د وېنزویلا نیکولاس مادورو څومره پېژنئ؟

د عکس سرچینه، Daniel Arce/BBC
کله چې نیکولاس مادورو په ۲۰۱۳ کال کې د هوګو چاویز تر مړینې وروسته د وېنزویلا ولسمشر شو، د هېواد خلک له مخکې چمتو وو: ځکه هغه د چاویز لهخوا د واک د سپارلو لپاره ټاکل شوی کس و؛ یو داسې سړی چې د خپل کاريزماتیک مشر له خوا د واک واګې ورسپارل شوې وې.
د ۲۰۱۲ کال په وروستیو کې، د وېنزویلا پلازمېنې کاراکاس او د کیوبا پلازمېنې هاوانا ترمنځ د چاویز تګراتګ ډېر شوی و، ځکه هغه د سرطان درملنه کوله چې وروسته یې له امله مړ هم شو. خو تر مړینې مخکې، هغه پر ملي ټلویزیون راڅرګند شو او خپل ځایناستی یې اعلان کړ.
چاویز په ټلویزیوني وینا کې وویل، که دی د واک پر مخ وړلو توان له لاسه ورکړي، نو د هغه وخت مرستیال ولسمشر مادورو باید نه یوازې خپله قانوني موده پوره کړي، بلکې په نوو ټاکنو کې هم د ولسمشر په توګه وټاکل شي.
چاویز مادورو هغه څوک باله چې د ده سیاسي پروژه، یعنې "بولیواریایي انقلاب" به پر مخ وړي. دا د چاویز سیاسي او اصلي شعار و، هدف یې دا و چې وېنزویلا د سوسیالیستي او ټولنیز عدالت پر بنسټ هېواد جوړ کړي. هغه مادورو یو عملي او عملي سیاستوال ګاڼه، نه افراطي؛ داسې سړی چې هم په کوڅهییزو لاریونونو کې په ساده جامو راڅرګندېده او هم په رسمي غونډو کې له کورتۍ او نکټایي سره ارام و.
دا د مادورو لپاره د پام وړ بریا وه، ځکه هغه خپل سیاسي ژوند له دې لارې جوړ کړی و چې تل کم اټکل کېده او ډېری خلکو به د کمو رسمي زدکړو لرونکی او سختدریځه کس باله. خو په حقیقت کې، هغه همدا انګېرنه تر ډېره وخته د ځان په ګټه وکاروله.
دا هم مادورو و چې د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې یې د هوګو چاویز د مړینې اعلان وکړ؛ هغه مهال چې د وېنزویلا اقتصاد، چې نژدې په بشپړه توګه د تېلو پر عوایدو ولاړ و، له جدي لړزې سره مخ کېده.
له دې وروسته، هېواد له لسو کلونو زیات د سیاسي او ټولنیزو ګډوډیو شاهد و؛ داسې موده چې پرلهپسې بحرانونه، دننه او بهر د مادورو پر استبدادي واکمنۍ نیوکې او پر واک د هغه ورځ تر بلې کمزوری کېدونکی دریځ پکې څرګند و.

















