رپوټونه وايي، ایران سږکال ۸۵ افغانان اعدام کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټونه وايي، د روان ۲۰۲۵ کال له پيله تر اوسه په ایران کې ۸۵ تنه افغانان اعدام شوي دي. د 'هنګاو' په نوم د بشري حقونو یې ټولنې په رپوټ کې ویل شوي، وروستی افغان چې په ایران کې د اعدام په سزا محکوم شو، بسم الله تاجک نومېږي، چې د راپور له مخې د یوه پلان شوي قتل په تور اعدام شو.
د هنګاو په رپوټ کې زیاته شوې، چې بسم الله تاجک ته د یکشنبې پر ورځ (دسمبر ۲۸مه) د ایران بندر عباس ښار په مرکزي زندان کې د اعدام سزا ورکړل شوه.
رپوټ کې زیاته شوې، چې د ایران دولتي رسنیو او یا عدلیې اړوند ادارو د دې اعدام په هکله څه نه دي ویلي.
د هنګاو رپوټ ښيي، چې د دوی لخوا یو ځای شوې شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه د هغو افغانانو شمېر ۸۵ تنو ته رسېدلی، چې په ایران کې په اعدام سزا محکوم شوي او د دې هېواد په زندانونو کې په دار ځړول شوي دي.
د یادونې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په دوبي کې د طالبانو له ایرانه غوښتي و، چې په اعدام محکوم شوي افغانان دې افغانستان ته وسپاري.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هغه مهال په دې هکله ویلي و، ''زموږ غوښتنه دا ده، چې له افغان زندانیانو سره په احتیاط چلند وشي او دغه زندانیان د افغانستان عدلي او قضايي ادرو سره په همغږۍ هېواد ته واستول شي، چې د افغانستان له قوانینو سره سم مجازات شي.''
'په ایران کې د اعدامونو کچه دوه برابره لوړه وه'
د بي بي سي منځني ختیځ چارو شنونکي سېبساتین اوشر په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي چې د راپورونو له مخې اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې په ایران کې د اعدامونو شمېر د ۲۰۲۴ کال پرتله څه باندې دوه برابره زیات شوی دی.
ناروې کې مېشت د "ایران بشري حقونو" (ای ایچ ار) بنسټ بي بي سي ته ویلي چې دوی د ډسمبر تر پیله د لږ تر لږه ۱۵۰۰ اعدامونو پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې تر هغه وروسته ګڼ شمېر نور اعدامونه هم ترسره شوي دي.
تېر کال د ایران بشري حقونو بنسټ وتوانېد چې د ۹۷۵ اعدامونو پخلی وکړي. خو کره شمېر یې هېڅکله هم روښانه نه وي ځکه ایراني چارواکي رسمې شمېرې نه خپروي.
خو دغه شننه یو ځل بیا د اعدامونو په کلني شمېر کې د پام وړ زیاتوالی ښيي، او دا شمېرې له هغو معلوماتو سره هم اړخ لګوي چې نورو څارونکو ډلو وړاندې کړې دي.
د اعدام شویو افغانانو شمېر زیاتېدل
له دې مخکې د بي بي سي خبریال مامون دراني په یوه تحقیقي رپوټ کې چې د روان کال په جون کې خپور شو، د ناروې په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم له قوله ویل شوي و،
"د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي کسان په څو دقیقو کې په انقلابي محکمه کې محکومېږي او په لومړي پړاو کې مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري،"
د ښاغلي امیري مقدم په وینا، ښايي د ځینو تورنو کسانو په اسنادو کې د مدافع وکیل نوم ثبت شوی وي، خو په خبره یې عملا یې ډېری له دې حقه محروم پاتې کېږي.
د ایران بشري حقونو سازمان په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ تر سپتمبر میاشتې پورې په ایران کې هېڅ یوه افغان ته د اعدام سزا نه وه ورکړل شوې، خو د کال تر پایه پورې ۳۵ ورځو کې پنځه تنه افغانان په اعدام سزا محکوم شول.
د یاد سازمان شمېرې ښیي چې په ۲۰۲۲ کال کې په ایران کې ۲۵۶ کسان (چې ۱۶ یې افغانان دي) اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کال کې ۴۷۱ کسان (چې ۲۵ یې افغانان دي) او په ۲۰۲۴ کال کې بیا ۵۰۳ کسان (چې ۸۰ یې افغانان دي) اعدام شوي دي، چې ډېری یې د مخدره توکو د قاچاق په تور محکوم شوي وو.











