ایران کې احتجاجونه؛ امریکا د ایران پر سپاه پاسداران او حزب الله اړوند کسانو نوي بندیزونه لګولي

ایران

د عکس سرچینه، MAHSA ALIMARDANI/TWITTER

د امریکا متحده ایالتونو د ایران سپاه پاسداران او حزب الله اړوند کسانو باندې نوي بندیزونه اعلان کړي دي.

د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې په دغو بندیزونو کې د قدس ځواکونه او د غه راز د بېړۍ چلونو او تیلو شرکتونه شامل دي.

سپاه قدس چې په بهر کې د ایران سپاه پاسداران پوځي جوړښت بلل کېږي په بېلابېلو هېوادونو کې فعالیت کوي.

امریکا د دغه ګام موخه "له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه" بللې.

د امریکا د خزانې وزارت دغه راز ویلي چې یو شمېر بېړۍ هم په نويو بندیزونو کې شاملې دي.

د اعتراضونو دوام، یو ملا امام وژل شوی

اعتراض کوونکو د پنجشنبې په ورځ د ایران د اصفهان په فولاد شهر کې امنیتي کسان په ډبرو ویشتلې دي. هغه ویډیو ګانې چې بي بي سي ته رسېدلي پکې ښکاري چې دغه اعتراضونه د مهسا امیني د څلوېښتۍ پر مهال شوي.

ایران

د عکس سرچینه، ISNA

د عکس تشریح، وژل شوی ملا امام

دغه راز د سیستان بلوچستان امنیتي چارواکي وايي د یوه جومات امام د نا پېژانده کسانو په ډزو کې وژل شوی دی. د راپورونو له مخې پر هغه له جوماته د وتلو پر مهال ډزې شوي او د ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د سپاه پاسداران پلوي خبري آژانس ویلي په کرج کې یو شمېر اعتراض کوونکي نیول شوي دي. "یو شمېر لنډغر په کج کې نیول شوي او اوس د ولایت حالت ارام دی".

قطر کې د فوټبال نړيوال جام او د ایران لوبډله

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

د قطر په نړیوال جام کې د ایران فوټبال ملي لوبډلې د ګډون د مخنیوي لپاره هڅې وروسته تر هغه نوي پړاو ته رسېدلې چې په ټول ایران کې اعتراضونه روان دي، په لارو کوڅو کې لاریون کوونکي ځپل شوي، ان د فوټبال مشهورو لوبغاړو پاسپورټونه ضبط شوي او د دغه هېواد د فوټبال مشهورو لوبغاړو د نیولو خبرونه خپاره شوي دي.

که څه هم له نړیوال جامه د ایران ایستل خپل پلويان او مخالفان لري او د ایران پر حکومت نیوکه کوونکي هم یوه خوله نه دي.

په ایران کې د مهسا امیني تر وژنې وروسته هر څه بدل شوي دي. له سیاست او ټولنیزو چارو نیولې بیا تر اقتصاد، کلتور او ورزش پورې.