په وېنزویلا کې د مادورو ځایناستې څوک ده؟

ډلسي روډرېګز

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د وېنزویلا مرستیاله ولسمشره ډلسي روډرېګز د مادورو نیول کېدل غندلي دي

دلسي رودرېګز د دوشنبې په ورځ (جنوري پنځمه)، د وېنزویلا د لنډمهالې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.

هغې د ملي اسمبلۍ په مراسمو کې وویل: "د وېنزویلا د بولیواري جمهوریت د قانوني ولسمشر نیکولاس مادورو موروس د اجرایه مرستیالې په توګه، زه د لوړې د ترسره کولو لپاره راغلې یم".

مېرمن رودرېګز د مادورو تر نیول کېدو دوه ورځې وروسته وویل: "له ډېر خپګان سره راغلې یم، دلیل یې هغه کړاو دی چې د وطن پر ضد له یو ناقانونه پوځي تېري وروسته، زموږ پر خلکو تېر شو".

ښاغلی مادورو له خپلې مېرمنې د وېنزویلا لومړۍ مېرمن سیلیا فلورس سره یو ځای د امریکايي ځواکونو له لوري نیول شوی او نیویارک ته لېږدول شوی دی.

مېرمن رودرېګز زیاته کړه: "له خپګان سره راغلې یم، د دوو اتلانو د تښتول کېدو له امله چې دا مهال په متحده ایالاتو کې یرغمل ساتل کېږي." هغې د لوړې په مراسمو کې وویل: "له خپګان سره راغلې یم، خو باید ووایم چې له ویاړه هم ډکه یم چې دا لوړه ترسره کوم".

مېرمن رودرېګز د امریکا له عملیاتو وروسته په خپلو لومړیو څرګندونو کې د ډونلډ ټرمپ حکومت وغانده.

هغې دغه عملیات "د انسان‌ تښتونې یوه ناقانونه او نامشروع هڅه" وبلله.

د وېنزویلا موقتې ولسمشرې په دې وینا کې له ښاریانو وغوښتل چې د خپل هېواد دفاع وکړي او ویې ویل: "په وېنزویلا کې یوازې یو ولسمشر شته او هغه نیکولاس مادورو موروس دی".

مېرمن رودرېګز په هغه اعلامیه کې چې وروسته یې خپره کړه، د امریکا له حکومت سره د همکارۍ د لېوالتیا ځینې نښې وښودې.

د وېنزویلا راتلونکی به څه وي؟

سره له دې چې امریکايي چارواکو ویلي، دا مهال په وېنزویلا کې د لا ډېرې پوځي مداخلې کومه طرحه نه لري، خو ډونلډ ټرمپ د امریکايي ځواکونو د لېږلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ په میدان کې د پوځي ځواکونو له حضوره نه وېرېږو".

ډونلډ ټرمپ همداراز وویل چې امریکايي نفتي شرکتونه به د بنسټیزو تأسیساتو د بیا رغونې لپاره اقدام وکړي او "د هېواد لپاره به د عوایدو ګټل پیل کړي".

هغه زیاته کړه: "موږ به له ځمکې د شتمنۍ ستره اندازه راوباسو"، چې دا شتمني به د وېنزویلا او امریکا خلکو ته ورسېږي.

هغه دا هم وویل چې امریکا به پر نورو هېوادونو هم تېل وپلوري.

د وېنزویلا حکومت تر دې وړاندې دغه برید د "وېنزویلا د ستراتیژیکو سرچینو، په ځانګړي ډول د نفتو او کانونو، د نیولو هڅه" او د "زور له لارې د هېواد د سیاسي خپلواکۍ د ماتولو هڅه" بللې وه.

وېنزویلا په نړۍ کې د ثابتو شویو نفتي زېرمو تر ټولو لویه اندازه لري، خو د دې هېواد نفت د اصطلاح له مخې "درانه او تروه" دي. د چاڼولو بهیر یې ستونزمن دی، خو د ډیزلو د تولید لپاره ګټور بلل کېږي، په داسې حال کې چې امریکا عموماً "سپک او خواږه" تېل تولیدوي چې د پټرولو په جوړولو کې کارول کېږي.

د نیکولاس مادورو تر نیول کېدو وروسته، پر وېنزویلا څوک واک چلوي؟

ډیوسډاډو کابیلو، ولادیمیر پیډرینو لوپیز او ډلسي روډرېګز

د عکس سرچینه، Juan Barreto/AFP/via Getty

د عکس تشریح، ډیوسډاډو کابیلو، ولادیمیر پیډرینو لوپیز او ډلسي روډرېګز

د وېنزویلا د سترې محکمې د اساسي قانون د څانګې مشره تانیا داملیو په یوه اعلامیه کې وویل چې اساسي قانون د ولسمشرۍ د موقتي یا دایمي تشې د ډکولو دنده د ولسمشر مرستیال ته سپاري.

