د ایران احتجاجونه؛ "که د ایران حکومت د خلکو وژل پیلوي نو امریکا به سخت ګوزار پرې وکړي"

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بيبيسي فارسي د پوښتنو په ځواب کې په ایران کې د روانو اعتراضونو په اړه د متحده ایالتونو دریځ په ډاګه کړی دی.
د دغه وزارت یوه ویاند که څه هم دا پوښتنه ځواب نه کړه چې د ایران د اوسني حاکم رژيم احتمالي بدیل څه ورته برېښي خو ویلي یې دي چې د ایران په اړه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دریځ ډېر روښانه دی او هغه دا چې هغه ټينګار کړی، که "دوی [د ایران حکومت] د تېر په څېر د خلکو وژل پیل کړي نو زه فکر کوم چې متحده ایالات به ډېر سخت ګوزار پرې وکړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې وروستي لاریونونه خلکو ته د یوه ښه ژوند په برابرولو کې د ناکامېدو له کبله د ایران له حکومته "د ایرانیانو د درک وړ غصې ښکارندويي کوي."
تر دې مخکې ډونلډ ټرمپ په خپله هم ورته ګواښ کړی و. هغه ویلي وو چې که ایران احتجاجیان وژني نو امریکا به "د هغوی ژغولو ته ورشي."
ښاغلي ټرمپ پرخپله خواله رسنۍ (ټروت) تېره جمعه (مرغومی ۱۲/جنوري ۲) ولیکل، "که ایران د خپل دود له مخې پر سولهييزو اعتراضکوونکو ډزې کوي او په تاوتریخوالي سره یې وژني نو د امریکا متحده ایالات به د هغوی ژغورلو ته ورشي."
هغه زیاته کړه چې امریکا د دې ګام اخیستلو لپاره "چمتو" ده.
د یادولو ده چې په ایران کې نن دوولسمه ورځ هم اعتراضونه دوام لري.
احتجاجیانو د قاسم سلیماني مجسمه ونړوله او د جمهوري اسلامي بېرغ یې څيرې کړ

د عکس سرچینه، UGC
پر خواله رسنیو یو ویډیويي کلیپ لیدل کېږي چې ایراني احتجاجیان د فارس ولایت په کوه چنار سیمه کې د سپاه پاسدران قدس څانګې مخکیني قومندان قاسم سلیماني مجسمه نړوي او لاندې یې غورځوي.
دغه ویډیويي کلیپ په خواله رسنیو کې په خورا پراخه کچه لاس په لاس کېږي. د بي بي سي فارسي څانګه په خپل رپوټ کې کاږي، دوی نه شي کولای په خپلواکه توګه د دې ویډیو ثبت کره نېټه او وخت تائید ترلاسه کړي.
د یادونې ده، چې په ایران کې د روانو احتجاجونو په لړ کې دا د حکومتي نښو، نښانو ویجاړولو د لړۍ یوه کړۍ ده، چې د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې رامنځته کېږي.
په یوه بل ویډیويي کلیپ کې بیا چې پر چارشنبه (مرغومی ۱۷) ثبت شوې، لیدل کېږي چې احتجاجیان د ایران اسلامي جمهوریت یو ستر بېرغ لاندې راکوزوي او وروسته یې د احتجاج په توګه پرې کوي.

د عکس سرچینه، UGC
د ایران په بېلابېلو ښارونو کې نن هم اعتراضونه روان دي. په همدې حال کې د دغه هېواد پارلمان ویلي چې په ایلام او تهران ولایتونو کې پر روغتونونو د امنیتي ځواکونو د بریدونو موضوع څېړي.
د بيبيسي فارسي د خبر له مخې، د ایران پارلمان د روغتیا او طب کمېسیون ویلي چې د ایلام 'امام خمیني روغتون' ته د امنیتي ځواکونو د ننوتلو او د تهران په 'سینا روغتون' کې د اوښکې بهوونکي ګاز د کارونې په اړه "پلټنې کوي."
