"ايران کې د ترهګريز بريد په تور دوه افغانان اعدام شوي"

د ایران د بشري حقونو ټولنې ویلي "ایران کې د یوه ترهګریز برید په تور د شنبې په ورځ دوه اعدام شوي کسان افغانان دي."
د ایران دولتي رسنیو د راپور له مخې شیراز ښار کې د شاهچراغ په نوم زیارت د برید په تور د وه نیول شوي کسان محمد رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي په عام محضر کې اعدام شول.
دا برید د تېر کال اکتوبر میاشت کې شوی و، چې پنځلس تنه په کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان وو. د دې برید مسؤولیت داعش ډلې منلی و.
برید ماښام مهال د یوه وسله وال له خوا شوی و، برید کوونکی په ټپي حالت کې نیول شوی و چې د ایران چارواکو د وینا له مخې د ټپونو له امله یې ساه ورکړه. وروسته ایراني چارواکو وویل د دې برید په تړاو یې ۲۶ تنه بهرنیان چې د افغانستان او اذربایجان وګړي په کې شامل دي، نیولي دي، خو ایران اوس د اعدام شویو کسانو تابعیت په ډاګه نه کړ.
دغه کسان "د محاربې، د ځمکې پرمخ د فساد کولو، د هېواد د امنیت پرضد اقدام کې ګډون او د داعش ډلې په غړیتوب تورن وو."
د دې کسانو له اعدام څو ساعته وروسته د ایران د بشري حقونو ټولنې وویل اعدام شوي کسان افغانان دي. دا ټولنه چې له نژدې دوه لسیزو راهیسې ایران کې د بشري حقونو وضعیت څاري او مرکز یې ناروې کې دی، ویلي د دې کسانو د "محاکمې بهیر عادلانه نه وو. "
دې ټولنې د یادو کسانو اعدام غندلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې ایران کې د اعدامونو لړۍ پای ته رسولو لپاره هر هغه څه وکړي چې په وس کې یې دي.
د ایران د بشري حقونو د ټولنې مشر محمد امیري مقدم ویلي، "په زوره له اعتراف اخيستلو وروسته په بیړه او د ناعادلانه محاکمې پای کې د محمد رامز رشیدي او نعیم شاهم قتالي د اعدام هدف دادی چې پر شاهچراغ د ترهګریز برید مخنیوي کې د ایران د امنیتي ادارو ناکامي پټه کړي."
نوموړي ویلي، ایراني چارواکي په ځانګړې توګه مذهبي مشر علي خامنه يي باید د دې "جنایتونو" پر وړاندې ځواب ووايي.

د عکس سرچینه، AFP
د ایران د بشري حقونو ټولنې ویلي د دې دوه کسانو په اعدام سره روان کال کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۳۶۹ تنو ته ورسېد.
دې ټولنې ویلي روان ۲۰۲۳ کال کې تر اوسه لږ تر لږه شپږ افغانان اعدام شوي، څلور تنه نور وايي په تېرو شلو ورځو کې اعدام شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران د طالبانو حکومت ته د دغه هېوادونو زندانونو کې د شته افغانانو د ور سپارلو لړۍ پیل کړې ده. تېره میاشت ایراني چارواکو ۱۷۸ تنه افغان زندانیان د طالبانو حکومت ته وسپارل.
ایران کې د افغان سفارت چارسمبالي فضل محمد حقاني چې طالبانو معرفي کړی رسنیو ته ویلي له دې وړاندې ۸۳۰ تنه زندانیان سپارل شوي.
د نوموړي له قوله ویل شوي چې ایران کې نژدې شپږ زره افغانان زندانیان دي او یو نامعلوم شمېر یې په اعدام محکوم دي.
دې لړ کې د طالبانو حکومت هم دوه ایراني وګړي چې یوه یې ښځه وه او افغانستان کې یو کال په توقیف کې وو، ایران ته سپارلي دي.












