ډونلډ ټرمپ: که ایران سولهييز اعتراضکوونکي وژني نو امریکا به یې ژغورلو ته ورشي

د عکس سرچینه، PA
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی چې که احتجاجیان "وژني" نو امریکا به "د هغوی ژغورلو ته ورشي."
ښاغلي ټرمپ پرخپله خواله رسنۍ (ټروت) نن جمعه (مرغومی ۱۲/جنوري ۲) لیکلي، "که ایران د خپل دود له مخې پر سولهييزو اعتراضکوونکو ډزې کوي او په تاوتریخوالي سره یې وژني نو د امریکا متحده ایالات به د هغوی ژغورلو ته ورشي."
هغه زیاته کړې چې امریکا د دې ګام اخیستلو لپاره "چمتو" ده.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرخپله اېکسپاڼه په ایران کې د روانو مظاهرو په اړه لیکلي وو چې، "موږ د هغو رپوټونو او ویډیوګانو په اړه ژوره اندېښنه لرو چې په ایران کې سولهييز لاریونوال له ګواښونو، تاوتریخوالي او بندي کېدو سره مخ دي. د خپلو بنسټیزو حقونو غوښتل جرم نه دی. د ایران اسلامي جمهوريت باید د خلکو حقونو ته درناوی وکړي او د هغوی ځپل پای ته ورسوي."
په ورته وخت کې، د ایران له بېلابېلو ښارونو تېره شپه هم د اعتراضونو خبرونه ورکړل شوي.
نن جمعه د لرستان ولایت قضايي ادارې په ازنا او دلفان ښارونو کې د ځینو اعتراضکوونکو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
د "د مذهبي او حکومتي بنسټونو" بودیجې په اړه د کروبي نیوکه: دا د بیتالمال لوټل دي
ورته مهال د ایران یو سیاسي ګوتنیوونکي او د ایران د پارلمان پخوانی مشر مهدي کروبي د "مذهبي او حکومتي بنسټونو" لپاره د ځانګړې شوې بودیجې پر کچې سختې نیوکې کړې او دا یې "د بیتالمال لوټ" بللی دی.
ښاغلي کروبي ویلي، که د دیني او حکومتي بنسټونو په اړه رښتیا هم دا شمېرې سمې وي نو "زه ډاکټر پزشکیان ته حیران یم چې په داسې سختو اقتصادي او جګړهییزو شرایطو کې یې دا سپکاوی منلی، چې د هېواد شتمني په دې ډول لوټ او ضایع شي."
هغه چې نژې یو کال په بند کې ساتل شوی، اوس له زندانه راوتلی. نوموړي ولسمشر ته په خطاب کې ویلي:
"هغه باید پر هغو بنسټونو پیسې بندې کړي چې د هېواد بودیجه خوري، خو هېواد ته هېڅ ګټه نه رسوي. زه د یو روحاني په توګه د هغو بودیجو له امله چې د مذهبي او کلتوري بنسټونو په نامه کسانو ته ورکول کېږي، له خلکو شرمېږم."

د عکس سرچینه، fararu
ایران کې لا هم احتجاجونه روان دي او ځينې اعتراضکوونکي نیول شوي
له ایرانه رپوټونه وايي چې هلته تېره شپه هم په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه شوي او نن جمعه (مرغومی ۱۲/جنوري ۲) د لرستان ولایت عدلي او قضايي ادارې په ازنا او دلفان ښارونو کې د ځینو اعتراضکوونکو د نیولو خبر ورکړی دی.
که څه هم د ایران د سپاه پوځي ادارې او د دغه ولایت د لویې څارنوالۍ عمومي مشر سعید شهواري د نیول شوو کسانو شمېر نه دی په ډاګه کړی خو ویلي یې دي چې د دغو دواړو ښارونو د قضا او څارنوالۍ برخې مسؤلانو ته یې امر کړی چې "له هغو بلواګرو سره قانوني، قضايي او پرېکنده چلند وکړي چې عامه نظم او امنیت ګډوډوي."
پرون له دې سیمو ځينې داسې ویډيوګانې او عکسونه خپاره شول چې د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې، د احتجاجونو پرمهال د پولیسو پر یوه مرکز برید وشو چې "درې تنه پکې ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول."
فارس خبري اژانس ویلي چې "د بلواګرو یوې ډلې په ازنا کې د احتجاج کوونکو له راټولېدنې ناوړه ګټه پورته کړه او د پولیسو پر مرکزي دفتر یې له ځينو وسلو سره په دې نیت برید وکړ چې هلته افسران بېوسلې کړي او د وسلو زېرمتون ته ننوځي."
دا لاریونونه تېره يکشنبه وروسته له هغه پيل شول چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ريال بيه تر ټولو ټيټې کچې ته ورسېده او له همدې کبله د تهران په لوی بازار کې دوکاندارانو اعتصاب وکړ.
د یوه امنیتي کس او ځوان وژل کېدل

