ایران کې حجاب ضد احتجاجونه؛ د وژل شویو کسانو شمېر زیات شوی
رپوټونو کې ویل شوي، په ایران کې د هغو کسانو شمېر نهو تنو ته رسېدلی، چې د حجاب ضد احتجاجونو لړ کې وژل شوي دي.
دا احتجاجونه د پولیسو په توقیف کې د یوې ۲۲ کلنې ښځې له مړه کېدو وروسته پیل شوي و، چې د ښځو لپاره د حجاب ضد قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوې وه.
په وژل شویو کسانو کې یو ۱۶ کلن هلک هم شامل دی. ویل کېږي، دی هغه مهال ووژل شو، چې امنیتي ځواکونو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې.
پر خواله رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوې، چې ښځې پکې ټیکري سوځي. په تهران کې د همداسې یوې مظاهرې د ګډونوالو شعارونه اورېدل کېږي، چې وايي: ''ټيکری نه غواړو، پټکی (بګړۍ) نه غواړو، مساوات او ازادي غواړو. ''
بل لور د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې په دې هکله وویل، امریکایان ''د ایران له زړورو ښځو سره څنګ پر څنګ ولاړ دي، چې همدا اوس د خپلو بنسټیزو حقونو د خوندیتوب لپاره مظاهرې کوي. ''
نوموړي د ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي له وینا ورسته غږېده، چې د ښځو حقونو ته یې د درناوي په پار د لوېدیځوالو غوښتنې رد کړې. نوموړي لوېدیځوال په دوه مخي تورن کړل او په کاناډا کې یې د ځايي اوسېدونکو د ډله ییزو قبرونو او دغه راز یې له فلسطینیانو سره د روان چلن خبره وکړه.

د عکس سرچینه، Mahsa Amini family
د یادونې ده، چې د ساقیز ښار ۲۲ کلنه اوسېدونکې کرد نژداده مهسا امیني له درې ورځې بیهوښۍ وروسته د جمعې پر ورځ روغتون کې مړه شوه.
نوموړې له کورنۍ سره پلازمېنې تهران ته تللې وه، چې د اخلاقي امنیت پولیسو ونیوه. د ایران حجاب قوانینو له مخې باید ښځې خپل ویښتان په ټیکري کې او مټی او لینګي په ارته کالیو کې پټ کړي. نوموړي یوه توقیف ځای ته د 'لارښوونې ' لپاره بیول شوې وه او هلته یې ضعف وکړ.
خو رپوټونو کې ویل شوي، چې پولیسو اغلې امیني پر سر په کوتک وهلې وه او له خپل یوه ګاډي سره یې د دې سر وهلی و. پولیس بیا دا رپوټونه ردوي او په وینا پر نوموړې ناڅاپه د زړه حمله راغله، چې د اغلې امیني کورنۍ د پولیسو دغه ادعا رد کړې ده.











