ایران کې د دوو کسانو اعدامېدل په ایران او نړۍ کې په پراخه کچه غندل شوي

محمد حسیني (ښی) او محمد مهدي کرمي د شنبې په ګهیځ اعدام شول

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، محمد حسیني (ښی) او محمد مهدي کرمي د شنبې په ګهیځ اعدام شول

په ایران کې د ملي لاریونونو پر مهال د یوه حکومتي امنيتي کس د وژل کېدو په تور د دوو کسانو اعدامېدل په ایران او نړۍ کې په پراخه کچه غندل شوي.

اروپايي ټولنې او ډېری غړو هېوادونو يې او دغه راز د بشري حقونو فعالو ډلو دغه اعدامونه کرکجن بللي او د دغې لړۍ د بيړنۍ درېدو غوښتنه يې کړې.

د ایران د نظام قضائیه ځواک د پرون شنبې په سهار کې د دوو معترضانو محمد مهدي کرمي او محمد حسيني د اعدامېدو خبر ورکړ. دوی په تېر نوامبر مياشت کې تهران ته څېرمه کرج ښار کې د اعتراض پر مهال د یوه بسيجي له وژل کېدو وروسته نیول شوي وو.

اروپايي ټولنې او برېتانیا په ایران کې د لاریونونو پر مهال د یوې حکومت پلوې د وژل کېدو په تور د دوو کسانو اعدامېدل سخت غندلي. د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړيکو مشر جوزېف بورېل ویلي، د مهدي کرمي او سید محمد حسيني اعدامېدو لړزولي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي چې د خلکو پر ضد د تاوتريخوالي لړۍ باید زر تر زره ودرېږي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې آلنا بربوک بیا ليکلي چې دغو اعدامونو وښودله چې باید له اروپايي ټولنې سره یو ځای پر تهران فشارونه ډېر کړو. هغې ليکلي محمد مهدي کرمي او محمد حسيني ځکه رژیم په دار وځړول چې هغوی نه غوښتل وحشیانه او غیرانساني کړنو ته تسلیم شي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د ایران سفیر بیا وراحضار کړی او د دغو اعدامونو په اړه يې ژوره اندېښنه ورته څرګنده کړې. د ګڼو نورو نړیوالو غبرګونونو په منځ کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې هم دا اعدامونه کرکه پاروونکي بللي.

د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالي بیا ويلي چې نړیواله ټولنه هغو هڅو ته دوام ورکوي چې د ایران رهبران د خپلو اقداماتو لپاره ځواب ویلو ته اړباسي.

دریا صفايي وړاندې د بلجیم پارلمان کې د خپلو وېښتانو غوڅولو سره ایران کې د لاریونونو ملاتړ اعلان کړ

د عکس سرچینه، Google

د عکس تشریح، دریا صفايي وړاندې د بلجیم پارلمان کې د خپلو وېښتانو غوڅولو سره ایران کې د لاریونونو ملاتړ اعلان کړ

ګڼو نورو سیاستوالو هم دغه اعدامونه په سختو ټکو غندلي او د مخنيوي غږ يې پورته کړی.

د بشري حقونو فعالو ډلو هم د دغو اعدامونو د لړۍ درولو غوښتنه کړې او مهدي کرمي او سید محمد حسيني يې د نمایشي محاکمې قربانيان بللي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر هم ليکلي چې دغو اعدامونو لړزولی، ویرولی او غوسه کړی.

د بشري حقونو د ګڼو نورو ډلو تر منځ د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې که دا جنایت د نړیوالې ټولنې له سم غبرګون سره مخ نشي نو په راتلونکو ورځو کې به د نورو بندیانو د اعدام شاهدان هم وي.

په ایران کې دننه هم دغو اعدامونو غبرګونونه او اعتراضونه راپارولي.

د المان د پارلمان دوو غړو هم ایران کې د تازه اعدامونو په غبرګون کې د پارلمان غبرګون ښودلو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Sean Gallup

د عکس تشریح، د المان د پارلمان دوو غړو هم ایران کې د تازه اعدامونو په غبرګون کې د پارلمان غبرګون ښودلو غوښتنه کړې

پر مهدي کرمي او سید محمد حسيني دواړو تهران ته څېرمه کرج ښار کې د حکومت ضد لاریونونو پر مهال د یوه بسيجي ملېشه د مړينې د لامل کېدو تور و. ویل کېږي چې ښاغلي کرمي د دغې فیصلې پر ضد د اعتراض په دود لوږتړ هم کړی و.

د ۲۲ کلن مهدي کرمي د قبر هم تازه وېډیو پر خواله رسنیو خپره شوې.

د دوی له اعدامېدو سره په ایران کې د احتجاجونو پر مهال او تړاو په دار د ځړول شویو کسانو شمېر څلورو ته ورسېد.

تر مهدي کرمي او سید محمد حسيني مخکې محسن شکاري او مجید رهنورد هم اعدام کړای شوي وو.