په ايران کې لاريونونه: مظاهره کوونکو یوې دولتي ودانۍ ته د ننوتلو هڅه کړې

په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې مظاهره کوونکي په فاسا ښار کې د والي دفتر ته د ننوتو هڅې کوي.

د عکس سرچینه، Telegram

د عکس تشریح، په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې مظاهره کوونکي په فاسا ښار کې د والي دفتر ته د ننوتو هڅې کوي.

د ایران په فارس ولایت کې مظاهره کوونکو یوې حکومتي ودانۍ ته د ننوتو هڅه کړې. دا احتجاجونه چې د ایراني پیسو ارزښت کمېدو او انفلاسيون له کبله پیل شوی وو، اوس څلورمې ورځې ته رسېدلي دي.

مسوولین وايي، په فاسا ښار کې د دې پېښې په ترڅ کې درې پولیسان ټپيان شوي او څلور کسان د پېښې په تړاو نیول شوي دي. د ایران له لوېدیځو همدان او لورستان سیمو هم د امنیتي ځواکونو او مظاهره کوونکو د مخامختیا رپوټونه ورکړل شوي دي.

بل لور پلازمېنه تهران کې چارواکو پر چارشنبه د بانکي رخصتۍ ورځ اعلان کړې، چې په ظاهره د مظاهرو ارامولو یوه هڅه بلل کېږي.

پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې چې بي بي سي تائید کړې، د خلکو یوه ډله لیدل کېږي، چې په فاسا ښار کې د ولایت مقام د دروازې ماتولو هڅه کوي.

په یوه بل پوسټ کې بیا د امنیتي ځواکونو کسان د ډزو کولو په حال کې لیدل کېږي او دغه راز د دوکانونو تړل شویو دروازو تر مخ د اوښکې بهوونکي ګاز پورته کېدونکي لوګي ترسترګو کېږي.

د ایراني حکومت له لوري د رخصتۍ له ناڅاپي اعلان وروسته په ټول هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو په ګډون عامه خدماتي ادارې تړلې وې.

په ايران کې دغه روان احتجاجونه له پلازمېنې تهران څخه نورو ښارونو ته هم خپاره شوي دي.

دا لاریونونه د يکشنبې پر ورځ وروسته له هغه پيل شول چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ريال بيه تر ټولو ټيټې کچې ته ورسېده او له همدې کبله د تهران په لوی بازار کې دوکاندارانو اعتصاب وکړ.

له هغه راهيسې د بي بی سي فارسي له خوا تائید شويو ویډيوګانو ښودلې چې د کرج، همدان، قشم، ملارد، اصفهان، کرمانشاه، شيراز او يزد په ښارونو کې مظاهرې شوې دي. همدارنګه پوليس ليدل شوي چې د لاريونوالو د خورولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګاز کار اخلي.

د ایران حکومت وايي، دغو لاريونونو ته په "حوصله" غوږ نيسي، حتی که "له سختو غږونو سره مخ هم شي."

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وړاندې پر اېکس ليکلي وو، د کورنيو چارو وزير ته یې لارښوونه کړې چې له هغو کسانو سره خبرې وکړي چې ده د لاريون کوونکو "استازي" بللي ترڅو "ستونزې حل او په مسئولانه ډول عمل وشي."

نوموړي همدارنګه د ایران د مرکزي بانک مشر محمد رضا فرزين استعفا منلې او د اقتصاد او ماليې پخوانی وزير عبدالناصر همتي یې د هغه ځایناستی ټاکلی دی.

ايران کې لاريونونه

د عکس سرچینه، EPA

د پوهنتون محصلين هم له لاريونونو سره مل شوي او د "مرګ پر دېکتاتور" په څېر د حکومت ضد شعارونه یې ورکول چې اشاره یې د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه ای ته وه.

ځينو لاريون کوونکو همدارنګه د پخواني شاه محمد رضا پهلوي د زوی په ملاتړ هم نارې وهلې او ويل یې "ژوندی دې وي شاه". محمد رضا پهلوي په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب پر مهال له واکه لرې کړل شو.

په غبرګون کې رضا پهلوي چې اوسمهال په امریکا کې جلاوطنه دی پر اېکس ليکلي، "زه له تاسو سره يم. بريا زموږ ده، زموږ موخه عادلانه ده او موږ يو موټی یوو".

نوموړي زياته کړې، "تر هغه چې دا رژيم پر واک پاتې وي، د هېواد اقتصادي وضعيت به لاپسې خرابېږي".

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د فارسي ژبې اېکس پر خپل اکونټ د لاريونو ملاتړ کړی او ويلي یې دي چې امریکا د لاريون کوونکو "زړورتيا ستايي" او له هغو کسانو سره ولاړ دي چې د کلونو ناکامو سياستونو او ناسم اقتصادي مديريت وروسته "ښه راتلونکی" غواړي.

ويل کېږي د دوشنبې په ورځ په فلوريډا کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اسرائیلو د لومړي وزير بنیامين نتنياهو د ليدنې په اجنډا کې ايران يوه مهمه موضوع وه.

وروسته په يوه ګډه خبري غونډه کې ټرمپ د هغه پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه چې ایا په ایران کې د رژيم د بدلون ملاتړ کوي که نه. خو نوموړي وويل، "دوی ډېرې ستونزې لري، سخت انفلاسيون دی، اقتصاد یې خراب دی او زه پوهېږم چې خلک ډېر خوشحاله نه دي".

ولسمشر همدارنګه وويل، که ايران خپل بالسټيک توغندي يا اټومي پروګرام بيا ورغوي، ښايي هغه پر ايران د اسرائيلو د هوایي بريدونو د بل پړاو ملاتړ وکړي.

د جون په مياشت کې د اسرائیلو او ايران تر منځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال، امریکا د ايران يوارنيمو د بډاينې پر مهمو مرکزونو هوايي بريدونه وکړل. ايران ټينګار کوي چې اټومي پروګرام یې په بشپړه توګه سوله ييز دی.

د ایران ولسمشر د سې شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د "هر ډول ظالمانه يرغل" پر وړاندې به د ايران ځواب "سخت او پښېمانونکی وي".

د ایران ستر مشر په وار وار ويلي چې د اسرائیلو حکومت هيله لرله چې د جګړې پر مهال به په ایران کې پراخ لاريونونه راولاړ شي او رژيم به نسکور کړي.

خامنه ای په سپټمبر کې وويل، "دوی غوښتل په کوڅو کې فتنه رامنځته کړي... خو خلک هېڅکله د دوښمن له غوښتنو اغېزمن نه شول".