ایران کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی؛ د مړو شمېر ۲۲ تنو ته رسېدلی

د عکس سرچینه، NurPhoto
د ایران اخلاقي امنیت پولیسو توقیف کې د مهسا امیني تر مرګ وروسته ددغه هېواد ګڼو ښارونو کې د شپږمې ورځې لپاره هم پراخ اعتراضونه روان دي چې د امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالي او د ځینو اعتراض کوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، د هېواد په کچه په وروستيو لاريونونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ٢٢ تنو ته رسېدلى دى.
خو د ایران د روغتیا وزارت لا تر اوسه په اعتراضونو کې د تاوتریخوالي له کبله د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر نه دی اعلان شوی.
ددغه وزارت ویاند پدرام پاک آیین پخپله ویناپاڼه کې د وژل شویو او ټپي شویو اعتراضیانو مسلې ته هېڅ اشاره نه ده کړې او پر ځای یې ادعا کړې چې معترضانو پر امبولانسونو بریدونه کړي.
د ایرنا د رپوټ له مخې، ښاغلي پاک آیین ویلي، په وروستي اړ و دوړ کې ۶۱ امبولانسونه (تخریب) شوي دي.
کومې خپلواکې سرچینې دا خبر نه دی تایید کړی.
د بي بي سي د ارزونو پربنسټ، لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي، خو د انټرنېټ د پراخ سانسور او اوس د قطع کېدو له کبله ایران کې خبریالان او فعالان مالوماتو ته لاسرسی او د خپرولو اسانتیا نه لري.
بل خوا، د تهران والي ویلي، هرڅوک چې د انتظامي ځواکونو کمزوري کول غواړي، پر وړاندې به یې سخت ګامونه واخیستل شي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
ایران کې اعتراضونه وروسته تر هغه ډېر شول، چې مهسا امیني د ایران انتظامي ځواکونو له لوري ونیول شوه او په توقیف کې مړه شوه.
لا تر اوسه روښانه نه ده چې د هغې د نیول کېدو پرمهال څه پېښ شوي دي.
"مرګ پر دیکتاتور"
د چارشنبې تر ماښامه د ایران څه باندې ۸۰ ښارونو کې اعتراضونه شوي وو.
د تهران په ګډون په ګڼو ښارونو کې معترضانو د حکومت او پوځ اړوندو تبلیغاتي اعلانونو او تابلوګانو ته اور ورته کړی او د (مرګ پر خامنه اي) او (مرګ پر دیکاتور) نارې یې وهلې.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
تېره شپه د مهسا امیني پلار امجد امیني د بي بي سي فارسي (۶۰ دقیقې) خپرونه کې د خپلې لور هر ډول مخکېنۍ ناروغي رد کړه او دا خبرونه یې (دروغ) وګڼل چې ګنې هغې مخکې ناروغي لرله.
د اعتراضونو له پراخېدو سره، په تهران او نورو ښارونو کې د وسله والو ځواکونو حضور ډېر شوی دی.
کردۍ - ایرانۍ مهسا امیني له خپل ورور سره د تهران مترو تمځي (شهید حقاني) مترو کې وه چې له هماغه ځایه یووړل شوه او مړینې یې په ایران کې پراخه غوسه راوپاروله.










