوا څه پېښیږي."

پېترو د متحدو ایالتونو د کډوالۍ ادارې پر وروستیو اقداماتو سختې نیوکې وکړې او د ایس مامورین یې تورن کړل چې ګواکې "نازي لواګانو" ته ورته فعالیت کوي.

ولسمشر ټرمپ په امریکا کې د جرمونو او قاچاق پړه تر ډېره پر کډوالۍ اچولې، دا د ICE د لویې کچې عملیاتو توجیه کولو لپاره کارولې، او د کولمبیا او وېنزویلا په څېر هیوادونه یې تورن کړي چې د نشه‌يي‌ توکو د قاچاق خلاف مبارزې لپاره کافي کار نه کوي.

هغه سپینې ماڼۍ ته له راستنېدو راهیسې د ټول هېواد په کچه بېلابېلو ښارونو ته د ICE ماموران استولي دي.

دا اداره د کډوالۍ قوانین پلي کوي او د بې اسناده کډوالۍ په اړه څېړنې کوي.

ICE له امریکا د بې اسنادو کډوالو په ایستلو کې هم رول لوبوي.

دغه اداره وایي د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د ۲۰مې او د همدغه کال د ډسمبر د ۱۰مې ترمنځ یې ۶۰۵ زره کسان له متحدو ایالتونو ایستلي دي.

ایس زیاتوي چې تر ۱ اعشاریه ۹ میلیون کډوال د دوی د عامه پوهاوي پروګرامونو د هڅونې پایله کې د دې لپاره چې ونه نیول شي، په خپله خوښه ستانه شوي دي.

د موندنو له مخې د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر ۳۰مې شاوخوا ۶۵ زره کسان د ایس په توقیف کې وو.

روانه اوونۍ د ایس یوه مامور یوه ۳۷ کلنه امریکایۍ ښځه په میناپولیس ښار کې په ډزو ووژله.

دا پېښه د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې خلاف د لاریونونو لامل شوه.

فدرال مامورینو وروسته وویل، چې د رېني نیکولې ګوډ په نوم دې ښځې هڅه کړې وه، چې د ایس مامورین په موټر ووهي.

خو د میناپولیس دیموکرات ښاروال جاکوب فرې وویل، د ایس هغه مامور چې پر دې ښځې یې ډزې کړې ناغېړي کړې. هغه دا غوښتنه هم کړې چې د ایس مامورین دې له دغه ښاره ووځي.

Petro
د عکس تشریح، له ټرمپ سره د پېترو اړیکې له پخوا ښې نه دي

اوس د کولمبیا ولسمشر له بي‌بي‌سي سره مرکه کې ویلي چې ICE "داسې ځای ته رسېدلی چې نور نه یوازې د لاتینې امریکا وګړي پر سړکونو ځوروي، چې موږ لپاره سپکاوی دی، بلکې د متحدو ایالتونو اتباع هم وژني."

هغه زیاته کړه چې که دا دوام ومومي، متحد ایالتونه به "پر نړۍ د تسلط پر ځای" چې ده د "امپراتورۍ خوب" بللی، د نوموړي په وینا له "نړۍ څخه جلا" شي.

ښاغلي پېترو وویل یوه امپراتوري هم له نړۍ څخه په جلا کېدو سره نه ده جوړه شوې.

هغه تور پورې کړ چې متحدو ایالتونو له "لسیزو" راهیسې له نورو حکومتونو سره، په ځانګړي توګه په لاتینې امریکا کې، قانون ته له پام پرته د "امپراتورۍ" په څېر چلند کړی دی.

د یادونې ده چې د امریکا او کولمبیا مشران له اوږدې مودې راهیسې مخالف دي. دوی دواړه وخت ناوخت یو بل ته په ټولنیزو رسنیو کې سپکاوی او د تعرفو ګواښونه هم کوي.