امریکا څنګه مادورو ونیو: 'امریکايي جاسوسانو له میاشتو راهیسې هغه څاره'

د ویډیو تشریح، د امریکا جاسوسانو او ډرونونو له میاشتو راهیسې مادورو او د هغه شخصي ژوند څاره

د وېنېزوېلا په حکومت کې د ننه د یوې سرچینې په ګډون یوې کوچنۍ ډلې د ۶۳ کلن ولسمشر مادورو خوب، خوراک او حتی - د لوړپوړو دفاعي چارواکو په خبره - د هغه کورني حیوانات څارل.

بیا د دېسمبر میاشتې په لومړیو کې د بشپړ هوډ په نامه دغه عملیات له میاشتو چمتووالي، پلانونو او تمرینونو وروسته نهايي شول چې پکې د مادورو د خوندي کور بېلګه جوړه شوې او د ورتګ تمرین پکې شوی و.

دغه پلان په دقت خوندي شوی او د امریکا کانګرس ته هم مخکې خبر نه و ورکړل شوی او نه یې مشوره اخيستل شوې وه.

لوړپوړو پوځي چارواکو پلان مناسب وخت او د هیښولو شېبې ته ساتلی و او کله چې څلور ورځې وړاندې ولسمشر ټرمپ د عملي کېدو اجازه ورکړې وه خو د امریکا لوی درستیز جنرال ډن کېن د شنبې په ورځ وویل چې دوی بیا هم منتظر شول.

بالاخره په ځایي وخت د شپې په پینځلس کم یوولس بجې دغه دوه ساعته او شل دقیقې بې ساري عملیات د هوا، ځمکې او سمندر له لارې پیل شول.

ولسمشر ټرمپ له خپلو سلاکارانو سره په فلوریدا کې د دغو عملیاتو ژوندی حال داسې مهال څاره چې یوې خوا ته یې د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې مشر جان راټکلېف او بلې خوا ته یې بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ناست وو.

هغه د شنبې په ورځ وویل چې دا عملیات یې داسې وکتل لکه تلویزیوني پروګرام چې ګوري او ویې ستایل.

ټرمپ د فلوریډا له خپلې استوګنځي څخه د عملیاتو ژوندۍ خپرونه ولیده.

د عکس سرچینه، Donald Trump / TruthSocial

د عکس تشریح، ټرمپ د فلوریډا له خپلې استوګنځي څخه د عملیاتو ژوندۍ خپرونه ولیده.
له چپ څخه ښي خوا ته: د دفاع وزیر پیټ هیګسیت، د سي آی اې رییس جان راټکلیف، روبیو او ټرمپ د سکرین مخې ته چې د ایکس پوسټونه ښیې

د عکس سرچینه، Donald Trump / TruthSocial

د عکس تشریح، له چپ څخه ښي خوا ته: د دفاع وزیر پیټ هیګسیت، د سي آی اې رییس جان راټکلیف، روبیو او ټرمپ د سکرین مخې ته چې د ایکس پوسټونه ښیي
جنرال کاین (کیڼ اړخ ته) هم په خونه کې وو

د عکس سرچینه، Donald Trump / TruthSocial

د عکس تشریح، جنرال کاین (کیڼ اړخ ته) هم په خونه کې وو

په وروستیو میاشتو کې دغې سیمې ته زرګونه امریکايي سرتېري، الوتکه لېږدوونکې بېړۍ او لسګونه جنګي کښتۍ ور استول شوې وې.

ولسمشر ټرمپ پر ولسمشر مادورو د نشه‌يي توکو د قاچاق او ترهګرۍ تور لګاوه او ځواکونو یې لسګونه هغه کوچنۍ کښتۍ هم الوځولې چې ادعا کېده دغې سیمې ته نشه‌يي توکي لېږدوي.

امریکايي چارواکو ویلي چې ددغو عملیاتو پر مهال د بم غورځوونکو، جنګي جېټ او څارونکو په ګډون له ۱۵۰ ډېرې الوتکې په دې شپه استول شوې وې چې ولسمشر ټرمپ وروسته وویل چې د الوتکو شمېر او کوزېدو دا عملیات ډېر پېچلي کړي وو.

په پلازمېنه کاراکاس کې د شپې په دوو بجو لوړې چاودنې واورېدل شوې او له ښاره لوګي پورته شول. ژر وېډیوګانو په اسمان کې ګڼې الوتکې وښودې چې د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې موندنې ښيي چې لږ تر لږه پنځه موقعیتونه يې په نښه کړي وو چې پکې هوايي اډې، دفاعي سیستمونه او پوځي تأسیسات شامل وو.

ولسمشر ټرمپ دا هم ویلي وو چې دوی له عملیاتو مخکې د پلازمېنې کاراکاس برېښنا پرچاو کړې وه.

د امریکا لوی درستیز جنرال کېن وايي، امریکايي ځواکونو ښار ته له ننوتو سره د ولسمشر مادورو ځای ته په ځايي وخت دوه بجو او یوه دقیقه ځان ورساوه او هغه ځايونو ته چې ورننوتل ورته ممکن نه وو ننوتل.

امریکا د کاراکاس شاوخوا څو ځایونه په نښه کړل، په شمول د وینزویلا ترټولو لوی پوځي کمپلیکس، فویرته تیونا

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، امریکا د کاراکاس شاوخوا څو ځایونه په نښه کړل، په شمول د وینزویلا ترټولو لوی پوځي کمپلیکس، فویرته تیونا

د ولسمشر مادورو او د هغه د مېرمنې سیلیا فلورېس د نیول کېدو شېبه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د امریکا د کانګرس غړو خبرول پیل کړل. هغه وروسته د شنبې په ورځ کنفرانس کې وویل چې تر مخه د کانګرس خبرولو دغه عملیات له خطر سره مخامخولی شول.

ولسمشر ټرمپ وویل، ولسمشر مادورو چې په وروستیو میاشتو کې یې په کیوبايي ساتونکو تکیه ډېره کړې وه غوښتل چې وتښتي او ځان په هغه ځای کې خوندي کړي چې زموږ ځواکونو یې دروازه په اوه څلوېښت ثانیو کې الوځولی شوه، خو هغه د دروازې له بندولو مخکې ونیول شو.

ولسمشر ټرمپ په دې اړه هم وپوښتل شو چې که هغه مقاومت کړی وی وژل کېدی شو، هغه وویل چې هو. هغه چورلکې چې نیول شوی ولسمشر مادورو او د هغه مېرمن پکې وو په ځایي وخت د سهار پر څلورو بجو او شلو دقیقو د وېنېزوېلا له خاورې د امریکا لور ته ووتلې.

ټیک یو ساعت وروسته ولسمشر ټرمپ د هغه د نیول کېدو خبر نړۍ ته اعلان کړ او ویې ویل چې نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن به د امریکايي عدالت له ټول ځواک سره مخ شي.