د نیکولاس مادورو مېرمن سیلیا فلورېس څوک ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
سیلیا فلورېس له ډېر وخت راهیسې په وېنزویلا کې یوازې د "لومړۍ مېرمنې" له رول څخه لوړه څېره ګڼل کېږي. د ولسمشر نیکولاس مادورو مېرمن د حکومت له تر ټولو مخکښو ښځو ده او پلویان یې تر ډېره د "لومړۍ مبارزې" په نوم یادوي.
هغه په ۱۹۵۶ کال کې زېږېدلې ده او خپل سیاسي مسیر یې د خپل مېړه ترڅنګ پر مخ وړی دی بلکې په ځینو پړاوونو کې یې تر هغه لوړې دندې هم لرلې دي.
فلورېس د هېواد د سیاسي بهیر په ټاکلو کې فعاله ونډه لرلې ده په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې مادورو په ۲۰۱۳ کال کې ولسمشر شو.
د شنبې په سهار (د روان کال د جنورۍ درېیمه) مېرمن فلورېس او د هغې مېړه د امریکا د پوځ د عملیاتو پر مهال د وېنزویلا دننه ونیول شول او اوس ټاکل شوې چې دواړه په نیویارک کې د نشهيي توکو او وسلو د قاچاق په تورونو محکمې ته وړاندې شي.
فلورېس او مادورو دواړه د وېنزویلا د مړه شوي مشر هوګو چاوېز تر سیوري لاندې واک ته ورسېدل.
مادورو د ۲۰۱۳ کال د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال، د چاوېز له مړینې وروسته، فلورېس ته د "لومړۍ مبارزې" لقب ورکړ او د "لومړۍ مېرمنې" اصطلاح یې "اشرافي مفهوم" وباله.
د امریکا د مالیې وزات د ۲۰۱۸ کال سپتمبر میاشت کې پر سیلیا فلورېس مالي بندیزونه ولګول چې د وېنزویلا د ولسمشر نژدې کړۍ په نښه کړي.
ساده ریښې

د عکس سرچینه، Getty Images
مادورو ویلي وو چې سیلیا فلورېس د پلازمېنې کاراکاس لوېدیځ ته شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لېرې د تیناکلو ښار "په داسې کرونده کې چې ځمکه یې خاورينه وه" زېږېدلې ده. هغه ویلي چې د فلورېس کورنۍ هغه مهال کاراکاس ته کډه شوه چې سیلیا څلور کلنه وه.
فلورېس چې د شپږو خویندو او وروڼو له ډلې کشره ده له خپلې کورنۍ سره د کاراکاس په لوېدیځ کې په دوو ګڼ مېشتو سیمو کاتیا او بوکرون کې اوسېدله.
هغه په ۳۲ کلنۍ کې د سانتا ماریا له خصوصي پوهنتون څخه د حقوقو په څانګه کې سند ترلاسه کړ او وروسته یې د جزايي قانون او کاري حقوقو په برخو کې تخصص وکړ.
خو د هغې ژوند د هوګو چاوېز له ناکامې کودتا وروسته چې د ۱۹۹۲ کال په فبرورۍ میاشت کې وشوه نوې لاره خپله کړه.
فلورېس له هغې حقوقي ډلې سره یو ځای شوه چې د کودتاګرو پوځي افسرانو دفاع یې کوله او په پای کې پخپله هم د هغوی له سیاسي پروژې سره یوځای شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا هغه مهال و چې له مادورو سره اشنا شوه؛ هغه څوک چې د هغه وخت په انځورونو کې د چاوېز ترڅنګ په عامو غونډو کې د ساتونکي په څېر تر سترګو کېږي.
مادورو په دې اړه ویلي وو: "ما له سیلیا سره ولیدل. هغه د څو بندي وطنپالو پوځي افسرانو وکیله وه. د قومندان چاوز وکیله هم وه او هو، د چاوېز لپاره په زندان کې وکالت کول… سخت کار و. په هماغو د مبارزې کلونو کې مې ورسره بلدتیا پیدا کړه او وروسته، هو، هغې زما پام ځان ته واړاوه."
له هماغه وخته د دواړو برخلیک د چاوېز او د هغه له سیاسي خوځښت سره، چې په "چاویسو" مشهور دی، غوټه شو.
د پارلمان غړې او څارنواله

