د ایران قضایه قوې د یوه احتجاج کوونکي د اعدام خبر ورکړی

د عکس سرچینه، Socia media
د ایران عدليې وزارت اعلان کړی، محسن شکاري چې د سپټمبر پر ۲۵مه احتجاجونو کې نیول شوی و اعدام شوی دی.
عدلیې وزارت وايي، دغه کس د ستار خان کوڅې په بندولو، بلوا جوړولو، د خلکو د امنیت ګواښلو او د وژنې او ترهګرۍ په نیت پر خلکو د وسلې په راویستلو تورن او نیول شوی و.
یاد وزارت همدا راز ویلي، د تورن کس د محکمې لومړۍ غونډه د نومبر پر لسمه نېټه وشوه چې په خپل جرم یې اعتراف وکړ.
د ایران اسلامي دولت محاکمو تر اوسه د یو شمېر نورو نیول شویو لاریونیانو لپاره هم د مرګ سزا اورولې خو دا لومړۍ سزا ده چې عملي کېږي.
محسن شکاري ته له دې مخکې انقلاب محکمې د مرګ سزا اورولې وه او دا سزا د سترې محکمې له لوري هم تایید شوې وه.
د بشر حقونو سازمانونو او بهرنیو هېوادونو په داسې حال کې چې سوله ییزو لاریونونو کې یې له خلکو سره د حکومتي استازو تاوتریخوالی کول غندلي، د اعدام سزا صادرلو او عملي کولو پر وړاندې یې خبرداری ورکړی دی.
ورته وخت کې سپاه پاسداران ویلي چې په قم ښار کې یې یو شمېر احجاج کوونکي نیولي دي.
رپوټونه وايي، دغه کسان په لاریونونو کې بلوا ته د خلکو په رابللو، روحانیت ته په سپکاوي، شعارونو لیکلو ته د خلکو په هڅولو او عامه امنیت ګډوډولو په تور نیول شوي دي.
وروستیو کې د ایران قضايه قوې یو شمېر احتجاج کوونکو ته درنې سزاګانې اورولې خو له دې سره سره بیا هم په ټول هېواد کې لاریونونه دوام لري.

د ایران بشري حقونو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو د محسن شکاري اعدام غندلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د احتجاج کوونکو د اعدام د مخنیوي لپاره دې ژر تر ژره ګام پورته کړي.
د بشري حقونو د دغه سازمان مشر محمود امیري مقدام ویلي: "د محسن شکري اعدام کې محکمو عدالت په پام کې نه دی نیولی او له وکیل پرته یې هغه ته سزا ورکړې."
نوموړي زیاته کړې: "نړیواله ټولنه باید د دې اعدام په اړه سملاسي او سخت غبرګون وښيي، که د محسن شکاري اعدام حکومت جدي عواقبو سره مخ نه کړي مونږ به د لاریونیانو د ډله ییزو اعدامونو شاهدان یو."
دغه سیاسي رنداني ایران کې داسې مهال اعدام شوی چې له نیول کېدو یې ۷۵ ورځې اوښتې وې او رپوټونه وايي چې د محاکمو پر مهال یې د وکیل نیولو ته هم لاسرسی نه درلود.
دا لومړی ځل دی چې په ایران کې پیل شويو لاریونو کې یو لاریون کوونکی اعدامېږي.
تر اوسه لږ تر لږه ۱۱ نور بندیان چې د مرګ په سرا محکوم شوي دي د اعدام له جدي خطر سره مخ دي.
ایران کې یو شمېر کسانو ټول خلک د دغه اعدام پر ضد راټولېدو او غږ پورته کولو ته هڅولي دي او ټینګار یې کړی چې که خپل غږ پورته نه کړي نو راتلونکي کې به د لا نورو داسې احتجاج کوونکو د اعدامولو شاهدان وي.
شاوخوا درې میاشتې کېږي چې ایران کې لاریونونه روان دي.
go دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شول چې ۲۲ کلنه ایرانۍ مهسا امیني له نیول کېدو وروسته د ایران د امر بالمعروف پولیسو په بند کې مړه شوه.










