امریکا کې د کډوالۍ او ګمرکونو ځواک افسر یوه ښځه په ډزو وژلې
د امریکا متحدو ایالتونو کې چارواکي وايي، د ګمرکونو او کډوالۍ چارو ادارې یوه افسر په مینیاپولیس سیمه کې په ډزو یوه ښځه وژلې ده.
د امریکا کورني امنیت ادارې (ډي ایچ اېس) مسوولینو په وینا پېښه هغه مهال وشوه، چې ''یوه تاوتریخجن بلواګر کس'' غوښتل د رپوټونو له مخې پر افسر ګاډی وخېژوي.
د ډي ایچ اېس سکرتره کریتي نویم وايي، افسر ''د ځان ژغورنې په پار دفاعي ډزې کړې''.
یوه امریکايي چارواکي په دې هېواد کې د بي بي سي له همکارې رسنۍ سي بي اېس سره خبرو کې تائید کړې، چې د سي بي اېس افسر لخوا په ډزو وژل شوې ښځه ۳۷ کلنه ریني ګووډ ده.

د عکس سرچینه، Reuters
د مینیاپولیس ښاروال جیکب فری بیا د ډزو دې پېښې په اړه د فدرالي چارواکو څرګندونې ردوي، او له ای سي اې (په امریکا کې د کډوالۍ او ګمرکونو فدرالي ادارې ځواکونه) له افسرانو یې غوښتنه کړې چې ښار پرېږدي.
احتجاج کوونکي د پېښې په ځای کې راټول شوي او ښاروال ترې غوښتي، چې سوله ییز واوسي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په مینیاپولیس کې د کډوالو په تړاو خورا پراخ عملیات روان و او د دې ځای او نژدې سنټ پاول تر منځ له د امنیتي ځواکونو ادارې تر ۲۰۰۰ ډېر ځواکونه ځای پر ځای شوي وو.
د مینیسوټا ایالت لوی څارنوال کیت ایلیسن وايي، په مینیاپولیس کې د ای سي اې اړوند ډزو راپورونه څاري، چې پکې یوه ښځه ووژل شوه.
دی وايي، راپورونه لاهم ورځي او لاهم ډېر څه شته چې چارواکي نه پرې پوهیږي، خوزیاتوي چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه پرېکړه چې په زرګونو ای سي اې ځواکونه دې ایالت ته واستوي "زموږ ټولنو ته جدي زیان رسوي او ویره-ترهه خپروي".

د عکس سرچینه، Reuters
په خبري غونډه کې ښاروال فرې له ځايي اوسېدونکو وغوښتل چې سوله ییز احتجاج وکړي او په وینا یې "ښار ډېر څه تېر کړي دي".
دا ځینو نورو مشهورو پیښو ته یوه پټه اشاره وه چې پکې د ۲۰۲۰ په مې میاشت کې د یوه پولیس افسر لخوا د یو بې وسلې تور پوستي سړي جورج فلویډ وژنه هم شامله وه. د نن پېښه د پاوډر هورن پارک په ګاونډ کې شوې، دا ځای له هغې څلور لارې په لږ واټن کې دی، چیرې چې فلویډ ووژل شو.
ډېریک چایوین، هغه پولیس افسر چې د جورج فلویډ په وژنه رسماً تورن شوی و، په ۲۲ کاله زندان سزا محکوم شوی و.
د هغې پېښې ویډیو خورا ډېره لاس پر لاس شوه او د پولیسو د ظلم او توکمپالنې پر ضد په خورا پراخه کچه لاریونونه او احتجاجونه شوي وو. د هغو احتجاجونو په لړ کې ګڼ شمېر کاروبارونو او دوکانونو ته اور ورته کړل شوی و، یا لوټل شوي وو.