د عکس سرچینه، Getty Images
سیلیا فلورېس د ۱۹۹۰مې لسیزې په ترڅ کې له بېلابېلو هغو سازمانونو سره یوځای شوه چې له چاوزیزم سره تړاو درلود او د ۱۹۹۸ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هوګو چاوېز له بریا وروسته هغې ډېر مهم مقامونه ترلاسه کړل.
په ۲۰۰۰ کال کې د ملي اسمبلۍ غړې وټاکل شوه او د ۲۰۰۶ کال د ټاکنو په دویم پړاو کې له بریا وروسته د وېنزویلا په تاریخ کې لومړۍ ښځه شوه چې د دې هېواد د مقننه قوې مشري یې پر غاړه واخیسته.
هغې نژدې شپږ کاله داسې پارلمان رهبري کړ چې نژدې یوګوندي بڼه یې لرله ځکه اصلي مخالفو ګوندونه په ټاکنو کې ګډون نه و کړی. فلورېس ځان د چاوېز د سرسخته ملګرې په توګه وښود او د هغې د مشرۍ دوره له لانجو خالي نه وه چې له هغې ډلې د رسنیو پر وړاندې د پارلمان تالار ته د لاسرسي بندیز هم شامل و.
دا محدودیت تر ۲۰۱۶ کال د جنورۍ پورې دوام وکړ او له نویو ټاکنو وروسته چې مخالفانو د وېنزویلا د ملي اسمبلۍ کنټرول تر لاسه کړ دا بندیز لرې شو.
سیلیا فلورېس د اتحادیو له خوا د "خپلوان پالنې" په تور هم تورنه شوه چې ادعا یې کوله هغې د خپل نفوذ له لارې تر ۴۰ پورې کسان دندې ته ګومارلي وو چې د کورنۍ غړي یې هم پکې شامل وو.
هغې د ځايي رسنیو پر وړاندې په غبرګون کې وویل: "زما کورنۍ دلته راغله او زه پرې ویاړم چې هغوی زما کورنۍ ده. زه به د هغوی د کارګرانو په توګه دفاع کوم او له عامه سیالیو څخه به هم دفاع وکړم."

د عکس سرچینه، Getty Images
هوګو چاوېز سیلیا فلورېس د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې د وېنزویلا د لویې څارنوالې په توګه وټاکله او هغې تر ۲۰۱۳ کال پورې چې ښاغلی چاوېز ومړ دا دنده پر غاړه لرله.
د هماغه کال په جولای کې، درې میاشتې وروسته له هغه چې مادورو د ولسمشر په توګه وټاکل شو دواړو واده وکړ او فلورېس په رسمي ډول د وېنزویلا لومړۍ مېرمنه شوه. دغه واده د هغوی څو کلنه اړیکه رسمي کړه چې په هغه موده کې یې د پخوانیو اړیکو اولادونه لوی کړل: د فلورېس درې اولادونه او د مادورو یو اولاد.
د ۲۰۱۵ کال په پارلماني ټاکنو کې فلورېس یو ځل بیا د ملي اسمبلۍ غړې وټاکل شوه، خو د لومړي ځل لپاره په ۱۵ کلونو کې چاوزېزم په اقلیت کې پاتې شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
کورنۍ
د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې فلورېس په دولتي ټلوېزیون کې د "له سیلیا سره، د یوې کورنۍ په توګه" په نامه پروګرام پیل کړ او یو کال وروسته یې د "پرېکړې" په نوم راډیویي خپرونه هم پیل کړه.
خو په وروستیو کلونو کې د رسنیو پام تر ډېره د هغې پر خپله نه بلکې پر کورنۍ راټول شوی دی.
د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت کې د هغې دوه ورېرونه په هایټي کې تر نیول کېدو وروسته د امریکا د نشهيي توکو پر ضد ادارې ته وسپارل شول او د نیویارک څارنوالۍ هغوی د نشهيي توکو د قاچاق پر اړوندو جرمونو تورن کړل.
فلورېس امریکا د خپلو ورېرونو په "تښتولو" تورنه کړه خو د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر میاشت کې یوه قاضي دغه دوه ځوانان د نشهيي توکو د قاچاق په جرم په ۱۸ کلونو بند محکوم کړل.
څارنوالۍ ادعا کړې وه چې هغوی غوښتل د کاراکاس د مایکیتیا په هوايي ډګر کې د ولسمشرۍ الوتکې د تمځای له کارولو سره ۸۰۰ کیلوګرامه کوکایین هندوراس ته ولېږدوي چې وروسته امریکا ته قاچاق شي.
دغه دواړه کسان د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جو بایډن له خوا تر بخښنې وروسته د یوې هوکړې په چوکاټ کې خوشې شول چې له مخې یې اوه امریکایي وګړي چې په وېنزویلا کې بندیان وو، ازاد شول.
سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ له بیا ستنېدو سره پر دغو دوو ورېرونو او د کورنۍ پر نورو غړو یو ځل بندیزونه ولګول شول، خو اوس مادورو او فلورېس پخپله له سملاسي او جدي ننګونې سره مخ دي.












