ايران کې لاريونونه

د ویډیو تشریح، ايران کې لاريونونه

ايران کې له هغه راهيسې چې پراخ حکومت ضد احتجاجونه پيل شوي، له سلو زياتې ورځې اوښتې دي.

د بشري حقونو يوې ډلې په وينا سلګونه خلک وژل شوي، او زرګونه نور نيول شوي دي. د بشري حقونو فعالانو يوې امريکا مېشتې خبري اېجسنۍ ويلي له هغه راهيسې چې سپتمبر کې دا احتجاجونه پيل شوي، د ۶۹ ماشومانو په ګډون له ۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

دوه ځوانان اعدام شوي، او د راپورونو له مخې ډېر نور مرګ ته پر ليکه دي، يا داسې څه سره مخامخ دي، چې د بښنې نړيواله ټولنه يې جوړې شوې محاکمې بولي.. د بي بي سي پاړسۍ پرهام قبادي یې په اړه راپور لري.