د دغه کمیسون غړي محمد رسول شیخزاده ایلنا خبري اژانس ته ویلي، "په وروستیو کې چې د ایلام په ګډون په ځينو روغتونونو کې څه پېښ شوي دي، ګمان نه کوم چې په خپله امنیتي او نظامي ځواکونو ته هم د منلو وي."
هغه زیاته کړې، "یو ناروغ چې د نړۍ په هر کونج کې وي، باید درملنه او د ژوندژغورلو هڅه یې وشي او دا د طبابت یو منل شوی اصل هم دی. د [پارلمان] طبي کمیسون به په جدي ډول په دې مسئله کې مداخله وکړي."
وړمه ورځ سېشنبه (مرغومی ۱۶/جنوري ۶) له ایلام ولایته د یوه پراخ احتجاج ویډيوګانې او عکسونه خپاره شول او وروسته یې د امام خمیني په نوم مرکزي روغتون باندې د امنیتي ځواکونو برید په کورنۍ او نړیواله کچه غبرګونونه را وپارول.
د بښنې نړیوال سازمان هم دا پېښه وغندله او "له نړیوالو قوانینو سرغړونه" یې وبلله.
د تېرې یکشنبې په ماښام په خپرو شوو ویډيوګانو کې هم ښکاري چې امنیتي ځواکونه په زور او تاوتریخوالي سره روغتون ته ننوځي او د ایلام د امام خمیني روغتون په ودانۍ کې دننه اوښکې بهوونکی ګاز کاروي.
پرون سېشنبه د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني د ولسمشر مسعود پزشکیان له سپارښتنې وروسته، د دغه برید د څېړلو لپاره یو پلاوی هم استولی دی.
د امریکا خبرداری: دغه هېواد له تازه ننګوونو سره مخامخ شوی دی

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې احتجاجونو له پیل څو ورځې وروسته وویل، که له احتجاج کوونکو سره زور زیاتی وشي نو امریکا به مداخله وکړي. ولسمشر ټرمپ ویلي و: ''موږ چمتو او مسلح یوو''
ورته ګواښ د وېنزویلا ولسمشر نکولاس مادورو د نیولو لپاره د امریکايي ځانګړو ځواکونو له عملیاتو مخکې وشو.
د امریکا د یوه ولسمشر لخوا دا ډول اقدام او هغه هم په داسې حال کې چې احتجاجونه روان دي، خورا غیر عادي پېښه بلل کېږي او کېدای شي پر وضعیت مستقیم اغېز وکړي.
بل لور ایراني امنیتي ځواکونو له هماغه پیله له لاریون کوونکو سره تاوتریخجن چلند کاوه او د بشري حقونو فعالانو په وینا تر اوسه پورې په دې احتجاجونو کې د "۲۰ کسانو وژل کېدو" رپوټونه ورکړل شوي دي.
اوس نو د ډېرو پام د ښاغلي ټرمپ وروستي احتمالي اقدام ته اوښتی دی.
دغه لاریونونه د مرغومي پر اوومه د ډالر پر وړاندې د ایران د پېسو خورا ټیټ ارزښت او پراخ انقلاسیون له کبله په سوله ییز ډول د خلکو له غوسې پیل شول.
د یادونې ده، چې د ایران پولي واحد په مقابل کې د امریکايي ډالر ارزښت په تېر یوه کال کې نژدې اتیا سلنه پورته شوی او دا زیاتوالی په تېرو څو اونیو او میاشتو کې خورا زیات و.
د ایران اقتصادي وضعیت نه یوازې کړکېچن دی، بلکې په نژدې راتلونکي کې له دې بحرانه د دې هېواد وتلو کوم څرک هم نه لیدل کېږي.
په ایران کې د انفلاسیون کچه په یوه کال کې ۴۲ سلنه ده، خو د خوراکي توکو بیو کې دا کچه له۷۰ سلنې نه هم پورته بلل کېږي او په رپوټونو کې ویل کېږي، چې د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو برخه کې دا کچه ان تر ۱۱۰ سلنې پورې رسېږي.
