ايران کې د يوه احتجاجي اعدام؛ نيوکې ډېرې شوې دي

د ویډیو تشریح، ايران کې د يوه احتجاجي اعدام؛ نيوکې ډېرې شوې دي

په ایران کې د محسن شکاري پر اعدام نیوکې ډېرې شوي او حکومت مخالف لاریونیان اوس د ده نوم په خپلو شعارونو کې یادوي.

د پخواني پادشاه زوی رضا پهلوي دا کړنه ظالمانه وژنه بللې.

په زاهدان کې د سنيانو مولوی عبدالحمید اسماعیل زهي په خپله خطبه کې ویلي چې دا اعدام د شرعې خلاف دی.

په سیستان او بلوچستان کې لاریونیانو د خامنه اي پر ضد شعارونه ورکړي. محسن شکاري پرون لومړنی لاریونی شو چې د ایراني حکومت له لورې پر یوه پولیس د چړې د ګوزار په تور اعدام شو.