"د ځنګل قانون"؛ د مادورو او د هغه د مېرمنې د نیول کېدو په اړه د افغانانو غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images/Social Media
د امریکا لخوا د وېنزویلا د ولسمشر د توقیفولو په اړه په ښکاره نړۍ وېشل شوې، ځینې کاراکاس کې د امریکا عملیات او د هغه هېواد د ولسمشر نېکولاس مادورو توقیفول د وخت اړتیا بللې، ځینې نورو بیا دا پېښه غندلې خو ځینې نور هېوادونه غلي دي او لا یې په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت، ارګ یا کوم بل بنسټ یې لا د وېنزویلا د حالاتو په اړه رسمي دریځ نه دی ډاګیزه کړی، خو یو شمېر سیاسیونو یې بیا په اړه چوپتیا ماته کړې.
د طالبانو د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي مشر عبدالله عزام دغې پېښې ته په غبرګون لیکلي "نړۍ په یوه ځنګل بدله شوې چې پکې قانون، بشریت او پولې له شعار ور ها خوا نور څه نه دي."
هغه لیکلي "وېنزویلا یې یوه وروستۍ بېلګه ده." داسې چې " که زمری له ځانه جوړ نه کړې شغالان به دې وخوري."
"ډیلټا ځواک" د امریکا پوځ په افغانستان کې
هغه په یوه بل پوسټ کې د یوه امریکایي سرتېري انځور هم خپور کړی چې ویل کېږي د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال د طالبانو له خوا نیول شوی و او په لنډ ډول یې لیکلي دي: "ډیلټا فورس په افغانستان کې".
په دغه انځور کې یو بهرنی وګړی چې افغاني کالي یې اغوستي د یوې ونې تر څنګ ولاړ ښکاري او د هغه مخې ته د طالبانو یو غړی پر ځمکه ناست دی چې یوه کتابچه لولي.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال پاکستان کې د طالبانو سفیر عبدالسلام ضعیف په وېنزویلا کې د امریکا عملیات او د هغه هېواد ولسمشر نیول "بدمعاشي، کرغېړن عمل او د ټولو لپاره ګواښ " بللی دی.
ښاغلی ضعیف چې اوس د طالبانو په حکومت کې کومه رسمي دنده نه لري په خپله ټولنیزه پاڼه (اېکس) لیکلي، په وېنزویلا کې د امریکا لېوالتیا له دې کبله ده چې د هغه هېواد طبیعي زېرمې خپلې کړي او په ټکو یې "مادورو یې د دې لپاره 'اختطاف' کړ چې د وېنزویلا شتمني قبضه کړي."
نورو لوړ پوړو طالب چارواکو لا په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي خو د جمهوریت د دورې یو شمېر افغان سیاستوالو بیا د داسې پېښو پیوند له افغانستان سره ورکړی او غبرګونونه یې ښودلي.
د طالبانو د حکومت او د افغانستان د ډېری سیاستوالو چوپتیا
افغانستان کې د پخواني جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح د سپینې ماڼۍ او ډونلډ ټرمپ د هغه خبر او انځور له بیا خپرولو سره چې د مادورو نیونې په اړه یې خپور کړی لیکلي "نو دوی له موږ غوښتل چې دوه لسیزې پر امریکا او د هغې پر متحد پاکستان دا باور وکړو چې دوی د کوټې شورا په اړه معلومات نه لرل."
د هغه موخه په ښکاره په وېنزویلا کې د امریکايي ځواکونو هغو حیرانوونکو عملیاتو ته ده چې د هغه هېواد ولسمشر یې پرته له مقاومته په نیمه شپه ونیو او له ځانه سره یې امریکا ته یووړ.
ښاغلي صالح وړاندې په خپل غبرګون کې ادعا کړې چې لا حیرانوونکي یې دا چې امریکا اوس همدې "طالبانو ته هره اونۍ د بشري مرستو په نوم ۶۰ میلیونه ډالر" لېږي.
افغانستان کې د پخواني جمهوریت د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی بل له هغو افغان سیاستوالو دی چې د وېنزویلا پېښې ته په اشارې یې د افغانستان وضعیت ته اشاره کړې.
نوموړي د شنبې پر شپه وېنزویلا باندې د امریکا برید ته په غبرګون ویلي چې ټول مستبد رهبران به د نیکولاس مادورو په څېر برخلیک سره مخ شي. ښاغلي داودزي په خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي "له مادورو سره نه هم ولس او نه هم وسله وال ځواکونه ودرېدل."
ښکاري د هغه اشاره افغانستان کې د طالبانو حکومت ته ده چې د بشري حقونو په سرغړونو تورن دی او د حکومت غوښنه ونډه یې یوازې ملایانو او طالبانو نیولي ده.
ښاغلي داودزي وېنزویلا کې وروستی بدلون د "مستبدو او ظالمو" حکومتونو پر وړاندې یو نوی دور بللی دی.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبدالکریم خرم لیکلي چې "ښکاري ۲۰۲۶ کال به د لا ډېرو جګړو کال وي". هغه دا اقدام "زور او د ځنګل قانون" بللی او ویلي یې دي چې پر وېنزویلا برید او د دغه هېواد د ولسمشر نیول "زموږ د سیمې او طبعاً زموږ د هېواد لپاره هم پایلې لري".
هغه ویلي چین "ښايي د وېنزویلا شاوخوا ۸۰ سلنه تېل رانیول" او تر ټولو ستره ضربه چین ته رسېدلې ده. ښاغلي خرم زیاته کړې چې "ویل کېږي پر وېنزویلا برید د ایران پر وړاندې د بل برید مقدمه ده" او که داسې وشي نو د هغه په وینا "دا به د افغانستان دوه ګاونډیان په مستقیم ډول اغېزمن کړي او د ګاونډیانو مستقیم اغېز به پر موږ هم ولګېږي".
د نړیوالو اړیکو څېړونکي ملک ستیز هم پر اېکس دا اقدام "د ټرمپ له خوا د مادورو تښتونه" بللې او ویلي یې دي چې دې کار "د زیلېنسکي (د اوکرایین ولسمشر) او د هغه د اروپایي ملاتړو تنې نورې هم لړزولې دي".
هغه ټینګار کړی چې ټرمپ اوس د دې ګام له امله هېڅ توجیه نه لري چې "د پوتین له لوري پر زیلېنسکي د برید مخه ونیسي".
ښاغلي ستیز په یوه بل پوسټ کې ویلي چې امریکایي چارواکي د مادورو حکومت "سوسیالیستي مافیایي، فاسد، د نشهيي توکو په قاچاق کې ښکېل، پر مدني ټولنه فشار راوړونکی، د بشري حقونو نه مراعت کوونکی او د لاریونونو ځپونکی" بولي، خو د هغه په وینا "که رښتیا هم د خلکو غم درسره و، نو ولې مو په غزه کې چې تاریخي جنایتونه وشول، څه ونه کړل؟ ولې د طالبانو له بشرضد حکومت سره نرم چلند کوئ؟"
هغه په پای کې ټینګار کړی چې دا اقدام د امریکا له خوا "د تېلو، ګازو او د خامو موادو د بډایو کانونو له امله" شوی دی.
د امریکا حکومت نیکولاس مادورو د نشهيي توکو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن کړی او هغه یې "د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ" بللی دی.