د امریکا په مشرتابه نړیوال بندیزونه هم په دې برخه کې مهم رول لري، خو د اقتصادي وضعیت پېچلتیا یوازینی لامل همدا بندیزونه نه دي.
په ایراني محاکمو کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو د فساد قضیو سره هم په خلکو کې غوسه زیاته شوې او همدې کبله د ځینو هغه باور لا پیاوړی شوی، چې وايي، ځینې واکمن له همدې کړکېچن وضعیته ګټه اخلي.
دغه کسان په دې اند دي، چې ځینې چارواکي او د دوی خپل خپلوان د وارداتو، صادراتو، له هېواده بهر د تېلو لېږد کنټرول، تورو پیسو سپینولو او ځانګړو امتیازاتو له لارې ګټې اخلي.
ځینې ان پر حکومتي چارواکو د (بندیزونو ګټندویانو) نوم ږدي، چې د ځینو کارپوهانو په وینا همدا چاره خپله د بندیزونو پرتله زیاته د اوسني وضعیت لامل شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تهران بازارونو سوداګر لومړني کسان وو، چې احتجاج یې پیل کړ.
دوی په ورځنۍ توګه د پیسو ارزښت کمېدو په تړاو د احتجاج په توګه خپل دوکانونه وتړل او په لارو کوڅو کې یې لاریونونه پیل کړل.
خورا ژر دا لاریونونه د تهران له بازاره بهر د ټولنې نورو برخو ته ورسېدل، اقتصادي شعارونو ژر د سیاسي شعارونو بڼه غوره کړه او احتجاجیانو د اسلامي جمهوري نظام د نسکورېدو شعارونه ورکړل.
وروسته په نورو ښارونو کې هم د کوچنیو کاروبارونو څښتنان او محصلین له دې احتجاجونو سره یو ځای شول او په څو ورځو کې د ایران اسلامي جمهوریت د رهبر پر ضد شعارونه د دې غونډو محور شول.
نژدې څلور کاله مخکې ایران کې وروستی ځل دې ته ورته لاریونونه لیدل شوي وو.
هغه احتجاجونه د ایران مذهبي پولیسو په توقیف کې د مهسار امیني نومې پېغلې له مړینې وروسته پیل شوي وو.
هغه احتجاجونه چې وروسته د ''مهسا تحریک'' یا ''ښځه، ژوند، ازادي'' په نومونو هم یاد شول، د دې لامل شول، چې د حکومت ستنې ولړزیږي، خو د سلګونو احتجاجیانو له نیول کېدو، ټپي کېدو یا وژل کېدو وروسته وځپل شول.
ایراني خبریالان تر سخت فشار لاندې دي، بهرنیو خپلواکو رسنیو ته له ایرانه د رپوټ ورکولو اجازه نه ورکول کېږي او که څوک اجازه هم ومومي، له سختو بندیزونو سره مخامخ وي.
له همدې کبله هلته د رامنځته شویو پېښو په هکله زموږ د معلوماتو ډېره برخه د ټولنیزو رسنیو او د هغو خلکو له کیسو راځي چې هغه څه شریکوي چې دوی یې ګوري او ثبتوي.
دا وضعیت د معلوماتو تائید کول نور هم ستونزمنوي، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې ټولنیزې شبکې، په داسې حال کې چې عادي وګړو ته اجازه ورکوي چې د ټولنیزو پیښو په اړه راپور ورکړي، کولی شي د جعل کارۍ، بې بنسټه ادعاوو او د واقعیت تحریف شوي استازیتوب لپاره هم ښه زمینه برابره کړي، یوه داسې ننګونه چې د مصنوعي ځیرکتیا د خپریدو له امله نوره هم پراخه شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایراني حکومت پېچلی وضعیت
په داسې شرایطو کې ډېری شنونکي په دې باور دي چې اوسنی وضعیت کولای شي ډېرې جدي پایلې ولري.
د ایران حکومت په لسیزو کې په خورا کمزوري دریځ کې دی، د داخلي ناکراریو له فشار سره مخامخ دی، په داسې حال کې چې نفوذ یې له پولو بهر او په سیمه کې خورا محدود دی.