دې قاضۍ د امریکا هغه پوځي عملیات چې د نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیول کېدو لامل شول، "انسان‌ تښتونه" او "بهرنی تېری" وباله.

د هېواد سترې محکمې د دلسي رودرېګز د موقتې ولسمشرې په توګه په ټاکلو هغې ته واک ورکړی چې "له ملي حاکمیت دفاع وکړي" او "اساسي قانوني نظم وساتي".

ډونلډ ټرمپ د ښاغلي مادورو تر نیول کېدو وروسته په خپله خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې ډاډ به ترلاسه کړي وېنزویلا "په سمه توګه اداره کېږي" او ویې ویل: "موږ به وېنزویلا اداره کړو تر هغه چې د واک لېږد ترسره شي".

په داسې حال کې چې ځینو اټکلونو د اپوزیسیون مشره ماریا کورینا ماچادو د ولسمشرۍ د احتمالي نوماندې په توګه یادوله، ډونلډ ټرمپ وویل د دې کار عملي کېدل "ډېر ستونزمن" ګڼي.

ډونلډ ټرمپ وویل د وینزویلا د اپوزیسیون له مشرې ماریا کورینا ماچادو سره یې - چې د نوبل د سولې جایزه یې ګټلې، خبرې نه دي کړې. هغه مېرمن ماچادو داسې څوک وبلله چې په وېنزویلا کې "نه ملاتړ لري او نه درناوی".

مېرمن ماچادو تر دې مخکې غوښتنه کړې وه چې ادموندو ګونزالس ته واک وسپارل شي. هغې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ښاغلي ګونزالس ملاتړ کړی و او د هغې د ګوند له خوا خپاره شوي ارقام ښيي چې ادموندو ګونزالس په پراخ توپیر نیکولاس مادورو ته ماته ورکړې ده.

دلسي رودرېګز څوک ده؟

دلسي رودرېګز

د عکس سرچینه، AFP vía Getty Images

دلسي رودرېګز د چاویزم د بهیر له بااعتباره څېرو شمېرل کېږي.

هغه په خپلو وروستیو تلویزیوني څرګندونو کې د دې جریان له نورو مخکښو مشرانو سره یو ځای راڅرګنده شوه، چې ښکاري لا هم په کاراکاس کې حضور لري؛ له ډلې یې د دفاع وزیر جنرال ولادیمیر پادرینو لوپز او د کورنیو چارو وزیر دیوسدادو کابیو یادېدای شي.

سره له دې چې د تګلارو او سیاستونو له پلوه ترمنځ یې ځینې توپیرونه شته، خو دا درې واړه تر اوسه د وېنزویلا د ولسمشر د نژدې کړۍ غړي پاتې شوي دي.

دوی له لسو کلونو ډېر وخت کېږي چې د واکمن ګوند مهمې څوکۍ په لاس کې لري او نه یوازې د ساده استازو په توګه، بلکې د خپلواک وزن او نفوذ لرونکو څېرو په توګه د پرېکړو په بهیر کې پېژندل کېږي.

که امریکا یوازې د نیکولاس مادورو پر نیول کېدو بسنه وکړي او د رژیم د بشپړ بدلون لپاره نور فشار رانه ولي، نو رودرېګز به د کابیو او پادرینو لوپېز تر څنګ د هېواد اداره پر مخ یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د تېرې شنبې په ورځ وویل، متحده ایالات به په راتلونکو ورځو کې د وېنزویلا د حکومت د "کړنو او واقعي حالاتو" پر بنسټ خپلې پرېکړې وکړي.

هغه نیویارک ټایمز ته وویل: "موږ باور لرو چې هغوی د هېواد د ستر خدمت لپاره ځانګړي او تاریخي فرصتونه لري او هیله لرو چې له دې فرصته ګټه واخلي".

مېرمن رودرېګز د مادورو د حکومت له مهمو ستنو وه، چې هم د هېواد دننه او هم له هېواده بهر د یوه سیاسي استازي او کارګزار په توګه ترې کار اخیستل شوی دی.

هغې لومړی ځل د هوګو چاوېز د واکمنۍ پر مهال، هغه وخت کابینې ته لار وموندله چې د څو میاشتو لپاره یې د ولسمشرۍ د دفتر د وزیرې دنده ترسره کوله.

خو د مادورو له واک ته رسېدو وروسته، هغې په اجرائیه قوه کې لا مهمې دندې پر غاړه واخیستې او په ترتیب سره د اطلاعاتو او اړیکو وزیره، د اقتصاد وزیره او د بهرنیو چارو وزیره وټاکل شوه.

