د ایران بشري حقونو سازمان: احتجاجونو کې ۴۷۶ وژل شوي او سل د اعدام له خطر سره مخ دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ناروې په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې په دغه هېواد کې روانو اعتراضونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۴۷۶ تنه وژل شوي. دغه بنسټ همدا راز ویلي چې سل نیول شوي احتجاجیان د اعدام له خطر سره مخ دي.
د دغه سازمان د مالوماتو له مخې، د وژل شویو له ډلې یې ۶۴ تنه تر اتلس کلنۍ کم عمره دي او نهه پکې وړې نجونې دي.
د بشري حقونو دغه ایراني بنسټ په ۲۵ ولایتونو کې د وژل شویو شمېر بېلا بېل ښودلی خو ویلي یې دي چې تر ټولو ډېر کسان په سیستان و بلوچستان، لویديځ اذربایجان، کردستان، تهران او مازندران ولایتونو کې وژل شوي دي.
په اوسلو کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان همدا راز خبرداری ورکړی چې د نیول شویو اعتراض کوونکو له ډلې یې سل هغه د اعدامېدو او یا هم پرې د اعدام حکم صادرېدو خطر سره مخ دي.
دغه سازمان د ایران اسلامي جمهوري دولت پر کړنو نیوکه کړې او د مخنیوي غوښتنه یې ترې کړې ده.
د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي غبرګون
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په همدې حال کې د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالي هم د لسګونو نیول شویو اعتراض کوونکو د اعدامېدو په اړه خبرداری ورکړی.
ښاغلي مالي پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا خلک په احتجاجونو کې د ګډون له کبله د اعدام له خطر سره مخ دي.
ده همدا راز ویلي چې ډېری نیول شوي کسان شکنجه کېږي او په زور اعتراف ترې اخیستل کېږي او په خبره یې، پرته له مدافع وکیله په محکمه کې د ملي امنیت پر ضد دسیسې په تور تورنېږي او سزا ورکول کېږي.
په ایران کې څه باندې سل ورځې مخکې هله اعتراضونه پیل شول چې د مهسا امیني په نوم یوه مېرمن پولیسو د "حجاب نه مراعتولو" په تور ونیوله او وروسته د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.
خلک ایراني امنیتي کسان تورنوي چې ګواکې هغه د دوی د شکنجې له کبله مړه شوې.
تر اوسه د دغو اعتراضونو په ترڅ کې دوه تنه محسن شکاري او مجید رهنورد اعدام شوي او تر شلو ډېر نور بندي احتجاجیان په اعدام محکوم شوي دي.











