ایران کې د مهسا امیني د مړینې پر ضد احتجاجونه؛ دوه کسان وژل شوي، ګڼ ټپیان دي

Mahsa Amini

د عکس سرچینه، Mahsa Amini family

د عکس تشریح، ۲۲ کلنه مهسا تېره اوونۍ تهران کې د پولیسو بند کې په مرموز ډول مړه شوه
    • Author, ډېوېډ ګرېټن
    • دنده, بي بي سي

په ایران کې د یوې ځوانې مېرمنې مهسا امیني د مړینې پر ضد ګڼو ښارونو کې احتجاجونه شوي او یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

له دیواندره ښار رپوټونه وایي، هلته د پولیسو په ډزو لږ تر لږه دوه لاریونوال وژل شوي او لس تنه نور تپیان دي.

ویل کېږي چې په یاد ښار کې پوخي وضعیت رامنځته شوی او د احتجاج کوونکو او امنیتي کسانو ترمنځ اخ و ډب کې اوښلن ګاز هم کارول شوی دی.

په ورته مهال پلازمېنه تهران کې هم ګڼ شمېر کسان د دوشنبې پر ورځ د مهسا امیني د مړینې پر ضد په احتجاج راوتلي وو.

په دوی کې ګڼ شمېر مېرمنې هم وې چې خپل د سرونو پړوني یا حجابونه یې لېرې کړي وو او د 'مرګ پر دېکتاتور ' شعارونه یې ورکول.

۲۲ کلنه مهسا امیني تېره اوونۍ تهران کې د مذهبي پولیسو لخوا په دې جرم ونیول شوه چې ګواکې پړونی یې نه و پر سر کړی.

نوموړې وروسته روغتون ته ولېږدول شوه او هلته درې ورځې په کوما حالت کې له تېرولو وروسته یې ساه ورکړه.

ګڼو کسانو پر امنیتي کسانو تور لګولی دی چې نوموړې یې د بند پر مهال شکنجه کړې او وهلې، او د همدې شکنجې پر مهال یې وژلې ده. ګڼو عیني شاهدانو هم ویلي چې د نیول کېدو پر وخت پولیسو نوموړې وهلې وه.

A group of protestors
د عکس تشریح، د ایران ګڼو ښارونو کې د مهسا امیني وژنې پر ضد احتجاجونه شوي

خو اوس تازه د تهران د پولیسو مشر حسین رحیمي ویلي، دا تورونه بې بنسټه دي او له مهسا سره د نیول کېدو پر مهال هېڅ فزیکي زور زیاتی نه و شوی.

نوموړي ویلي، دا یوه خواشینوونکې پېښه وه او باید چې بیا تکرار نشي، خو ټینګار یې کړی چې امنیتي کسان هم مجبور دي چې خپله دنده ترسره کړي.

د تهران پولیسو وایي، کله چې مهسا د ګڼو نورو مېرمنو سره یو ځای د پولیسو په حوزه کې وه نو د زړه حمله پرې راغله چې له کبله یې نوموړې روغتون ته ولېږدول شوه.

د ایران د کورنیو چارو وزیر ادعا کړې چې نوموړې وار مخه ناروغي درلوده، خو د مهسا پلار دا څرګندونې رد کړې دي او وایي، لور یې روغه جوړه وه.

د نوموړې له مړینې وروسته د ایران ګڼو ښارونو کې احتجاجونه روان دي او د دې هېواد پر مذهبي پولیسو هم سختې نیوکې شوې دي.

.