د ایران د بشری حقونو سازمان تازه شمېرې: په اعتراضونو کې ۳ افغان ماشومان وژل شوي

د عکس سرچینه، ANTONIO COTRIM/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
د ایران د بشري حقونو سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو له کبله د وژل شویو کسانو تازه شمېرې خپرې کړي.
دې بنسټ ادعا کړي چې په ایران کې د روانو لاریونونو په لړ کې تر دې دمه لږ تر لږه ۳۲۶ تنه وژل شوي چې ۴۳ تنه یې ماشومان دي.
د بشري حقونو دې بنسټ دا لږ تر لږه او تائید شوي شمېرې بللي خو ټينګار یې کړی چې په دې وروستیو کې د ورته نورو وژنو په څېړنه او تائید هم بوخت دي.
دې بنسټ ویلي چې د لاریونونو پر مهال په وژل شویو ماشومانو کې نهه نجونې او دری افغان ماشومان هم شامل دي.
په ایران کې سلګونه زره افغان کډوال مېشت دي خو ویل شوې نه دي چې وژل شوې ماشومان کډوال او که له افغانستانه یا کوم بل هېواده موقتي ایران ته تللي افغانان وو.
په خپله په افغانستان کې د ننه واکمن نظام او خلکو هم لا تر اوسه د ایران په لاریونونو کې د افغانانو د ګډون او یا داسې وژنو تړاو څه نه دي ویلي خو دغې ایراني بشري بنسټ په لومړي ځل د لاریونونو پر مهال د ایراني ځواکونو پر لاس د دریو افغان ماشومانو وژنه تائید کړي.

د عکس سرچینه، CHRISTIAN MANG
د ایران د بشري حقونو سازمان د دې راپور له خپرولو سره یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې د اقدام کولو غږ کړی.
" په خپلو قاطع غبرګونونو او چلند د ایران اسلامي جمهوري لخوا پر وخت د خلکو د وژنې مخنیوی وکړئ."
د دې سازمان یوه مشر محمود امیري مقدم ویلي "د ملګرو ملتونو لخوا په دې تړاو د بې پرې څېړنو پیل او د عاملانو سره حساب کتاب کولای شي په راتلونکي کې د جنایتکارانو پر وړاندې اقدام اسانه او په راتلونکي کې د اعتراض کونکو پر وړاندې د کوم ناوړه ګام اخیستو مخه ونیسي."
په ایران کې له تېرو څه باندې دوه میاشتو راهیسې د حکومت ضد لاریونونه روان دي.
دا لاریونونه هلته د یوې مېرمنې له وژل کېدو وروسته پیل شوې چې ادعا کیږي د نا مناسب حجاب له کبله امنیتي ځواکونو سخته وهلي ټکولې وه.
له هغې وروسته دغو لاریونونو له هرې بلې وژنې وروسته لا نوي رنګونه اخیستي او ورځ تر بلې خلک په لا قهرېدلي بڼه واټونو ته راوځي.
په دې لړ کې د نومبر میاشتې څلورمه تر ټولو وینلړلي ورځ بلل شوې چې لږ تر لږه پکې د ۱۶ اعتراض کوونکو د وژنې پخلی شوی.










