ایران کې دوه نور اعتراض کوونکي هم اعدام شول

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران قضایه قوه وايي، دوه نور اعتراض کوونکي هم په دار وځړول شول. محمد مهدي کرمي او سید محمد حسيني دوه هغه احتجاج کوونکي وو چې نیول شوي او په اعدام محکوم شوي وو. دوی د یوې "نا عادلانه" محاکمې په ترڅ کې له قضايي حقونو درلودلو پرته نن سهار اعدام کړای شوي دي.

له دې سره په ایران کې د احتجاجونو په ترڅ کې په دار د ځړول شویو کسانو شمېر څلورو ته ورسېد.

تر مهدي کرمي او سید محمد حسيني مخکې محسن شکاري او مجید رهنورد هم اعدام کړای شوي وو.

په ایران کې څه باندې سل ورځې مخکې هله اعتراضونه پیل شول چې د مهسا امیني په نوم یوه مېرمن پولیسو د "حجاب نه مراعتولو" په تور ونیوله او وروسته د پولیسو په توقیف کې مړه شوه. 

خلک ایراني امنیتي کسان تورنوي چې ګواکې هغه د دوی د شکنجې له کبله مړه شوې او د ښځو حقونو په ملاتړ د حکومت پر ضد احتجاجونه کوي.

ایران
د عکس تشریح، ښۍ خوا لومړی کس (محسن شکاري) او تر څنګ یې مجید رضا رهنورد. دوی هغه دوه ځوانان دي چې تېره میاشت په دار وځړول شول

د یادولو ده چې تر شلو ډېر نور بندي احتجاجیان هم په اعدام محکوم شوي دي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ناروې په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو سازمان اندېښنه څرګنده کړې وه چې ګواکې سل نیول شوي احتجاجیان د اعدام له خطر سره مخ دي.

هغه مهال د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالي هم د لسګونو نیول شویو اعتراض کوونکو د اعدامېدو په اړه خبرداری ورکړی و. 

ښاغلي مالي ویلي وو چې ډېری نیول شوي کسان شکنجه کېږي او په زور اعتراف ترې اخیستل کېږي او په خبره یې، پرته له مدافع وکیله په محکمه کې د ملي امنیت پر ضد د دسیسې په تور تورنېږي او سزا ورکول کېږي.