څو میاشتې وړاندې، د تېلو وزارت هم د هغې د مسؤلیتونو لېست ته ورزیات شو.

هغې همداراز د ۲۰۱۷ کال د جنجالي اساسي قانون جوړوونکې ملي شورا لومړۍ مشره وه.

دلسي رودرېګز د وېنزویلا د مرکزي پوهنتون د حقوقو فارغه ده او په فرانسه کې یې د کارګرۍ د حقوقو او د کارګرانو د اتحادیو په برخه کې زدکړې کړې دي.

سره له دې، هغه د شاوخوا پنځوسو لوړپوړو وېنزویلایي چارواکو له ډلې ده چې اروپایي ټولنې د بشري حقونو د سرغړونو او په وېنزویلا کې د ډیموکراسۍ د کمزورې کېدو له امله پر هغوی بندیزونه لګولي دي.

متحده ایالاتو هم په ۲۰۱۸ کال کې پر هغې بندیز ولګاوه. د امریکا د خزانې وزارت د همدې بندیزونو تر چتر لاندې د هغې ورور خورخه رودریګز، ولادیمیر پادرینو او د مادورو مېرمن سیلیا فلورېس هم شامل کړل.

ولادیمیر پادرینو لوپز

ولادیمیر پادرینو لوپز

د عکس سرچینه، PEDRO MATTEY/AFP via Getty Images)

د وېنزویلا دفاع وزیر له هغو لومړیو چارواکو و چې د تېرې شنبې د ورځې پېښو ته یې غبرګون وښود.

هغه د هېواد په کچه د پوځي ځواکونو د سملاسي ځای پر ځای کېدو خبر ورکړ.

نوموړي په یوه ویډیویي وینا کې د وېنزویلا پر وړاندې د "تر ټولو بد تېري" پر ضد د یووالي غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې هېواد د "مادورو د لارښوونو" له مخې وسله‌وال ځواکونه بسیج کړي دي.

هغه وویل: "پر موږ برید شوی، خو موږ به تسلیم نه شو".

پادرینو لوپز له ۲۰۱۴ کال راهیسې د وسله‌والو ځواکونو مشر دی او د وېنزویلا د تاریخ له تر ټولو با سابقه دفاع وزیرانو ګڼل کېږي.

د دې علت د هغه وفاداري ده؛ لومړی هوګو چاوېز ته او وروسته نیکولاس مادورو ته.

هغه د ۲۰۰۲ کال په اپرېل میاشت کې د هوګو چاوېز پر ضد د لنډمهالي کودتا پر مهال له مهمو څېرو و، ځکه هغه وخت د کاراکاس په فورټ تیونا کې د مېشتې زغره‌والې قطعې قومندان و او له یاغیانو سره یې له یوځای کېدو ډډه وکړه.

هوګو چاوېز د ۲۰۱۲ کال په جولای کې هغه د پوځ د دویم قومندان او د لوی درستیز د مشر په توګه ترفیع کړ.

نیکولاس مادورو په ۲۰۱۳ کال کې هغه د پوځ د عمومي قومندان په توګه وټاکه او یو کال وروسته د دفاع وزیر شو.

د پوځي چارو کارپوهه وېنزویلایي خبریاله سباستیانا بارایس وایي، ولادیمیر پادرینو هغه مهال کلیدي رول ولوباوه، ځکه د هوګو چاوېز تر مړینې وروسته پوځ د "کورني بیا تنظیم" له پړاو سره مخ و.

د نیکولاس مادورو د ولسمشرۍ او د ولادیمیر پادرینو د دفاع وزارت پر مهال، د وېنزویلا پوځ ورو - ورو د ملي امنیت اړوندو برخو ته ورننوت او په حکومت کې یې لا زیات نفوذ وموند، تر دې چې د کابینې له درېیمې برخې ډېر غړي فعال یا متقاعد پوځي افسران وو.

په ۲۰۱۶ کال کې مادورو د پوځي سکتور لپاره د "کامیماپګ" په نوم یو شرکت جوړ کړ، چې د نفتو د سپړنې، استخراج او وېش قانوني واک لري.

هغه همداراز د "اورینوکو د کانیز قوس" په نوم سیمې کنټرول، چې د نړۍ له سترو د سرو زرو زېرمو څخه ګڼل کېږي، پوځ ته وسپاره.

د ښاغلي پادرینو د نفوذ د کچې په اړه، ګڼ کارپوهان په دې باور دي چې د وېنزویلا وسله‌وال ځواکونه نن ورځ "پخپله پادرینو لوپز" دي.

دیوسدادو کابیو

دیوسدادو کابلو

د عکس سرچینه، AFP vía Getty

د کورنیو چارو وزیر یوازېنی د واکمنو نخبګانو غړی و چې د امریکا تر برید وروسته د کاراکاس په کوڅو کې ولیدل شو.