په تېر اوړي کې د ایران او اسرائیلو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه یو لوی بدلون و.
هغه شخړه د ایران پر اټومي تاسیساتو د هوایی بریدونو په ګډون د متحده ایالاتو په مستقیمه مداخله پای ته ورسېده.
جګړې د ایران دفاعي وړتیاوې، اټومي زیربناوې، او ځینې نظامي او صنعتي مرکزونه ډیر زیانمن کړل.
په ورته وخت کې د ایران سیمه ییز دریځ هم کمزوری شو.
په سوریه کې د بشارالاسد سقوط تهران له خپل یو مهم متحد څخه محروم کړ او د لبنان پر حزب الله د اسرائیلو بریدونو د دې ډلې د لوړ پوړو مشرتابه لویه برخه له منځه یوړه، هغه ډله چې پخوا یې د لبنان په سیاست او سیمه ییزو اړیکو کې لوی رول لوبولی و.
په عراق کې، د ایران ملاتړ لرونکې شیعه ډلې هم د بې وسلې کېدو لپاره تر فشار لاندې دي.
په یوه بل پرمختګ کې چې له منځني ختیځ څخه ډیر لېرې دی، په وېنزویلا کې د امریکا پوځي عملیات او د نیکولاس مادورو او د هغه د میرمنې، سیلیا فلورس نیول کېدل، له سیمې بهر د ایران نفوذ او شتون نور هم محدود کړی دی.
دې پرمختګونو د ایران د اسلامي جمهوریت سیمه ییز او نړیوال دریځ بدل کړی.
د ایران رژیم اوس په سیمه ییزو شخړو کې د تکیه کولو لپاره لږ متحدین او د تېلو د عوایدو د لېږد لپاره لږ چېنلونه لري.
دا په ځانګړي ډول د روسیې تر څنګ د وینزویلا د تیلو په سکتور کې د ایران د مهم رول او په چین کې موقعیت لرونکو بازارونو سره تړلو پیچلو مالي میکانیزمونو باندې د دې هېواد تکیې ته په پام سره مهم دی.
د دې شبکو ګډوډۍ په داسې وخت کې د ایران اقتصادي زیان منونکي حالت زیات کړی دی چې کورني فشارونه هم مخ په زیاتېدو دي.
په داسې شرایطو کې علي خامنه يي په ظاهره د خپل مشرتابه په ترڅ کې له خورا پېچلو حالاتو سره مخامخ دی.
د سیمه ییزو نیابتي ځواکونو د جوړولو لپاره له درېیو لسیزو ډېر پلانونه، د بندیزونو د مخنیوي لپاره میکانیزمونه، او اتومي زیربنا چې په خورا لویه پانګونه سره جوړې شوې وه، په نسبتا لنډ وخت کې ویجاړه شوې یا کمزورې شوي دي، او په متحده ایالاتو کې د ټرمپ ولسمشرۍ اوږدې مودې پاتې کېدو او د اسرائیلي حکومت په ځانګړې توګه د بنیامین نتانیاهو پرلپسې شتون ته په پام سره، داسې ښکاري چې له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره هیڅ روښانه دیپلوماتیکه لاره نه شته، پرته له دې چې درنه بیه ورکړي.
تر کلونو ښاغلي خامنه يي او د هغه نژدې کړیو د سیمه ییزو متحدینو او اټومي پروګرام لپاره د دوی لخوا ورکړل شوي درانه لګښتونه د ایران د اوږدمهاله امنیت او ټیکنالوژیکي پرمختګ لپاره د اړینې پانګونې په توګه توجیه کړل.
خو نن ورځ دا استدلال تر بل هر وخت ډېر تش ښکاري.
په داسې حال کې چې فشارونه په داخلي او بهرني ډول زیات شوي، د امنیت او د حکومت د بقا ډاډمن کول، چې یو وخت د دې پالیسیو لپاره د لاسته راوړنې او توجیه په توګه وړاندې کېده، اوس تر بل هر وخت ډېره لویه ننګونه ګرځیدلې ده.











