محکمې ته د مادورو د لېږد انځورونه

د عکس سرچینه، Reuters
د نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې لومړنۍ محاکمه د دوشنبې په ماښام، د جنوري پر پنځمه نېټه ترسره شوه.
ښاغلی مادورو چې د زندان جامې یې په تن وې او پښې یې په زولنو تړلې وې د نیویارک جنوبي سیمې محکمې ته حاضر کړل شو. د هغه مېرمنې، سیلیا فلورس، هم د زندان جامې اغوستې وې.
څو ساعته دمخه، نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن د بروکلین له توقیف مرکز څخه د نیویارک په منهټن کې یوې محکمې ته لېږدول شوي وو، ترڅو په رسمي ډول د مخدره توکو او وسلو تورونو په اړه محاکمه شي.
نېکولاس مادورو ټول تورونه رد کړل، او قاضي د مارچ په ۱۷مه نېټه د بلې محاکمې لپاره وخت وټاکه.
په مادورو څلور تورونه لګول شوي چې په هغو کې د "مخدره توکو د قاچاق له لارې ترهګري" او "د وسلو او چاودېدونکو توکو درلودل" شامل دي.
په محکمه کې مادورو: "زه د جګړې بندی یم"
د ډېرو امریکایی رسنیو په وینا، د ښاغلي مادورو وکیل ویلي چې د هغه موکل اوس مهال د ضمانت غوښتنه نه کوي، که څه هم دا ډول غوښتنه ښايي وروسته وشي. دا هم ویل کېږي چې ښاغلي مادورو د نیویارک په محکمه کې قاضي ته ويلي چې هغه اوس هم د وېنزویلا ولسمشر دی.
د نیکولاس مادورو مېرمن، سیلیا فلورس، هم ټول تورونه رد کړي دي.
د واشنګټن او کاراکاس ترمنځ د څو میاشتو زیاتېدونکي کړکېچ وروسته، د امریکا ځانګړو ځواکونو د تېرې شنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د جنوري پر درېيمه، د وېنزویلا په پلازمینه کې د یو لړ بې ساري عملیاتو په ترڅ کې، د هېواد ولسمشر په خپل استوګنځي کې ونیو او نیویارک ته یې ولېږداوه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Shutterstock

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Jane Rosenberg / Reuters

د عکس سرچینه، Jane Rosenberg / Reuters