د عکس سرچینه، تابناک
پرون ښاغلي شهواري په روانو احتجاجونو کې د امیر حسام خدایاري فرد په نوم د یوه تنکي ځوان د وژل کېدو خبر هم تائید کړ.
هغه وویل چې دا پېښه د ۱۴۰۴ کال د جدي میاشتې په لسمه د دغه هېواد د کوهدشت ښار احتجاج کې د نښتو له کبله پېښه شوې.
د میزان خبري اژانس د راپور له مخې، د لرستان ولایت څارنوالۍ د بېړني حکم په صادرولو سره "د دې پېښې لپاره د قضايه دوسیې د پرانیستلو او د هغې د هر اړخیز تعقیب خبر ورکړ او د پېښې له عاملانو سره د قاطع چلند غوښتنه وکړه."
ښاغلي شهواري دې ته اشاره نه ده کړې، چې امیر حسام خدایاريفرد په اعتراضونو کې څه رول درلود، خو د لرستان ولایت حضرت سپاه هغه "د امنیت شهید" او "ځوان بسیجي" بللی دی. ویل کېږي، چې وژل شوی ځوان په ۱۳۸۲ کال کې زېږېدلی و.
له دې مخکې د نیمه رسمي فارس خبري اژانس راپور کې راغلي وو، چې د ایران د امنیتي ځواکونو یو غړی په دې هېواد کې د لاریونونو په څلورمه ورځ ووژل شو. دا اعتراضونه د اسعارو د ارزښت ټیټېدو له امله پیل شوي وو.
فارس د سیمه ییز چارواکي سعید پورعلي له خولې لیکلي، چې دا پېښه د لوېدیځ لرستان ولایت په کوهدشت ښار کې شوې، او زیاته کړې یې ده، چې د امنیتي ځواکونو یو شمېر نور غړي هم ټپیان شوي دي.
هغه ویډیو، چې د بي بي سي فارسي برخې تائید کړې ښيي، په همدې ورځ امنیتي ځواکونه په ښار کې پر لاریونوالو ډزې کوي.
د پنجشنبې په ورځ په سوېلي ولایت فارس او همدارنګه لوېدیځ ولایتونه همدان او لورستان کې هم د نا کراریو راپورونه ورکړل شوي.

د عکس سرچینه، Telegram
د پلازمېنې تهران چارواکو د چهارشنبې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې وه.
داسې ښکاري، د هغې ګډوډي کابو کولو لپاره وه، چې د یکشنبې په ورځ پلازمېنه کې پیل شوه.
د فارس راپور وایي، چې د بسیج یو ۲۱ کلن غړی، چې دا یوه نیمه پوځي ډله ده او د ایران د اسلامي انقلاب له سپاه سره تړاو لري، کوهدشت ښار کې د یوې نښتې پر مهال ووژل شو.
راپور زیاتوي، چې ۱۳ پولیس افسران او د بسیج غړي په ډبرو ویشتل شوي او ټپیان شوي دي.
په نورو ښارونو کې هم ګډوډي رامنځته شوه.
په سوېلي ولایت فارس کې لاریون کوونکو هڅه وکړه، چې یوې حکومتي ودانۍ ته ننوځي د چارواکو د رپوټ له مخې، د فسا په ښار کې درې پولیس ټپیان شوي او څلور کسان نیول شوي دي.
په هغو ویډیوګانو کې، چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې او د بي بي سي له خوا تایید شوې. لیدل کېږي، چې یوه ډله خلک د ښار د والي د دفتر دروازه ماتوي.
وروسته، په بل پوسټ کې امنیتي کسان ښکاري، چې په ځواب کې ډزې کوي. د اوښکو بهوونکو ګازو ورېځې د دوکانونو له مخې پورته کېږي.
د ایران حکومت ناڅاپي عمومي رخصتۍ اعلان کړې وې او په ټول هېواد کې ښوونځي، پوهنتونونه او دولتي ادارې تړل شوې وې.

د عکس سرچینه، ilna
رسماً ویل شوي و، چې دا د سړې هوا له امله د انرژۍ د سپما لپاره ده، خو ډېرو ایراني وګړو دا د اعتراضونو د مهارولو هڅه بلله.
اعتراضونه په تهران کې پیل شول. چېرې، چې دوکانداران د امریکايي ډالرو پر وړاندې د ایراني اسعارو د ارزښت لوېدو له کبله غوسه شوي وو.
په سه شنبې د پوهنتونونو محصلین هم ورګډ شول او اعتراضونه څو نورو ښارونو ته وغځېدل، خلکو د هېواد د مذهبي واکمنانو پر ضد شعارونه ورکول.
دا لاریونونه له ۲۰۲۲ کال راهیسې د شویو اعتراضونو ترمنځ له پراخو هغو څخه ګڼل کېږي. هغه مهال، د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د مړینې له امله پاڅونونه شوي وو.
مهسا امین یوه ځوانه مېرمن وه او اخلاقي پولیسو تور پرې لګولی و، چې خپل حجاب یې سم نه و اغوستی.
خو دا اعتراضونه د هغه وخت په کچه نه دي.
د هر ډول تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د تهران په هغو سیمو کې، چې لاریونونه پیل شوي، سخت امنیت نیول شوی دی.
ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د هغه حکومت به د لاریون کوونکو "مشروع غوښتنې" واوري.
خو لوی څارنوال محمد موحديآزاد دا خبرداری هم ورکړی، چې د بېثباتۍ د رامنځته کولو هره هڅه به له هغه څه سره مخامخ شي، چې ده "قاطع ځواب" وباله.