دا موضوع بې‌اهمیته نه ده. دیوسدادو کابیو په چاوېزم کې یوازې یوه عادي څېره نه ده؛ ډېر کسان هغه د تر ټولو پیاوړو او همداراز د تر ټولو وېروونکو څېرو له ډلې ګڼي.

د شنبې په ورځ هغه په دولتي ټلوېزیون کې داسې راڅرګند شو چې خولۍ او د مرمیو ضد واسکټ یې اغوستی و او د پولیسو تر منځ ولاړ و.

ښاغلي کابیو وویل چې دوی د "د وېنزویلا د خلکو پر ضد د یوې جنایتکارانه او ترهګریزې حملې" له امله رامنځته شوي زیانونه ارزوي.

هغه ډاډ ورکړ چې د امنیت د ټینګښت لپاره پولیس ځای پر ځای شوي دي.

هغه وویل: "پر مشرتابه باور وکړئ، د هغو شرایطو لپاره چې ترې تېرېږو، د سیاسي ـ پوځي عالي قومندانۍ پر رهبرۍ باور ولرئ".

کابیو زیاته کړه: "ارام اوسئ، ناهیلي کېږئ مه. اشغالګر دوښمن ته کار مه اسانه کوئ. … موږ له ټولو دغو شرایطو او آن تر دې سختو حالاتو هم ژوندي وتلي یوو؛ دا یو منظم ملت دی".

هغه په خپلو ټولنیزو شبکو کې ځان "وېنزویلایي، بولیواريي، انقلابي او رادیکال چاویستي" بولي او د ۲۰۲۴ کال د اګست له میاشتې راهیسې د کورنیو چارو، عدلیې او سولې وزیر دی.

کابیو د پوځ د بریدمن په توګه د ۱۹۹۲ کال په فبرورۍ میاشت کې د هوګو چاوېز په ناکامه کودتا کې برخه اخیستې وه. د همدې پاڅون له امله هغه ۲۲ میاشتې بندي و، تر هغه چې د وخت ولسمشر رافایل کالدیرا بخښنه ورته وکړه.

د چاوېزم له واک ته رسېدو وروسته، کابیو ګڼې مهمې دولتي دندې پر غاړه لرلې دي.

د ۲۰۰۲ کال د اپرېل د ۱۱مې د لنډمهالي کودتا پر مهال، هغه د ولسمشر اجرایي مرستیال و، له همدې امله یې د هوګو چاوېز تر بېرته ستنېدو پورې د څو ساعتونو لپاره د ولسمشرۍ دنده ترسره کړه.

د وېنزویلا دننه یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي‌بي‌سي موندو ته وویل: "هغه د هغه څه برخه ده چې ورته اصیل چاوېزم ویل کېږي. هغه مادوروي نه دی؛ یعنې له هغه بهیر سره تړاو نه لري چې نیکولاس مادورو یې واک ته ورساوه. په حقیقت کې، د مادورو د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې څرګنده وه چې هڅه کېده د هغه د واک ونډه کمه شي".

د سیاسي علومو کارپوهې کارمن بېاتریس فرناندز بي‌بي‌سي موندو ته وویل: "کابیو تل د سخت دریځه کرښې استازی پاتې شوی، د هېواد د استخباراتي جوړښت شاته پټ ځواک، پرته له دې چې د رسمي واک په نقشه کې روښانه ځای ولري".

له ۲۰۱۸ کال راهیسې پر هغه شخصي بندیزونه ولګېدل؛ لومړی د اروپایي ټولنې له خوا، بیا د سویس او پاناما د حکومتونو له خوا، چې هغه یې د "پیسو مینځلو، د ترهګرۍ د مالي تمویل او د ډله‌ییزو وژونکو وسلو د خپرېدو د مالي ملاتړ" په برخه کې د لوړ خطر کس وباله.

وروسته د امریکا د مالیې وزارت هم د هغه ورور، خوزه داوید او د هغه پر مېرمن مارلني کونترراس بندیزونه ولګول.

کابیو دا بندیزونه "غیراخلاقي" وبلل او ویې ویل چې دا ګام "ښيي موږ پر سمه لار روان یو او یو اصیل انقلاب مخته بیایو."

یوې بلې داخلي سرچینې بي‌بي‌سي موندو ته وویل: "کابیو توانېدلی د واک خپلواک جوړښت رامنځته کړي. د هغه رسنیز حضور د نورو چاویستي نخبګانو تر ټولو لوړ دی او پر وسله‌والو ځواکونو هم د نفوذ یوه کچه لري، که څه هم دا نفوذ په وروستیو کلونو کې کم شوی دی".